د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

وحید عمر: د طالب بندیانو خوشې کول دوو شرطونو پوره کولو پورې اړه لري


د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر
د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر
  • ایشین لایټ انټرنشنل

له لندن څخه خپرېدونکې ایشین لایټ انټرنشنل ورځپاڼې په زابل ولایت کې د وسله‌والو کسانو له‌خوا د افغان سرتېرو د ډله‌ییزې وژنې د خونړۍ پېښې په اړه یو مطلب خپور کړی.

افغان چارواکو د زابل د پېښې پړه پر طالبانو اچولې او وايي، د دې ډلې نفوذي کسانو د جمعې په ورځ سهار وختي د زابل مرکز کلات ته نږدې د کابل-کندهار پر لویه لاره د ملي پولیسو او ملي اردو پر ګډې پوستې حمله وکړه او ۲۴ سرتېري یې ووژل، خو طالبانو د دې حملې مسؤلیت نه‌دی منلی او وايي چې په دې اړه څېړنه کوي.

ایشین لایټ ورځپاڼه له دې پېښې یوه ورځ مخکې د افغان حکومت له‌خوا د اوربند د وړاندیز یادونه کوي او لیکي د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي یې څنګ ته ولاړ و، په یوه وېډیویي پیغام کې وویل، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې حکومت د اوربند وړاندیز کوي څو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دې ناروغۍ پر وړاندې وقایوي تدابیر ونیسي او د ناروغانو علاج وکړي.

خو ورځپاڼه لیکي چې طالبانو دې وړاندیز ته ځواب ونه‌وایه او په بله ورځ‌یې دا حمله وکړه.

ایشین لایټ انټرنشنل د زابل د برید په درشل کې په ستراتېژیکو او عامه چارو کې د ولسمشر د سلاکار وحید عمر د څرګندونو یادونه کوي چې ویلي یې و، که طالبان د حکومت دوه شرطونه چې لومړی د بین‌الافغاني خبرو پیل او دوهم‌یې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي راوستل دي ونه‌مني، نو زندانیان به‌یې خوشې نه‌شي.

  • ګلف ټایمز

له دوحې څخه خپرېدونکې انګلیسي ژبې ګلف ټایمز ورځپاڼې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د هغه بیان جزئیات خپاره کړي دي چې په زابل کې پر افغان ځواکونو برید په‌کې غندل شوی دی.

په افغانستان کې د سولې راوستو موافقه نږدې درې اوونۍ مخکې د قطر په منځګړیتوب، د دې هېواد په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه.

ګلف ټایمز لیکي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د زابل حمله غندلې او د پېښې د قربانیانو له کورنیو او افغان حکومت او خلکو سره‌یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ورځپاڼې د راپور له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ټینګار کړی چې تاوتریخوالی او ترورېزم انګېزه او دلیل‌یې چې هر څه وي، د منلو وړ نه‌دي او قطر په دې برخه کې قاطع دریځ لري.

  • دې نشنل

له ابوظبي خپرېدونکې انګلیسي ژبې ورځپاڼه دې نشنل لیکي چې د زابل حمله په افغانستان کې د سولې پروسه پېچلې کوي.

ورځپاڼه د نړیوال بحران ډلې د کارپوه اندریو واتکینز له قوله لیکي چې وايي، طالبان د خپل نفوذ د پراخولو لپاره لاهم پر تاوتریخوالي د لومړنۍ وسیلې په توګه اتکا کوي.

ښاغلي واتکینز دې نشنل ورځپاڼې ته ویلي چې پر افغان ځواکونو دا ډول حملې به د ولسمشر اشرف غني لپاره د سولې د هڅو پر مخ بیول په داسې حال کې چې د سولې پر وړاندې لومړنی خنډ یعنې د طالب بندیانو خوشې کول پر ځای پاتې دی له سیاسي پلوه لا ستونزمن کړي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG