د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

طالبانو ۲۰ تنه افغان بندیان خوشې کړل


ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

طالبانو ۲۰ تنه افغان بندیان یکشنبه په کندهار کې خوشې کړل.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه د موافقې له لاسلیک راوروسته د لومړي ځل لپاره طالبانو دغه بندیان خوشې کړل.

د امریکا او طالبانو د تړون له مخې تر ۵ زره طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو خوشې کېږي او په بدل کې به‌یې طالبان هم ورسره زر تنه بندیان خوشې کړي.

تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد پر خپل ټویټر لیکلي "د دواړو لورو افغان حکومت او طالبانو له‌خوا د بندیانو د خوشې کولو هرکلی کوم. د دواړو لورو د بندیانو خوشې کول د سولې پروسې لپاره اړین ګام دی."

ښاغلی خلیل‌زاد زیاتوي "دواړه لوري دې د امریکا-طالبانو هوکړه کې ټاکل شویو اهدافو ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي. په زندانونو کې د کرونا ویروس خپرېدل یو رښتینی ګواښ دی او یوازنی لامل کېدای شي ترڅو چټک اقدام وشي."

د افغانستان حکومت وختي د طالب بندیانو د خلاصون پروسه پیل کړې او د دغه هېواد د ملي امنیت شورا په خبره تر یکشنبې پورې‌یې ۳۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.

د افغان حکومت له لوري د خوشې شوې ۱۰۰ کسیزې ډلې درېیمه جوپه
د افغان حکومت له لوري د خوشې شوې ۱۰۰ کسیزې ډلې درېیمه جوپه

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې او په دې اړه د خبرو په برخه کې تر ډېره د سره صلیب نړیوالې کمېټې اسانچاري کړې ده.

یکشنبه هم دې کمېټې ته د طالبانو له‌خوا تازه ازاد شوي بندیان تسلیم شول څو یې افغان حکومت ته وسپاري.

د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) استازولۍ مشر خوان پدرو سایرر (Juan-Pedro Schaerer) د یکشنبې په شپه «۱۳۹۹ کال د وري ۲۴» ټوېټ وکړ چې دوی له طالبانو سره د ۲۰ بندي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوشې کولو اسانچاري وکړه او خوشې شوي کسان د کندهار ولایت مقام ته انتقال شول.

د سره صلیب د استازولۍ مشر زیاته کړې چې دې کمېټې د بندیانو د انتقال او کورونو ته د هغوی د خوندي رسېدو په برخه کې د یوه بې‌پرې منځګړي په توګه عمل وکړ او په راتلونکي کې هم د جګړې د ښکېلو خواوو په غوښتنه دې کار ته چمتو ده.

د سولې په چارو کې د افغانستان دولت وزارت ستر سلاکار عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل چې د بندیانو ازادي به د بین‌الافغاني خبرو پیل ته لار هواره کړي.

هغه زیاته کړه: "واقعاً هم دا یو نېک اقدام دی. طالبانو ویلي چې موږ د ښه نیت په خاطر دا ۲۰ تنه افغان بندیان یعنې افغان سرتېري خوشې کړي د سره صلیب په توسط باندې. د افغانستان له لوري هم بندیان ازادېږي هره ورځ. همدا لړۍ کولای شي چې بالاخره موږ بین‌الافغاني مذاکراتو ته نږدې کړي. موږ افغانان یو باید د دغسې اقداماتو څخه ډډه ونه‌کړو نور هم دې ته وده ورکړو. که د بندیانو تبادله وي یا اوربند وي دا ټول مسایل موږ خبرو ته نږدې کوي او بالاخره اوسنی جنګ د خبرو له لارې حل کېږي."

د سولې په چارو کې د افغانستان دولت د وزارت ستر سلاکار عزیزالله فضلي
د سولې په چارو کې د افغانستان دولت د وزارت ستر سلاکار عزیزالله فضلي

ښاغلي فضلي وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر خپله وسه هڅه کړې چې د بندیانو د تبادلې په پروګرام کې اغېزمن رول ولوبوي څو بین‌الافغاني خبرې ژر پيل شي.

طالبانو ۲۰ تنه افغان بندیان د یکشنبې په ورځ مازیګر مهال د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې چې د پاکستان له بلوچستان ایالت سره اوږده پوله لري د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته سپارلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل چې دوی ورسره د بندیانو له ډلې ۲۰ تنه د ښه نیت په خاطر خوشې کړل او چمتو دي راتلونکي کې دې پروسې ته دوام ورکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

هغه وویل: "په عموم کې د بندیانو خوشې کول دا ښه قدم دی دا ښه کار دی، نو به همدې اساس باندې موږ هم دا یو قدم پورته کړ او د حسن نیت په خاطر مو دا ۲۰ تنه بندیان چې موږ سره و د کابل د ادارې (افغان حکومت) موږ خوشې کړل او په اینده کې به هم وخت په وخت باندې داسې اقدامات کوو."

ښاغلي شاهین وویل طالبان له امریکا سره د موافقې په اساس د خپلو پنځه زره بندیانو خلاصون غواړي هغه څه چې له ژمنې سره سم په وخت ونه‌شول.

افغان حکومت بیا وايي چې دوی د ولسمشر اشرف غني په امر په تدریجي شکل طالب بندیان خوشې کوي او په یو وار د تر پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول نه‌دی ممکن.

د افغان حکومت له لوري خوشې شوي طالب بندیان
د افغان حکومت له لوري خوشې شوي طالب بندیان

حکومت وايي چې د بندیانو خلاصون باید د سولې د مذاکراتو یوه برخه وي او طالبانو ته په‌کار ده چې په دې اړه له خپل لوري کوټلي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG