د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

طالبان نور د بنديانو د تبادلې په اړه په غونډو کې برخه نه‌اخلي


په قطر کې طالب پلاوي
په قطر کې طالب پلاوي

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وايي د دوى تخنيکي ډله سر له نن سې شنبه، د بنديانو د تبادلې په اړه په غونډو کې برخه نه‌اخلي.

د دغه دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه په ټويټر کې ليکلي، د بنديانو خلاصون تر اوسه په يوه او بله پلمه ځنډول شوى دى.

د شاهين په خبره دوى خپله تخنيکي ډله د بنديانو د تصديق او تثبیت لپاره کابل ته لېږلې وه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوې موافقې له مخې د بنديانو خلاصون پيل شي.

طالبانو د افغان حکومت له‌خوا د بنديانو د خوشې کېدو د څارنې لپاره خپله درې کسيزه ډله تېره سې شنبه کابل ته ولېږله.

بله‌خوا د افغانستان د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس عبدالمتين بېک پرون دوشنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، د طالب بنديانو خوشې کېدل ځکه ځنډېدلي چې طالبان د هغو کسانو خوشې کېدل هم غواړي چې په بشر ضد جنايتونو تورن دي.

هغه زیاته کړه: "د طالبانو جنایتونه تر اوسه هم روان دي. له ځوانانو او سپین ږیرو څخه‌یې چې دولتي کارکوونکي هم نه‌وو، سرونه پرې کړل. د امریکا او طالبانو په هوکړه کې لیکل شوي، څو ۵۰۰۰ طالب زندانیان له بنده ازاد شي، خو دا په‌کې نه‌دي لیکل شوي چې احمد او که محمود. په دې شمېر کې ځیني په لویو بریدونو او بشر ضد جنیاتونو کې ښکېل دي. دوی همدا ډول د خپلو ۱۵ قوماندانانو د ازادېدو غوښتنه کوي، ټینګار هم یو حد لري، له دې زیاد هېڅ د زغم وړ نه‌دي. ایا پرې یې ږدو چې ولاړ شي او د جګړې میدانونه تاوده کړي."

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، هغه ۱۵ تنه چې دوی یې اوس د خوشې کېدو غوښتنه کړې، د همدغو ۵۰۰۰ بنديانو له فهرست څخه ټاکل شوي دي.

تر دې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني یوه سلاکار وحید عمر ویلي وو، تر هغو چې طالبان د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه تضمین ورنه‌کړي، طالب بندیان به خوشې نه‌شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني یو سلاکار وحید عمر
د ولسمشر محمد اشرف غني یو سلاکار وحید عمر

د هغې موافقې له مخې چې د فبرورۍ پر ٢٩مه په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوې، ويل کېږي حکومت ٥٠٠٠ طالب بنديان او طالبان به په بدل کې ١٠٠٠ تنه دولت‌پلوه بنديان خوشې کوي.

له کله چې په ٢٠٠١م کال کې د امريکا په رهبرۍ د نړيوال ائتلاف له‌خوا د طالبانو رژيم نسکور شوى، دا اول وار دى چې د طالبانو يو هيئت په رسمي ډول کابل ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG