د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

امریکا: له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک کې دوه محرم اجرايي اسناد شته دي


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، له طالبانو سره "افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" کې دوه محرم اجرايي اسناد موجود دي.

د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پومپیو چې تېره ورځ یې سي بي اس ټلویزیون سره خبرې کولي وویل، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په هوکړه لیک کې دوه نور اجرايي محرم اسناد هم شته.

هغه زیاته کړه: "دوه اجرايي عنصرونه شته، دا دواړه محرم دي، دا اجرايي نظامي اسناد دي چې زموږ د پوځیانو د مصئونیت لپاره مهم دي، د کانګرس هر غړي ته به دا دوه محرم اسناد وښودل شي."

ښاغلی پومپیو وايي، دا تړون "شفاف" دی او له دې وراخوا هېڅ بله معامله نشته.

نوموړي دا هم وویل، چې دا تړون "ژور، پیچلي او ښه سنجول شوي میکانیزمونه" لري چې پر بنسټ یې امریکا د ښکېلو اړخونو نظارت او له هغوی سره حساب او کتاب کولی شي.

د امریکا متحده ایالاتو او امریکا تر منځ په قطر کې تر لس پړاو خبرو ورسته چې نږدې اتلس میاشتې وخت یې ونیوه بلاخره "افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" په نوم هوکړه لیک د فبروري په ۲۹ د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د لسګونو استازو په ګډون د فبرورۍ د میاشتې په ۲۹ نېټه په دوحه کې لاسلیک شو.

امریکايي او طالب استازي د سولې هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال
امریکايي او طالب استازي د سولې هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال

اوس پوښتنه دا ده چې په یاد هوکړه لیک کې دغه دوه محرم اسناد پټ پاتېد کېدل څه اغېزې درلودای شي؟

د نړېوالو چارو کار پوه او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز پخوانی رئیس فرامرز تمنا وايي، په دا ډول مهمو هوکړه لیکونو کې د محرمو مواردو شتون د پوښتنې وړ دی.

د نړېوالو چارو کار پوه او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز پخوانی رئیس فرامرز تمنا
د نړېوالو چارو کار پوه او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز پخوانی رئیس فرامرز تمنا

هغه زیاتوي: "تر هغه ځای چې د امریکا د ملي ګټو لپاره محرم وي موږ علاقه نه لرو چې پرې پوه شو، خو که د افغانستان د ملي ګټو لپاره وي هر هغه مورد چې د طالبانو او امریکا تر منځ بحث شوي باید پرې پوه شو او که داسې نه وي بیا د بې باورې په فضا کې خبرې هم ګټه نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر او د پوځ لوی درستیز مارک میلي چې د امریکا د استازو جرګې له غړو سره یې د دغه تړون په اړه خبرې کولي ترې پوښتنه وشوه چې ایا په تړون کې خوکوم پټ اړخ نشته، د دوی ځواب دا و چې په دې اړه نه پوهېږي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په هوکړه لیک کې د دغو دوو محرمو اسنادو په اړه چې پومپيو یې په اړه څرګندونې کړې دي له طالبانو معلومات واخلي، خو د طالبانو ویندویانو ښاغلي شاهین او مجاهد تر اوسه په دې اړه ازادي راډیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG