د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

افغان حکومت د طالبانو ۱۰۰ نور زندانیان هم خوشې کړل


د پنجشنبې په ورځ یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
د پنجشنبې په ورځ یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي چې نن‌یې هم ۱۰۰ نور طالب بندیان ازاد کړل.

افغان حکومت وروسته له هغې چې طالبانو له کابل نه د خپلو بندیانو پر سر د بحث درې کسیز تخنیکي ټيم وغوښت، له تېرې ورځې راهیسې د طالب بندیانو د ازادېدو لړۍ پیل کړې.

تازه د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۱» د افغانستان ملي امنیت شورا د ۱۰۰ نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ.

د دغه دفتر ویاند جاوېد فیصل ازادي راډيو ته وویل چې دا بندیان د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په اساس ازادېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل

هغه زیاته کړه: "د ولسمشر د فرمان له مخې نن هم ۱۰۰ تنه طالب بندیان د هغوی د روغتیایي وضعیت، د بند د پاتې مودې او عمر په کتلو سره او د سولې پروسې د پرمختګ او د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره خوشې شول، ۱۰۰ نور طالب بندیان چې د هغه لوی لېست برخه وه چې د طالبانو تخنیکي ټيم د افغان حکومت تخنیکي کمېټې ته سپارلی او تأیید کړی و، پرون له بنده ازاد شول او خپلو ولایتونو ته لاړل."

تېره ورځ هم افغان حکومت ۱۰۰ طالب بندیان د بګرام له زندانه په دې ژمنه خوشې کړل چې بېرته به د جګړې لیکو ته نه‌ګرځي.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل وايي د ولسمشر د فرمان له مخې به د بندیانو د ازادېدو پروسه مخته ځي، خو دی وايي چې هره ورځ به د طالب بندیانو د خوشې کېدو په شمېر کې ادلون بدلون رامنځته کېږي.

د چهارشنبې په ورځ یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
د چهارشنبې په ورځ یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په اساس چې د تېرې مارچ میاشتې په ۱۱ خپور شوی په‌کې راغلی وو چې د طالبانو ۱۵۰۰ زندانیان به د ۱۵ ورځو په ترڅ کې او له طالبانو سره د خبرو پر مهال خوشې کېږی.

په فرمان کې راغلي، که د حکومت او طالبانو خبرې پرمختګ وکړي، هرو دوو اوونیو کې به افغان حکومت ۵۰۰ طالب زندانیان ازادوي چې له دې سره به ۵۰۰۰ زندانیان ټول خوشې شي.

له دې سره د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې شورا سلاکار حمدالله محب د هغو هېوادونو له سفیرانو سره چې په افغانستان کې پوځي حضور لري د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د دغو لیدو کتو په ترڅ کې ښاغلي محب ویلي د افغان حکومت او طالبانو تخنیکي ډلو ترمنځ خبرو کې د لانجمنو مسایلو په تړاو هم یو لړ پرمختګونه شوي دي.

هاخوا طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې خوشې شوي او خوشې کېدونکي طالب بندیان دوی ته ځکه د منلو او تأیید وړ نه‌دي چې د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې له مخې نه‌دي.

د سیاسي چارو ځيني پوهان بیا وايي چې دواړه لوري دې له رامنځته شوي فرصت د تلپاتې سولې په هدف ګټه واخلي.

له دې ډلې داوود مایار ازادي راډيو وویل چې دواړه لوري دې د خنډ او ځنډ پر ځای د پرمختګونو لپاره هڅې وکړي.

داوود مایار
داوود مایار

هغه زیاته کړه: "دوی (حکومت او طالبان) دې د دې لپاره چې تلفات کم شي او بالاخره موجوده ستونزې حل شي، باید هڅې چټکې شي، که چېرې دا اوسني رامنځته شوي فرصتونه له لاسه ورکول کېږي، د دې زیان ټولو یعنې حکومت، طالبانو او ولس ته رسېږي، نو ښه دا ده چې د خنډ او ځنډ پر ځای دې هغه چارې چې کال ته ترسره کېږي همدا اوس دې ترسره شي."

ښاغلی مایار وایي، حکومت د یو مسؤل ارګان په توګه حق لري چې د بندیانو د خوشې کېدو پروسه دې په پړاویزه مخ ته یوسي ترڅو خوشې شوي بندیانو په اړه ډاډه شي چې بېرته د جګړې لیکو ته ولاړ نه‌شي.

په قطر کې د سولې هوکړې لاسلیک
په قطر کې د سولې هوکړې لاسلیک

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه چې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه وشوه په هغه هوکړه‌لیک کې راغلي چې د افغانستان حکومت باید پنځه زره طالب بندیان د مارچ پر ۱۰مه د بین‌الافغاني خبرو تر پیل دمخه، خوشې کړي وی هغه مهال باید د دولت زر تنه بندیان هم د طالبانو له لوري خوشې شوي وی، خو دا بهیر له خنډونو سره مخامخ شو.

XS
SM
MD
LG