د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

ځينې ښځینه استازې: طالبانو سره د ښځو پر مهمو حقونو خبرې کوو


قطر کې د طالبانو ځینې استازي- ارشیف
قطر کې د طالبانو ځینې استازي- ارشیف

له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر ښځېنه غړې وایي، که څه هم بین‌الافغاني مذاکرات به ژر پایله ورنه کړي خو هڅه کېږي داسې تنظیم شي چې مثبته پایله ورکړي.

له طالبانو سره بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره د افغان حکومت له لوري د ټاکل شوي مذاکراتي پلاوي یو شمېر ښځينه غړې وايي، که څه هم تمه نه لري چې دا مذاکرات به ژر پایله ورنه کړي خو هڅه کوي چې طالبانو ته د سولې لپاره قناعت ورکړي.

د دغه پلاوي یوې غړې او د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "موږ خو ډېره تمه نه لرو چې په نږدې میاشتو کې دا مسایل حل شي، دا به وخت ونیسي ځکه مذاکره ذاتاً یوه اوږد مهاله پروسه ده، خو هغه څه چې موږ ته مهم دي د جمهوري نظام په چوکاټ کې د ښځو د ښاروندۍ حقونه دي، مثلاً د رایې ورکولو، رایو اخیستلو، ځان نوماندولو، د بیان ازادي، بشري حقونه، په ټوله کې سیاسي، ټولنیز او اقتصادي حقونه هغه څه دي چې موږ به پرې خبرې وکړو."

حبیبه سرابي
حبیبه سرابي

مېرمن سرابي وايي تر دې دمه له طالبانو سره د حکومت له لوري د خبرو اجنډا مشخصه شوې نه‌ده خو دغه پلاوی به په ګډه یوه کره او اغیزناکه اجنډا جوړه کړي.

له دې سره د دغه پلاوي بله غړې شهلا فرید وايي دواړه لوري دې هڅه وکړي چې دا مذاکرات ژر تر ژره پیل او جګړه پای ته ورسوي.

هغې زیاته کړه: "د ټولو افغانانو او زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې دغه مذاکرات پیل شي، په دې مذاکراتو کې به خامخا موږ له زیاتو ستونزو سره مخ شو، خو هڅه به مو دا وي چې طالبانو ته قناعت ورکړو، ځکه افغانان د جګړې قربانیان دي، زما غوښتنه د دواړو لورو له مذاکره کوونکو همدا ده چې په ملي، کاملاً بین‌الافغاني او ارامه فضا دې دغه مذاکرات ترسره کړي."

مېرمن فرید وایي طالبانو سره د افغان ښځو په استازیتوب، د ښځو د تعلیم، د کار کولو، سیاسي او ټولنیز مشارکت او روغتیایي خدمتونو ته د دوی د لاسري په حقونو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت له لوري د بین‌الافغاني مذاکراتو پلاوی د طالبانو له لوري مخالفت کړی دی.

دغې ډلې د شنبې په ورځ اعلامیه خپره کړه چې په کې راغلي وه چې دحکومت له لوري جوړ شوی پلاوی ټول شموله نه‌دی.

خو افغان حکومت بیا تېره ورځ وویل چې طالبان دې پلمې نه جوړوي او د دغو مذاکراتو لپاره دې دوی هم خپل پلاوی اعلان کړي.

د حکومت له لوري په دغه ۲۱ کسیز پلاوي کې د پنځو ښځو حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني، فوزیه کوفي، شهلا فرید او شریفه زرمتۍ نومونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG