د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته د ټرمپ او پومپیو څرګندونې


د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د سولې هغې هوکړې ته په پام چې پرون د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شوه وویل، د جګړې ټول اړخونه نورله جګړې ستړې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو چې پرون یې د دغې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون کړی و، وویل چې متحده ایالات له ټولو اړخونو غواړي چې د یوه سوله ییز، سوکاله او خپلواکه افغانستان هدف ته پر رسېدو تمرکز وکړي، داسې افغانستان چې د بهرنیو ورانکارانو له لاسوهنې خلاص وي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "دغسې وخت مخکې نه وو راغلی، موږ ډیرې سختې بریالۍ خبرې وکړې، زموږ په باور پای به یې هم بریالی وي، بل اړخ ( اشاره یې طالبانو ته وه) له جګړې ستړی دی، ټول له جګړې ستړي دي، دا په تېره بیا اوږده او وحشتناکه وه، غواړم افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان خلکو ته مبارکي ورکړم، غواړم د هغو ټولو کسانو یادونه وکړم، د هغو ټولو سترو سړو او ښځو چې خپل ژوند یې په دې جګړه کې له لاسه ورکړی دی."

ټرمپ وویل چې د دغې هوکړې له مخې به له افغانستانه خپل سرتېري بېرته هېواد ته ستانه کړي.

هغه وايي: "موږ همدا اوس یوه هوکړه لاسلیک کړه چې موږ ته د دې امکان راکوي چې دا کارترسره کړو، په افغانستان کې خپل حضور تراته زره سرتېرو پورې را کم کړو."

ولسمشرټرمپ په وینا، په نژدې وخت کې به د طالبانو له مشرانو سره وګوري او طالبان یې د تروریزم په وړاندې د مبارزې د راتلونکي ځواک یوه برخه وبلل.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

نوموړی زیاتوي: "زه به شخصاً د طالبانو له مشرانو سره په ډېر نژدې راتلونکې کې وګورم، زه ډېر هیله من یم چې دوی هغه څه چې په خوله یې وایي، پر هغو عمل وکړي، دوی به تروریستان وژني، دوی به یو شمېر ډېر بد کسان وژني، دوی به دغه مبارزه جاري ساتي."

خو ډونالډ ټرمپ دا خبرداری هم ورکړ چې که چیرې خبره خرابه شوه، امریکا به بېرته ستنه شي او هغه هم په بیساري زور.

ټرمپ زیاته کړه: "زه ډېر باور لرم چې طالبان غواړي یو څه وکړي او وښیي چې موږ ټولو وخت نه دی ضایع کړی، که خبره خرابه شوه، موږ به بېرته ستانه شو، اجازه راکړئ ټول دې په دې پوه وي چې موږ به بېرته ستانه شو او بېرته هم په چټکۍ او داسې زور ستانه شو چې چا به یې هېڅکله ننداره نه وي کړي، زما په فکر دې ته به اړتیا نه وي، زه هیله من یم چې دې ته اړتیا نه وي."

د قطرپه پلازمینه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه چې پرون شنبې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مرستیال مشر او د دې ډلې د دوحه د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادرلاسلیک کړه، په مراسمو کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم حضوردرلود.

زلمی خلیلزاد او ملا برادر د سولې هوکړې د لاسلیک پرمهال
زلمی خلیلزاد او ملا برادر د سولې هوکړې د لاسلیک پرمهال

پومپیو وویل، د سولې دغې هوکړې ته یوازې هله زمینه برابره شوه چې طالبانو وښوده چې دوی د جګړې د ختمیدو غوښتونکي دي.

هغه وايي: "​دغو هڅو یوازې په دې خاطرمتحدو ایالتونو ته واقعي بڼه خپله کړه چې طالبانو له خپل لوري دا پیغام ورکړ چې دوی سوله غواړي او له القاعده او نورو بهرنیو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پریکوي، دوی( طالبانو) داهم درک کړه چې د جګړې له لارې بری ممکن نه دی."​

پومپیو هم لکه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په څېر د دې یادونه وکړه چې طالبان به له نژدې څاري.

