د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو لړۍ؛ ۱۰۰ نور بندیان هم خوشې شول


د طالبانو د خوشې شویو بندیانو درېیمه ۱۰۰ کسیزه جوپه
د طالبانو د خوشې شویو بندیانو درېیمه ۱۰۰ کسیزه جوپه

افغان حکومت د شنبې په ورځ ناوخته د طالب بندیانو ۱۰۰ نور بندیان هم خوشي کړل.

له دې سره د طالبانو د خوشې شویو بندیانو شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېد.

د افغانستان ملي امنیت شورا په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دا اقدام‌یې د سولې او کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي په خاطر کړی دی.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۴» ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دا بندیان د دوی د تثبیت او تشخیص پرته خوشې شوي دي.

ښاغلي شاهین ټېنګار وکړ چې طالب بندیان دې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ له کوم شرط پرته ټول یوځای له زندانونو خوشې شي.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین

سهیل شاهین وویل: "موږ غواړو چې د سولې پروسه د هوکړې پر بنسټ مخ ته لاړه شي، ځکه چې دا پروسه په همدې ډول پیل شوي ده، د بندیانو په خوشې کېدو کې ځنډ رامنځته شو چې لا هم دا ځنډ روان دی، زموږ له لوري دا بندیان پرته له کوم تشخیص او تثبیت څخه خوشې کېږي، بندیان د فرمان له مخې نه، بلکې د هوکړې پر بنسټ باید خوشې شي."

ښاغلي شاهین تازه په خپلې ټویټرپاڼه لیکلي، دوی به نن یکشنبه کندهار ولایت کې له دوی سره د بندي زرو افغان امنیتي ځواکونو له ډلې ۲۰ تنه د سره صلیب ادارې ته وسپاري.

له دې وړاندې د هغو پنځه زره طالب زندانیانو له ډلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ‌یې پر خوشې کېدو هوکړه شوې، د افغانستان امنیت شورا له‌خوا ۲۰۰ تېره اوونۍ خوشې شول.

اوس پوښتنه دا ده چې د افغان حکومت له‌خوا د طالب بندیانو خوشې کېدل او د طالبانو له‌خوا د دې بهېر نه‌منل به څه پایلې ولري؟

تېره ورځ د افغانستان ملي امنیت پخواني مشر رحمت‌الله نبیل هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، مالي خان چې بګرام کې بندي و، له خوشې کېدو وروسته بېرته پاکستان ته ستون شوی او له طالبانو سره‌یې لوجستیکي برخه کې یو ځل بیا خپل کار پیل کړی دی.

تېر کال د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید په مشروط ډول له بند خوشې شول.

د افغانستان حکومت هغه وخت وویل چې د دوی خوشې کول باید د تاوتریخوالو پر کموالي مستقیم تأثیر ولري.

د افغانستان امینت شورا بیا د طالب بندیانو د تازه خوشې کېدو په هکله وایي چې دوی‌یې د هغه لېست پر بنسټ خوشې کوي چې د طالبانو د درې کسیز پلاوي له‌خوا دوی ته سپارل شوی دی.

د افغانستان د امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو ته وویل: "د طالب بندیانو خوشې کېدل د هغه لېست په اساس کېږي چې د طالبانو تخنیکي پلاوي موږ ته سپارلی دی، دا چې اوس طالبان څه وایي په دوی پورې اړه لري موږ خپل مسؤلیت ترسره کړی دی."

قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې د خنډ لوی لامل د افغان حکومت له‌خوا د طالب بندیانو نه‌خوشې کېدل ګڼل کېده.

د دغه هوکړې پر بنسټ د بین‌الافغاني خبرو تر پیل وړاندې باید د افغانستان په زندانونو کې د طالبانو پنځه زره بندیان ټول خوشې شي.

له بنده خلاص شوي بندیان
له بنده خلاص شوي بندیان

دغه‌شان د طالبانو له زندانونو څخه هم باید ۱۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه چې له دوی سره بندیان دي، خوشې شي.

له دې وړاندې د طالبانو درې کسیز پلاوی د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو په موخه کابل ته راغلی و تر څو د بندیانو د خوشې کولو په پروسې افغان حکومت سره خبرې وکړي، خو دا پلاوی له څو ورځو خبرو وروسته بېرته د طالبانو له‌خوا وغوښتل شول.

راپور: ډېوه نادر

XS
SM
MD
LG