نړۍ
پومپیو له طالبانو سره د سولې هوکړې د لاسلیکولو مراسمو کې ګډون کوي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به په قطر کې له طالبانو سره د سولې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.
دا موافقه نن په دوحه کې لاسلیک کېږي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، همداراز له افغان حکومت او طالبانو یې غوښتي چې د سولې له دې فرصته دې ګټه پورته کړي.
اعلامیه زیاتوي: "که دوی خپلې ژمنې پوره کړي، موږ به په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره پياوړې لاره ومومو او خپل ځواکونه به کور ته راستانه کړو."
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له مخې به امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ ته کموي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د لسګونو هیوادونو استازي نن په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو غونډه کوي
ټاکل شوې ده چې د اوکراین پلوه اروپایي هیوادو چارواکي نن د امریکا له استازیو سره وګوري او په اوکراین کې د نژدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د جرمني خبرې اژانس د راپور له مخې دا غونډه به په پاریس کې وشي او د پنځه ویشت هیوادونو استازي به ګډون پکې وکړي.
د امریکا د پلاوي استازیتوب به د امریکا ځانګړی استازی سټو ویټکاف او د ولسمشر ټرمپ زوم جیرید کوشنر وکړي.
تمه ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د ناټو عمومي منشي مارک روټه هم په دې غونډه کې برخه واخلي.
اټکل کیږي چې د ننۍ غونډې د بحث یو مهم ټکی به دا وي چې څرنګه د څو ملتونو یو ځواک جوړ شي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ سوله ټینګه کړي.
ډیلسي روډریګز د وینزویلا موقته ولسمشره شوه؛ مادورو بیا امریکا کې په ځان لګېدلي تورونه رد کړل
ډیلسي روډریګز رسماً د دوشنبې په ورځ د وینزویلا د موقتې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.
اغلې روډریګز تر دې مخکې د وینزویلا د ولسمشر مرستیاله او د نفتو وزیره وه.
۵۶ کلنه ډیلسي روډریګز د خپل ورور جورج روډریګز په وړاندې چې د وینزویلا د ملي شورا رییس دی لوړه وکړه.
اخوا د وینزویلا لرې شوي جمهور رییس نیکولاس مادورو د دوشنبې په ورځ د مخدره توکو او ترهګرۍ اړوند تورونه رد او ځان یې بیګناه وباله.
مادورو چې شنبه سهار وختي د امریکايي ځواکونو له خوا د وینزویلا په کاراکاس کې تر نیول کېدو وروسته امریکا او بیا د نیویارک یوه زندان ته انتقال شو د دوشنبې په ورځ یې لومړنۍ محاکمه وشوه.
۶۳ کلن مادورو د یوه ژباړونکي له لارې په منهاټن کې یوې فدرالي محکمې ته وویل چې هغه یو معزز سړی دی او لاهم د خپل هیواد ولسمشر دی.
د مادورو میرمن، سیلیا فلورس، هم تورونه رد کړي او د بې ګناهۍ ادعا یې کړې ده.
قاضي د دوی راتلونکې محاکمه د مارچ اولسمه اعلان کړې ده.
د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام لپاره هند ته سفر نه کوي
د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال د کرکټ شل اوریزه جام نړیوال لپاره هند ته سفر نه کوي.
د بنګله دیش کرکټ بورډ د یکشنبه په ورځ د (جنوري۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي،"داسې نه ښکاري چې په هند کې دې د بنګله دیش لوبغاړي خوندي". دغه کرکټ بورډ د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې د بنګله دیش لوبې دې په هند کې نه وي.
د بنګله دیش کرکټ بورډ دا پریکړه د هند کرکټ بورډ او په ای پي ایل سیالیو کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې له خوا د بنګله دیشي لوبغاړ مستفیض الرحمن د لیرې کیدو په غبرګون کړې ده.
د هندي رسنیو د ادعاو له مخې، په دې وروستیو کې په بنګله دیش کې له هندوانو سره توپیر چلند او پر هغوي تشدد شوی دی.
تراوسه د کرکټ نړیوالې شورا د بنګله دیش دې غوښتنې ته ځواب ورکړی نه دی.
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په راروانه فبروري میاشت کې پیلیږي چې د بنګله دیش لوبې په کلکته او ممبېۍ کې پلان شوي دي.
ټرمپ ایران ته؛ که د مظاهره کوونکو ځپلو ته دوام ورکړئ له سخت غبرګون سره به مخ شئ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که چیرته د مظاهره کوونکو ځپلو ته دوام ورکړي له "سخت غبرګون" سره به مخ شي.
هغه دا څرګندونې پرون یکشنبې ناوخته د (جنوري ۴مه) د اییرفورن ون په الوتکه له خبریالانو سره په خبرو کې وکړې.
د ټرمپ په ټکو،" که ایران د پخوا په څیر د خلکو وژنه پیل کړي د امریکا له سخت غبرګون سره به مخ شي".
د ټرمپ دا خبرداری په داسې حال کې دی چې په ایران کې مظاهرې نهمې ورځې ته غځیدلي دي.
راپورونه او ویډیوګاني ښيي چې تیره شپه د تهران په ګډون په بیلابیلو ښارونو کې اعتراضونه شوي دي.
د مظاهرچیانو او پولیسو ترمنځ د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي.
په ویډیوګانو کې لیدلي کیږي چې امنیتي ځواکونه پر مظاهره کوونکو اوښکې بهونکي ګاز کاروي.
په ایران کې دا مظاهرې د تیرې یکشنبې په ورځ د ایراني پیسو (ریالو) د بې سارې راښکته کیدو له کبله په تهران کې پیل او وروسته نورو ښارونو ته وغځیدې.
ایران کې د مظاهرو دوام، لږ تر لږه ۱۵ تنه په کې تراوسه وژل شوي دي
په ایران کې پېل شوې مظاهرې اتمې ورځې ته وغځېدې.
راپورونه او خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې تېره شپه هم په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه شوي دي.
له پولیسو سره د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي.
په ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې امنیتي ځواکونه پر مظاهره کوونکو ساچمه یي ګولۍ او اوښکې بهونکی ګاز کاروي.
د هرانا په نوم د ایران د بشري فعالانو یوې مجموعې ویلي، د اعتراضونو له پېل راهیسې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.
اعتراضونه تیره یکشنبه د ایراني ریالو د بې ساري ښکته کېدو له کبله تهران کې پیل او لمن یې نورو ښارونو ته هم وغځېده.
د اوکراین د سولې په اړه د اروپایي چارواکو او مشرانو دوه بېلابېلې غونډې، یوه نن او بله سبا ته پلان شوې
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، کیف به دغه اونۍ د روسیې د جګړې " د چټکې پای ته رسونې " په هدف له اروپایي متحدانو سره دوه غونډې ولري.
لومړنۍ غونډه د فرانسې، جرمني او بریتانیا په ګډون د اروپایي هېوادونو د لوی درستیزانو ده چې نن دوشنبه ( د جدي ۱۵مه) د اوکراین په کوربه توب ترسره کیږي.
دویمه غونډه سبا سه شنبه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په کوربتوب جوړیږي چې د مکرون په ټکو اروپایي مشران به د اوکراین د امنیت لپاره " پخې " ژمنې په کې وکړي.
زلنسکي تر دواړو غونډو مخکې ویلي، هېواد یې هر ډول احتمالاتو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې رویټرز د کیف د ښاروال ویتالي کلیچکو په حواله ویلي چې تیره شپه هم روسیې پر کیف هوایي بریدونه کړي.
د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو راپور لا تراوسه نه دی ورکړل شوی.
شمالي کوریا نن دوه بالستیک توغندي وتوغول
شمالي کوریا نن یکشنبه ( د جدي ۱۴) لږ تر لږه دوه بالستیک توغندي وتوغول.
دا توغندي له پلازمینې پیونګ یانګ څخه د جاپان او دواړو کوریاو ترمنځ پراته سمندر ته وتوغول شول.
دا توغونه پر وینزویلا د متحده ایالتونو له برید څو ساعته وروسته او داسې مهال وشوه چې د جنوبي کوریا مشر چین ته خپل دولتي سفر پيل کړ.
رویټرز لیکلي، دا له تیرو دوو میاشتو راهیسې لومړی ځل دی چې شمالي کوریا دغه ډول توغندي توغوي.
بریتانیا او فرانسې په سوریه کې د داعش پر یوه مرکز ګډ عملیات کړي
برتانیا او فرانسې د یکشنبې په ورځ (د جدې ۱۴مه) اعلان وکړ چې دوی په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش، پر وړاندې ګډ هوايي بریدونه کړي دي.
د برتانیا دفاع وزارت وویل چې دوی له فرانسې سره په ګډه تیره شپه په سوریه کې تر ځمکې لاندې هغه ځای په نښه کړ چې ګمان کیږي داعش د وسلو او چاودیدونکو توکو د زیرمه کولو لپاره کاروه.
د سر د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د برتانیا دفاع وزارت زیاته کړې، هیڅ داسې نښې نشته چې وښيي د پالمیرا په لرغونې سیمه کې شویو دې عملیاتو کې ملکیانو ته زیان اوښتی وي.
د اسلامي دولت ډله په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې د ځمکې درلودو له پلوه له ماتې سره مخامخ شوه، خو د دغه هېواد په دښتو او بیابانونو کې یې لا هم خپل حضور ساتلی دی.
ابوظبي د یمن تحولاتو ته اندیښنه څرګندوي
متحدوعربي اماراتو د شنبې په ورځ وویل چې په یمن کې د روان کړکیچ په اړه ژوره اندیښنه لري. دا وروسته له هغه چې د سعودي عربستان په ملاتړ حکومتي ځواکونو په هغو سیمو کې چټک پرمختګ وکړ چې تیره میاشت د متحده عربي اماراتو په ملاتړ جنوبي بیلتون غوښتونکو نیولې وې.
د ابوظبي اعلامیې وویل چې یمنیان باید له زغم څخه کار واخلي او د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.
تردې څو ساعته مخکې د جنوب انتقالي شورا (STC) چې امارات یې ملاتړ کوي ویلي وو چې په دوو کلونو کې د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه کوي.
د انتقالي شورا ځواکونه له هغو مهمو سیمو وویستل شول چې دوی تیره میاشت ناڅاپه نیولې وې.
هند وايی افغانستان سره اړیکې د ولس د خیر ښېګڼې لپاره پالي
دهند بهرنیو چارو وزیر وايي نوي ډیلي د افغانستان تګلاره د خلکو پر بنسټ ساتلې او پاللې ده، داسې چې بشري مرستو، پراختیایي همکارۍ او د افغانستان له ټولنې سره دوامداره ښکیلتیا ته لومړیتوب ورکوي.
ایس جي شنکر دا څرګندونې د جمعې په ورځ د چینای ایالت په یوه پوهنتون کې له محصلینو سره د خبرو پرمهال وکړې. نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره خپله غونډه مثبته وبلله.
امیرخان متقي د اکتوبر له نهمې تر شپاړسمې هند ته تللی و او دا د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي لومړی سفر و چې هند ته ترسره شوه.
هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني خو په کابل کې یې خپل سفارت فعاله کړی دی.