د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د طالبانو د ۱۰۰ بندیانو خوشې کېدل به د سولې بهیر ګړندی کړي؟


خلاص شوي طالب بندیان
خلاص شوي طالب بندیان

له ډېرو لانجمنو خبرو اترو او بحثونو وروسته د افغانستان حکومت بالاخره د چهارشنبې په ورځ د طالبانو ۱۰۰ بندیان خوشې کړل.

دا د هغه شرط د عملي کېدو پر لوري لومړی ګام دی چې د افغانستان د جګړې د ښکېلو لورو له‌خوا د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په لاسلیک شوي تړون کې ایښول شوی.

د دغه تړون له مخې د افغانستان حکومت او طالبان باید هر یو پنځه زره او زر بندیان خوشې کړي او دغه بهیر هم باید ډېر پخوا د مارچ تر ۱۰مې مخکې چې د شوي تړون له مخې د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره ټاکل شوې وه، پیل شوی وی.

په دې اړه نوریاس نوري د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز له مرستیال حکمت اعظمي سره مرکه کړې او لومړی‌یې ورڅخه پوښتنه کړې چې ایا دغه د طالبانو د ۱۰۰ بندیانو خوشې کېدل به د سولې بهیر ګړندی کړي او بین‌الافغاني خبرو ته به لاره هواري کړي؟

د دغې مرکې د اورېدولو لپاره لاندې لېنک کېکاږي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG