د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

ارګ: طالبان باید په قطر کې له افغان پلاوي سره وګوري


ارګ
ارګ

د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه باوري سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تر اوسه په قطر کې له افغان پلاوي سره نه‌دي کتلي.

که څه هم په قطر کې د امریکا او طالبانو د هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې قطر ته افغان استول شوي پلاوي حضور نه‌درلود، خو اوس ولسمشرۍ مانۍ وايي چې طالبان باید په قطر کې له افغان پلاوي سره وګوري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۱۳» ازادي راډیو ته وویل، طالبانو سره د افغان پلاوي په کتنو کې به د بین‌الافغاني خبرو په اجنډا خبرې وشي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

هغه وویل: "د تماس ډله همدې لپاره تللې ده چې د مذاکراتو په وخت کې د مذاکراتو اجنډا ترتیب کړي، دا د طالبانو او امریکایي لوري په غوښتنه تللې ده، هر وخت چې دوی په اجنډا باندې کار وکړ د اسلامي جمهوریت له ادرسه به مذاکراتي ټېم اماده وي، کله چې د مذاکراتو اجنډا برابره شي طالبان ځان اماده کوي او باید ورسره وګوري."

ښاغلي مینه پال دا هم وویل چې په اجندا کې د بندیانو د خوشې کولو او تبادلې موضوع هم شامله ده.

خو دا چې تر اوسه د دغه پلاوي او طالب استازو تر منځ څه روان دي، کومه لیدنه شوې که نه ښاغلي مینه پال څرګند ځواب ورنه کړ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا نن دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو او افغان شپږ کسیزه پلاوي ترمنځ هېڅ ډول خبرې نه دي شوي.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

که څه هم ښاغلي شاهین په غوڅ ډول دا نه دي ویلی چې له دغه شبږ کسیز افغان پلاوي سره به ګوري که نه خو ښاغلی مینه پال وايي، چې طالبان بله لار نه لري او نه کتل د سولې نه غوښتلو په معنا ده.

په ورته وخت کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت خلکو استازی نعمت الله کریاب وایي، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو د تضاد لوی لامل د طالبانو لخوا خپلو پلویانو او جنګیالیو ته دا ښکاره کول او ښودل دي چې دوی لا هم افغان دولت په رسمي ډول نه پېژني.

هغه وویل: "د هغو ژمنو له مخې چې خپلو جنګیالیو سره یې کړې، امتیاز اخیستنه به یې دا وي چې یوازې نړۍ ته وښيي او یا د مطبوعاتو له لارې د افغانستان د خلکو ذهنونو کې تشویش پیدا کړي ،پرته له دې به بله امتیاز اخیستنه نه وي ځکه دا پلان شوي خبره وه."

تېره اوونۍ د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیک مخکې افغان حکومت شپږ کسیزه پلاوی، چې د عدلیې وزارت مرستیاله ذکیه عادلي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالخالق بالا کرزی، د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین‌الدین مظفري او همداراز د بهرنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا استازي او د محبسونو د تنظیم د چارو مسئول هم په کي شامل و قطر ته لېږلی دی.

مخکې تر دې ولسمشرۍ مانۍ ویلي و چې دغه شپږ کسیزه پلاوی قطر ته طالبانو سره د اړیکو تينګولو لپاره تللی دی.

ټاکل شوې چې د مارچ میاشتې په لسمه نېټه طالبانو سره د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي چې د دغو خبرو لپاره هم په قطر کې د طالبانو د استازو او استول شوي افغان پلاوي تر منځ خبرې مهم ګڼل کېږي.

د یادونې ده چې افغان حکومت مخکې له دې هم یو پلاوی طالبانو سر د خبرو لپاره قطر ته استولی و چې طالبانو ورسره ونه لیدل او بې نتیجې بېرته راستون شو.

راپور- ډیوه نادر

XS
SM
MD
LG