د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

په افغانستان کې له ترورېزم سره ۱۷ کلنه مبارزه ولې د ترورېستي ډلو د ډېرېدو لامل شوه؟


د ترورېزم په وړاندې له ۱۷ کلنې نړیوالې مبارزې سره سره په افغانستان کې ناامني او د ترورېستي ډلو شمېر زیات شوی دی.

د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې ۱۷ کاله وروسته هم افغانان د ترورېزم په اور کې سوځي او درنه بیه‌یې پرې کوي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسيون او يو شمېر افغان کارپوهان وايي، په افغانستان کې د پخوا په پرتله نه‌يوازې دا چې جګړه ارامه شوې نه‌ده، بلکې نوره هم توده شوې ده.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسيون رئیس زمرک پادخوابي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۹» ازادي راډیو ته وویل چې لا هم په افغانستان کې د ناامنۍ وېره پر ځای پاتې ده او خلک خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.

نوموړي وویل:

"ورځ تر بلې وضعیت خراب شوی او ترورېستي ډلې زیاتې شوې دي، افغانان په ډېرو جنجالونو او ستونزو کې ژوند کوي، د دې پر ځای چې د دولت مخالفین کم شي، نور هم مخالفې ډلې زیاتېږي."

د ښاغلي پادخوابي په خبره، تر کومې چې امریکا او متحدین‌يې په افغانستان کې د جګړې د کابو کولو لپاره رښتیني هڅې ونه‌کړي، ښايي په افغانستان کې وضعیت تر دې هم خراب شي.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۷ کاله وړاندې په همدې ورځ د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا په زړه کې دوه تښتول شوې الوتکې د سوداګرۍ له نړیوال مرکز او د امریکا د دفاع وزارت له ودانۍ سره وجنګول شوې چې نږدې درې زره کسان په‌کې ووژل شول او زرګونه نور په‌کې ټپيان شول.

له پېښې سملاسي وروسته د القاعدې مشر اسامه بن لادن د برید پړه پر غاړه واخيسته، هغه موضوع چې پر افغانستان‌یې د امریکا حملې ته زمینه برابره کړه.

پر افغانستان د امریکا د حملې هدف د اسامه بن لادن او القاعده شبکې له‌منځه وړل او د ترهګرو ځپل وو، خو له جګړې ۱۰ کاله وروسته اسامه بن لادن په پاکستان کې په نښه شو او د طالبانو دوه پخواني مشران هم د ډیورند کرښې پورې غاړې ته یو مړ او بل له‌منځه لاړ.

د افغانستان جګړه د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پیل کړه چې وروسته د دې هېواد د دوو نورو ولسمشرانو له لوري پر مخ یوړل شوه او لا هم دغه هېواد د ترورېزم په وړاندې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي.

خو له دې ټولو سره سره د نړیوالو اړیکو يو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي چې د وسله‌والو پر ضد د امریکا له پیل شوې جګړې وروسته نه‌یوازې دا چې ترهګر ونه‌ځپل شول، بلکې د داعش په څېر تازه جنګیالي راپيدا شول چې اوس د ټولې سیمې او حتی د نړۍ ثبات ګواښي.

انتظار خادم
انتظار خادم

له ډلې یې انتظار خادم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د جنګ نتیجه هم دلته ګورو او د انکشاف نتیجه هم ګورو، که هغه وخت کې دلته يوازې طالبان وو، خو اوس د امریکا په تور لېست کې ۲۰ ډلې شاملې دي، نو که چېرته د ۷۴۷ میلیارده ډالرو نتیجه ګورو، نو فکر کوم چې حالت په افغانستان کې سل چنده بدتر شوی، تر هغې چې ښه شي."

د ښاغلي خادم په خبره، هغه ۱۲۷ میلیارده ډالر چې امریکا د افغانستان په بیارغونه او نورو برخو کې لګولي، تر يو بریده‌يې نتیجه لیدل کېږي، خو هغه ۷۴۷ میلیارده ډالر چې تر دې مهاله په جګړه لګېدلي، کومه خاصه نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د واټسن پوهنتون د يوې څېړنې له مخې، په افغانستان کې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه د ۲۰۱۶ میلادي کال تر نیمایي پورې ۱۱۱ زره کسان وژل شوي دي.

په دغه څېړنه کې راغلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې په ۶ زره ورځو کې ۴۲ زره وسله‌وال طالبان، ۳۱ زره ولسي وګړي، ۳۰ زره افغان سرتېري، شپږ زره امریکایي سرتېري او قراردادیان او ۱۱۰۰ د ناټو سرتېري وژل شوي دي.

له دې وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل يوه راپور کې چې په تېره فبرورۍ میاشت کې خپور شوی، ويلی وو چې په افغانستان کې له ۱۷ کلنې جګړې وروسته څه باندې "سل زره افغانان" وژل شوي او اوس د طالبانو او داعش ډله سره سیالي کوي چې تاوتریخوالی پر ملکي خلکو تحمیل کړي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو سازمان په خپل يوه تازه راپور کې ویلي چې د ملي يووالي د حکومت په څلور کلنه دوره کې په ځانمرګو بریدونو، چاودنو او حملو کې ۴۰ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه څرګندونې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارک لاوکک افغانستان ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال کړې دي.

له دې سره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ویاند بلال صدیقي هم په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو خبره کوي او د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

بلال صدیقي
بلال صدیقي

دی وایی:

"هره ورځ په افغانستان کې د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او د ملکي تلفاتو کچه لوړېږي، موږ اندېښمن یوو چې که د خلکو امنیت ټینګ نه‌شي او بشري حقونه خوندي نه‌شي، نو وضعیت به تر دې هم خراب شي."

ښاغلی صدیقي وايي، کوم ارقام چې دوی له تېرو ۹ کلونو راهیسې ثبت کړي، ښيي چې تر دې مهاله په ځانمرګو بریدونو، چاودنو او نورو حملو کې څه باندې ۴۶۰۰۰ زره ملیکان قرباني شوي دي.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت يو شمېر چارواکي په دې باور دي چې امریکا او افغانستان ځینو ګډو اهدافو ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز مشر فرامرز تمنا له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دغه ګډ اهداف له ترهګرۍ سره مبارزه، د افغانستان اقتصادي وده او د افغانستان نه‌منزوي کېدل دي.

بل‌خوا د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل، که څه هم افغانستان په ګڼو نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو د امنیت ټینګښت لا هم د حکومت په وړاندې يوه جدي ننګونه ده.

امېد میثم
امېد میثم

ده وویل:

"موږ په نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي، تاسو پوهېږئ چې تر ۲۰۰۱ میلادي کاله پورې د نظام او حکومت په نوم کوم څه وجود نه‌درلود، خو دوامداره سوله او ثبات هم د حکومت او هم د خلکو ډېره جدي غوښتنه وه چې په دې برخه کې له بده مرغه موږ لوړې ژورې لرلې دي او لا هم امنیت د يوې جدي ننګونې په توګه مطرح دي."

ښاغلی میثم وايي، حکومت په دې هڅه کې دی چې د مذاکراتو له لارې له وسله‌والو مخالفینو سره سولې ته ورسېږي، خو که وسله‌وال مخالفین بیا هم جګړې ته دوام ورکړي، نو حکومت به‌یې بیا له نظامي لارې وځپي.

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو هم تل دا ویلي چې تر هغې به جګړې ته دوام ورکړي، تر څو ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه وتلي نه‌وي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې امریکا او متحدین‌یې ولې په تېرو ۱۷ کلونو کې ونه‌توانېدل چې ترورېستي ډلو ته په افغانستان کې ماته ورکړي؟

باري عارض
باري عارض

ځواب‌یې د پوځي چارو کارپوه باري عارض وايي:

"زه فکر کوم چې د بن په کنفرانس کې چې کوم حکومت وټاکل شو، هغه کې ډېرې ستونزې وې او وروسته امریکا هم د افغانستان د نظام د پياوړتیا او ولسي جوړښتونو ته پام ونه‌کړ، نو ځکه هر څومره‌یې چې د تروېزم د ځپلو لپاره هڅه کوي، ستونزې زیاتېږي او په نظام کې ستونزې مخته کېږي."

ښاغلی عارض وايي، تر کومې چې د سیمې او نړۍ هېوادونه له خپلمنځي رقابتونو لاس وانه‌خلي، تر هغې شونې نه‌ده چې د ترورېزم پدیده له نړۍ په ځانګړې توګه، له افغانستانه ورکه شي.

د نوموړي په خبره، د ترورېزم د له‌منځه وړلو لپاره يوې نړیوالې اجماع او د نړۍ په کچه کلکې ارادې ته اړتیا ده، څو د ټولې نړۍ په ځانګړې توګه، افغانان له دغې ناوړې پدیدې څخه خلاص شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG