د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

د سولې وزارت: له طالبانو سره د مذاکرو په پلاوي کې بدلون نه‌شي راتلی


ارشیف، په قطر کې د طالبانو یو شمېر استازي.
ارشیف، په قطر کې د طالبانو یو شمېر استازي.

د سولې لپاره د افغانستان د دولت وزارت وایي، له طالبانو سره د مذاکرو په پلاوي کې بدلون نه‌شي راتلئ.

د دې ادارې ویاندې ناجیې انوري پرون د مارچ په ۲۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې که طالبان د سولې نیت لري، له اعلان شوي پلاوي سره دې خبرې وکړي.

ناجیه انوري زیاته کړه: "دا پلاوی تر ډېرې مشورې او په افغانستان کې له هغو اړخونو سره چې نفوذ لري تر خبرو وروسته جوړ شوی دی. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي نوملړ نهايي شوی او نور بدلون نه‌شي په‌کې راتلئ."

د سولې لپاره د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې لپاره د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د افغانستان حکومت د پنجشنبې په ورځ له طالبانو سره د مذاکرو لپاره ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد د حکومت د دې کار ستاینه وکړه او ویې‌ویل چې پلاوی د ټولو اړخونو استازیتوب کوي.

خو وسله‌والو طالبانو پرون اعلان وکړ چې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره خبرې نه‌کوي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر په بیان کې ویلي چې دا پلاوی په افغانستان کې د ټولو اړخونو استازیتوب نه‌کوي.

خو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیا د طالبانو د دې اعلان په اړه لیکلي چې په سوله او جګړه کې څوک د خپل رقیب د غوره کولو انتخاب نه‌لري.

رولاند کوبیا پرون د مارچ په ۲۸مه، پر ټویټر لیکلي چې که طالبان غواړي د مقابل لوري د مذاکرو د پلاوي پر څرنګوالي خبرې وکړي باید پر خپل لوري هم خبرې ومني او وګوري چې دوی د ټولنې څومره استازیتوب کولائ شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیاد
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیاد

رولاند کوبیا طالبانو ته لیکلي، ستاسو خوا ښځې چېرته دي؟

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت په فبرورۍ کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه.

پر دې اساس، باید تقریباً دوه اوونۍ وړاندې د سولې لپاره بین‌الافغاني خبرې پیل شوې وی.

خو له هغه راهیسې، په افغانستان کې روانو سیاسي ناندریو او د سیاستوالو ترمنځ اختلاف د طالبانو او حکومت ترمنځ د مذاکرو پیل ته یو اساسي خنډ بلل کېږي.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، د طالبانو وروستی بیان د سولې هڅو ته بله ضربه ورکولای شي.

روېټرز خبري اژانس، په دې اړه په راپور کې د افغانستان د حکومت له‌خوا د مذاکرو د پلاوي د ټاکل کېدو په اړه د عبدالله عبدالله خاموشۍ ته هم اشاره کړې ده.

روېټرز لیکلي چې د عبدالله دفتر او په کابل کې د امریکا سفارت پر وروستۍ مسئله له خبرو ډډه کړې ده.

د بین‌الافغانی خبرو د پیل لپاره د خنډ یو بل دلیل د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو پر سر اختلاف دی. وسله‌والو طالبانو ویلي چې د بندیانو تبادله باید د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې وشي. وسله‌وال طالبان له حکومته د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو ازادي غواړي او وايي چې په بدل کې به‌یې د افغانستان د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

نیول شوي طالبان د کابل په پلچرخي زندان کې
نیول شوي طالبان د کابل په پلچرخي زندان کې

د افغانستان حکومت تېره اوونۍ وویل چې د وسله‌والو طالبانو ۱۰۰ بندیان به د سې شنبې په ورځ د بشري خواخوږۍ او په مشروط ډول خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG