د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

ارګ: طالبان د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره پلمې لټوي


په قطر کې د ملابرادار په مشرۍ د طالبانو ځینې استازي.
په قطر کې د ملابرادار په مشرۍ د طالبانو ځینې استازي.

افغان حکومت وايي طالبان دې د سولې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره پلمې نه جوړوي او ژر تر ژره دې د دغه خبرو لپاره خپل پلاوی اعلان کړي.

که څه هم وسله‌والو طالبانو د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت په مرکچي پلاوي انتقاد کړی خو افغان حکومت وايي دا ډله د سولې د خبرو په وړاندې پلمې لټوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر د یکشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې که خبره د پلمو وي نو د طالبانو په مرکچي پلاوي هم خبرې کېدای شي.

هغه زیاته کړه: "که چېرې د پلمو جوړولو خبره وي، نو بیا به موږ هم د طالبانو په پلاوي ډېر ملاحظات ولرو، چې د دوی د پلاوي ترکیب به څنګه وي، ایا د دوی په پلاوي کې به مېرمنې شته کنه نشته، ایا د دوی په پلاوي کې د بېلابېلو فکرونو خاوندان شته کنه؟ ایا د دوی پلاوی د افغانستان د کومې جغرافیې او کوم فکر استازیتوب کوي؟ خو موږ په دې کې هېڅ خبره نه‌لرو بلکې زموږ خبره داده چې باید دوی ژر یو با صلاحیته پلاوي وټاکي څو بین‌الافغاني خبرې پیل شي."

د محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر
د محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان حکومت له لورې د بین‌الافغاني خبرو لپاره ټاکل شوی مرکچي پلاوی له امریکا سره د دې د ډلې د هوکړې خلاف بللی او ویلي چې دا ټیم د ټولو اړخونو استازیتوب نه شي کولای.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان حکومت باید د سولې په بین‌الافغاني خبرو کې د نورو اړخونو تر څنګ یو اړخ وي.

د طالبانو په خپره شوي اعلامیه کې دا هم راغلي، چې ټول سیاسي اړخونه د دغه پلاوي له جوړښت راضي نه‌دي، خو په کابل کې تر دې دمه په دې پلاوي د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون بېلابېلو اړخونو کوم تند انتقاد نه‌کړی.

بله‌خوا بیا د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چاروزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او په کابل کې د امریکا سفارت د افغان حکومت له‌خوا د مرکچي پلاوي له اعلان هرکلی کړی او دا يې ټول شموله یې ګڼلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زلمی خلیلزاد
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زلمی خلیلزاد

طالبانو ویلي چې له داسې پلاوي سره خبرې کوي چې د سولې د هوکړې پر بنسټ جوړ شوی وي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه عبدالباقي امین وايي، فکر کوي چې د بین‌الافغانی خبرو اترو په برخه کې له دواړو اړخونو سره بېلابېل تصورات موجود دي.

دی وايي، افغان حکومت فکر کوي چې خبرې د دوی په مشرۍ مخته وړل کېږي خو طالبان وايي چې له حکومت سره د حکومت په توګه خبرې نه کوي.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې په دې ډېر مشکل نشته چې په پلاوي کې څوک دي بلکې ستونزه دې جوړه کړې چې د دې پلاوي صلاحیتونه څوک ټاکي او اجنډا ورته څوک جوړوي او مدیریت يې چاسره دی، اوس چې څه کول پکار دي باید متحده ایالات د داوړو لوریو تصور یو کړي څو د سولې دا رامنځته شوی فرصت له لاسه ونه وځي."

خو د ولسمشر سلاکار وحید عمر د یکشنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې وویل اعلان شوی پلاوی چې مشري يې د ملي امنیت مخکینی رئیس معصوم ستانکزی کوي حکومتی نه‌دی او د ټولو اړخونو سره په مشوره ټاکل شوی دی.

افغان حکومت له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره د تېره اوونۍ مرکچي پلاوی اعلان کړ.

دا پلاوي چې ۲۱ غړي لري مشري د ملي امنیت مخکینی رئیس معصوم ستانکزی کوي.

XS
SM
MD
LG