د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

افغان حکومت ۱۰۰ تنه طالب بندیان په مشروط ډول خوشې کوي


نیول شوي طالبان د کابل په پل چرخي زندان کې
نیول شوي طالبان د کابل په پل چرخي زندان کې

افغان حکومت به د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې ۱۰۰ تنه طالب بندیان په مشروط ډول خوشې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې په دې اړه له طالبانو سره سلا شوې او دا کسان د بشري خواخوږۍ له مخې او جګړو ته د دغو بندیانو د بیا نه‌ورتګ تر تضمین وروسته خوشې کېږي.

په دې اړه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۶» د حکومت د سولې د لومړني تماس ډلې او طالبانو ترمنځ د دوهم وېډیویي کنفرانس پر مهال هوکړه شوې ده.

د ملي امنیت شورا چارواکي وایي چې د طالبانو یو پلاوی به په کابل کې له افغان حکومت سره وګوري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني به د زندانیانو د خوشې کولو لپاره فرمان ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه: "د طالبانو یو ګروپ به افغانستان ته راځي او مخامخ به له حکومت سره ویني ترڅو دغه مسئله نهایي شي. د دې مسئلې په ارتباط تر نهایي بحثونو وروسته به د ولسمشر د حکم سره سم ۱۰۰ تنه بندیان د هغوی عمرونو، روغتیایي حالت او د کرونا ویروس پر وړاندې د هغوی بدني مقاومت ته په کتو تر تضمین وروسته د مارچ تر ۳۱مې خوشې کېږي. البته تضمین به هم د طالبان د ډلې له‌خوا وي او هم به د هغو اشخاصو له‌خوا وي چې دوی به تر خوشې وروسته جنګ ته بېرته نه‌راګرځي."

دا به د افغان حکومت او طالبان لومړنۍ مخامخ لیدنه وي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهیل شاهين هم تېر ماښام پر ټويټر ليکلي چې دواړه خواوې د وېډیو کنفرانس له لارې تر څلورو ساعتونو خبرو وروسته دې نتيجې ته ورسېدل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.

شاهین همداراز زياته کړې چې د طالبانو يو پلاوی به د بګرام زندان ته ځي چې هلته د بنديانو په پېژندګلوۍ کې مرسته وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو په اړه شوی پرمختګ ستایلی دی. دغه سفارت پر ټويټر ليکلي چې امريکا د اوږدمهالې سولې لپاره د دواړو خواوو د هڅو ملاتړ کوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم تېر ماښام پر ټویټر ولیکل چې د بندیانو د خوشې کېدو موافقه یو مثبت پرمختګ دی. خلیل‌زاد دا هم ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د وېډیو کنفرانس له لارې لیدنې به دوام وکړي څو ډاډمنه کړي چې دا بهیر په سمه پر مخ ځي.

د هغه توافق له مخې چې د فبرورۍ پر ۲۹ په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی باید د مارچ پر ۱۰مه بین‌الافغاني مذاکرات پیل شوي وی.

خو طالبانو وویل چې لومړی باید ۵۰۰۰ طالب بندیان د حکومت له بنده خوشې شي بیا به مخامخ خبري پیلېږي.

د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د دواړو لورو ترمنځ اختلافات د دې سبب شول چې بین‌الافغاني مذاکرات وځنډېږي.

که څه هم د چهارشنبې په ورځ د مارچ ۲۵مه په رسنیو کې د معصوم ستانکزي په مشرۍ یو ۲۰ کسیز نوملړ خپور شو چې ګواکي د حکومت له‌خوا د مرکچي پلاوي نومونه دي، خو وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري پر ټویټر دا لېست رد کړ او ویې‌ویل چې په دې اړه به ډېر ژر د حکومت له‌خوا تأیید شوی لېست خپور شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د خبرپاڼي له‌مخې د افغان حکومت او طالبانو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ په پرونيو خبرو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د ترورېزم سره د مبارزې او منازعاتو د حل په چارو کې د قطر هېواد استازي مطلق‌القطاني او د سره صلیب د پلاوي مشر خوان پیډرو هم ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG