د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

طالبان: د بندیانو خوشې کېدل د امریکا موافقې سره سم نه‌و، له پروسې ووتو


د افغانستان د حکومت له‌خوا ۱۰۰ تنه خوشې شوي بندیان
د افغانستان د حکومت له‌خوا ۱۰۰ تنه خوشې شوي بندیان

وروسته له دې چې افغان حکومت د ۱۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ، طالبانو ویلي چې دا اقدام د هغې موافقې سره سم نه‌دی شوی چې دوی له امریکا متحده ایالاتو سره لاسلیک کړې ده.

طالبان وایي دوی د بندیانو د تبادلې له بهیره وتلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د یوه وېډیویي پیغام په خپرولو سره رسنیو ته وویل چې دغه طالب بندیان د ولسمشر د فرمان پر اساس او وروسته له هغه چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ژمنه وکړه چې خوشې کېدونکي بندیان به بیا د جګړو ډګر ته نه‌ځي، د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۰» خوشې شول.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو ته وویل د دغو بندیانو د خوشې کېدو بهیر تر رسمي مراحلو له تېرېدو وروسته د هغوی د حبس مودې او روغتیایي وضعیت ته په کتو ترسره شو.

هغه زیاته کړه: "دا ۱۰۰ تنه د هغه لېست یوه برخه ده چې د وسله‌والو طالبانو تخنیکي ټیم په کابل کې د دولت له تخنیکي ټیم سره د خبرو پر مهال شریک کړی او تأیید کړی دی. دولت ژمن دی چې د سولې بهیر د ښه‌والي لپاره له طالبانو سره د سولې ور پرانیستی پرېږدي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر له دې کبله پرېښود چې په هغه کې خنډونه او اضافي شرطونه رامنځته شول.

مجاهد دا هم وویل که مقابل لوری غواړي د ده په وینا خپله وفاداري وښیي، باید زندانیان د قطر د موافقې سره سم راخوشې کړي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس د افغانستان حکومت باید پنځه زره طالب بندیان د مارچ پر ۱۰مه د بین‌الافغاني خبرو تر پیل دمخه، خوشې کړي وی. هغه مهال باید د دولت زر تنه بندیان هم د طالبانو له لوري خوشې شوي وی، خو دا بهیر له خنډونو سره مخامخ شو.

د امریکا او طالابانو ترمنځ د تړون د لاسلیک مراسم
د امریکا او طالابانو ترمنځ د تړون د لاسلیک مراسم

د افغانستان حکومت وایي د طالب بندیانو خوشې کېدل د سولې بهیر یوه برخه ده او هغوی به د بین‌الافغاني مذاکراتو په لړ کې خوشې کړي، خو په دې شرط چې بیا د جګړو ډګر ته ولاړ نه‌شي.

طالبان بیا ټینګار کوي چې د موافقې سره سم دې یاد بندیان د خبرو تر پیل دمخه خوشې شي.

د طالبانو یوه درې کسیز تخنیکي ټیم یوه اوونۍ دمخه د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه په کابل کې له حکومت سره تخنیکي بحثونه وکړل، خو داسې ښکاري چې دواړو لورو پر خپلو دریځونو ټینګار کاوه او هغو خبرو دوام ونه‌کړ.

په همدې حال کې کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی خوشبین دی او د ازادي راډیو د دې پوښتني په ځواب کې چې د دغو بندیانو خوشې کېدل به د بین‌الافغاني خبرو له پیلېدو سره څومره مرسته وکړي؟

د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "د دواړو خواوو یعنې د طالبانو او د دولت د بندیانو د خوشې کېدو بحث زما په باور په دې اقدام سره پیلېږي او د هواري وړ دی. دواړه لوري مخصوصاً د افغانستان دولت غواړي په دې بحثونو سره دوه ډوله امتیاز واخلي. یو له امریکا متحده ایالاتو غواړي امتیاز واخلي او دوهم غواړي په یو ډول پر طالبانو فشار راوړي او هغه ناز چې په اصطلاح امریکایانو طالبانو ته ورکړی وو ،غواړي تر یوه حده راکم کړي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې له طالبانو سره‌یې د واشنګټن له لوري موافقه لاسلیک کړه، په دې وروستیو کې وویل چې امریکا لېواله ده د بندیانو خلاصون د امریکا او طالبانو د موافقې سره سم او هر څه ژر ترسره شي.

هغه زیاته کړه طالبانو ژمنه کړې چې خوشې شوي بندیان د موافقې مواد مني او بیا به د جګړو ډګر ته ولاړ نه‌شي.

ښاغلي خلیل‌زاد دا هم ویلي چې د کرونا ویروس خورېدل د بندیانو خوشې کېدل بېړني کوي.

XS
SM
MD
LG