د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د طالب بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه معطله شوه


ارشیف، پلچرخي زندان کې یو شمېر طالب بندیان
ارشیف، پلچرخي زندان کې یو شمېر طالب بندیان

د وسله‌والو طالبانو د ۱۵۰۰ بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه ظاهراً معطله شوې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ په ۱۱مه، په یوه فرمان کې وویل چې سولې ته د ښه نیت څرګندولو لپاره به د فبرورۍ له ۱۴مې، د طالبانو ۱۵۰۰ بندیانو د خوشې کېدو بهیر به پیل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني په دې فرمان کې ویلي و چې هره ورځ به د عمر، روغتیایي وضعیت او د بند د مودې پر اساس بندیان خوشې کېږي.

د فرمان د عملي کولو مسئولیت د افغانستان ملي امنیت شورا ته ورکړل شوی و.

روېټرز خبري اژانس ویلي چې د زندانیانو په خوشې کېدو کې ځنډ د یو لړ اختلافاتو له امله پېښ شوی دی.

روېټرز د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند جاوېد فیصل په حواله ویلي چې اختلاف پر دې دی چې څومره کسان خوشې شي او دا ضمانت څرنګه کېدلائ شي چې هغوی به بیا د جګړې ډګر ته نه‌ستنېږي.

خو جاوېد فیصل پرون د مارچ په ۱۴مه، ازادي راډیو ته وویل چې حکومت اوس‌مهال د بندیانو د لېستونو په څېړنه لګیا دی.

جاوېد فیصل وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت دفعتاً د زندانیانو لېستونه څېړي، پر ټولو ابعادو یې کار کوو، په ټوله کې دولت پر دې تمرکز لري چې د سولې پروسه بریالۍ شي."

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په دې اړه له نورې تبصرې ډډه وکړه.

امریکا او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د سولې موافقه لاسلیک کړه.

د موافقې تر لاسلیک وروسته په لنډ وخت کې باید بین‌الافغاني خبرې پیل شوې وائ څو د اوربند په څېر مسئلې چې د خلکو لپاره مهمې دي، په‌کې مطرح او حل شي، خو په قطر کې د طالبانو دفتر وویل چې د باور جوړولو لپاره باید دواړه خواوې د زندانیانو د خوشې کولو اقدام وکړي.

طالبانو وویل چې حکومت باید د دوی ۵۰۰۰ زره بندیان خوشې کړي او په مقابل کې یې به دوی د حکومت له لوري ۱۰۰۰ تنه چې برمته کړي یې دي، خوشې کړي.

په قطر کې طالب پلاوی
په قطر کې طالب پلاوی

خو د افغانستان حکومت ویلي چې بین‌الافغاني خبرې باید پیل او د وسله‌والو طالبانو له لوري تاوتریخوالی کم شي بیا به ټول بندیان خوشې کوي.

وسله‌والو طالبانو ویلي چې د بندیانو په برخه کې د دوی دريځ واضح دی. ذبیح‌الله مجاهد پرون روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دوی بندیان باید لکه څرنګه چې د امریکا او طالبانو په موافقه کې یې ذکر شوی، له مخکېنیو شرطونو پرته خوشې شي.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دوی پر هېڅ اضافي ډيالوګ یا شرطونو د پر ځای کولو موافقه نه‌ده کړې.

XS
SM
MD
LG