نوموړي وايي: "موږ به طالبان له نژدې څارو چې ایا په خپلو ژمنو عمل کوي او دا چې زموږ د ځواکونو د ایستلو بهیر هم د دوی پر اعمالو پورې تړلی دی، په دې ډول موږ غواړو دا یقیني کړو چې له افغانستانه به بیا هیڅکله د نړیوال تروریزم د اډې په توګه کارنه اخیستل کېږي."

پومپیو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ ته چې په نتیجه کې یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، په اشاره وویل: "طالبانو دا وښوده که هغه یوازې یوه اونۍ وه (د هوکړې د لاسلیک کیدو لپاره د تاوتریخوالي د کمښت شرط) دا چې که طالبان د سولې اراده ولري، دا کارشونی دی، ټولو افغانانو خوشحالي وکړه."

قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د خبرو پرمهال
قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د خبرو پرمهال

ښاغلي پومپیو د دغه هوکړې پر عملي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: "دغه موافقه به هیڅ معني ونه ولري او ننني ښه احساسات به مړه شي که د شویو ژمنو د پوره کولو لپاره کوټلي اقدامات ونشي، کله چې دا کار وشي د افغانستان راتلونکې به په خپله افغانان ټاکي، د امریکا او طالبانو هوکړه د افغانانو لپاره شرایط برابروي چې دا کار سرته ورسېږي."

پومپیو د سولې پیلېدونکې بین الافغاني خبرې لانجمنې وبللې خو له ټولو اړخونو یې وغوښتل چې له حوصلې کار واخلي.

هغه زیاته کړه: "​ولو که د ناهیلۍ وضعیت وي (د سولې د کیدونکو بین الافغاني خبرو په جریان کې) له حوصلې باید کارواخیستل شي، د ټولنې د شتمنې تنوع درناوی باید وشي او د ټولو نظرونو ته باید فضا برابره شي، افغان حکومتونه (په تېرو وختونو کې) ځکه ناکام شوي چې کافي پراخ بنسټه نه وو."​

ښاغلي پومپیو د ۲۰۲۰ کال افغانستان او د دې هېواد حکومت داسې تصویر کړ: "په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان حکومت او په واقعیت کې د ۲۰۲۰ کال افغانستان هغه د ۲۰۰۱ کال افغانستان نه د، د ښځو او نجونو لپاره تاریخي پرمختګ شوی او په دې برخه کې وړاندې تګ به د ټولو افغانانو په ګټه وي، د افغانستان راتلونکې باید داسې وي چې په کې د هر کس وړتیا چې خداي ورکړې، په پام کې ونیول شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل چې متحده ایالات به هله بري ته ورسيږي چې نور له افغانستانه د تروریزم خطراحساس نه کړي.

هغه زیاتوي: "متحده ایالات به یوازې هغه وخت بري ته ورسيږي چې له امریکایانو او زموږ متحدینو سره نورله افغانستانه د تروریستي ګواښونو ویره نه وي او موږ به هر هغه څه وکړو چې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره ورته اړتیا وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، ټول باید د یوه سوله ییز، او سوکاله افغانستان لپاره هلې ځلې وکړي.

د هغه په وینا: ​"متحده ایالات به پر ټولو اړخونو فشار راوړي چې د یوه سوله ییز، سوکاله او خپلواکه افغانستان هدف ته پر رسېدو تمرکز وکړي، داسې افغانستان چې د بهرنیو ورانکارانو له لاسوهنې خلاص وي، داسې افغانستان چې د ټولو خواوو غږونه واورېدل شي او د ټولنې ټولې خواوې په کې خپل ځان وویني، دا به تلپاتې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره وي او دلته زموږ د ټولو لپاره، ،تر ټولو مهمه د امریکایانو او د افغانانو د امنیت لپاره مهمه ده چې دا کار باید وشي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې لپاره د دواړو لورو ترمنځ خبرو نژدې اتلس میاشتې دوام وکړ.

په پام کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک لس ورځې وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي.

تر اوسه د دغو خبرو دقیقه نېټه او ځای نه دی معلوم خو لکه څنګه چې ښاغلي پومپیو یې هم یادونه وکړه، دا به یوه پیچلې او اوږده پروسه وي چې د ده په وینا د افغاني ټولنې د ټولو اړخونو د پراخې حوصلې او زغم غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG