د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

خلیل‌زاد: د بندیانو د تبادلې بهیر دې نور هم چټک شي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا د بندیانو له تبادلې هرکلی کړی، خو وايي، دا بهیر باید نور هم چټک شي.

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د یوه او بل د زندانیانو له تبادلې وروسته، تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانکړي استازي زلمي خلیل‌زاد د دې کار هرکلی کوي.

زلمي خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا د زندانیانو له ازادېدو هرکلی کوي، د زندانیانو ازادي د سولې او تاوتریخوالي د کمېدو په برخه کې مهم ګام دی."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو دا لوړ پوړی چارواکی زیاتوي، امریکا په دې باور ده چې دواړه لوري باید د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې اړوند ځانګړو شویو موخو ته د رسېدو لپاره خپله هڅې چټکې کړي.

خلیل‌زاد همدا ډول په زندانانو کې د کرونا ویروس یو واقعي ګواښ بللی چې په خبره یې، له همدې کبله باید ژر د بندیانو د ازادي په برخه کې چټک ګامونه پورته شي.

بل‌خوا بیا د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ، تر اوسه د افغانستان له زندانونو ۳۶۱ طالب بندیان ازادي کړي دي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ولسمشر د فرمان پر بنسټ، به دا بهیر دوام وکړي او د سولې، جګړې پای او د کرونا وایروس سره د مبارزې په موخه به ۱۵۰۰بندیان خوشې شي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل

افغان حکومت پرون د طالبانو یوه بله ډله زندانیان هم ازاد کړل او طالبانو هم په لومړي ځل د افغان حکومت شل تنه بندیان خوشې کړل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، خوشې شوي ټول نظامي کسان دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

هغه زیاته کړه: "دا کسان په مختلفو کسانو او مختلفو سیمو کې نیول شوي وو، په دوی کې افسران، عسکر، پولیس او محلي پولیس شامل دي."

بل‌خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دا بهیر هغه ډول چې په کار و، مخ‌ته نه دی تللی.

مجاهد وايي، د دوی د زندانیانو بهیر په یوه او بله پلمه ځنډول کېږي او له همدې کبله دوی خپل تخنیکي ډله له کابل بېرته ور وغوښته.

خو یو شمېر پخواني طالب چارواکي وايي، د طالبانو له‌خوا د افغان حکومت د بندیانو ازادي ښيي چې دواړه لوري پر یو بل د باور جوړېدو ته نږدې شوي دي.

پخوانی طالب چارواکی او د ژغورنې لار شورا مشر سید اکبر اغا ازادي راډیو سره مرکه کې وویل، اوس په کار ده چې دا بهیر چټک شي.

هغه زیاتوي: "که د دواړو لوریو ترمنځ د توافق په صورت کې دا کار شوی وای، هاغه مهال سل پر سله بین الافغاني مذاکراتو ته ژر لار هواره شوې وای، اوس دا خبره ډېره کرار روانه ده او په دې برخه کې دا اندېښنه هم شته چې یو شمېر کسان شاید منفي تبلیغات وکړي او ناوړه پایلې ولري."

امریکا داسې مهال د افغان حکومت او طالبانو څخه د بندیانو د خلاصون بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې چې تازه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند په یوه اعلامیه کې پر امریکا نیوکه کړې چې ولې یې پر افغان حکومت فشار نه دی راوستی، څو د دوی بندیان هم له بنده ازاد کړي.

له دې وړاندې هم ګلبدین حکمتیار د افغانستان له حکومت غوښتي چې له دوی سره د سولې د شوي تړون پر بنسټ، د افغانستان په زندانانونو کې د حزب اسلامي بندیان ازاد کړي.

خو د افغانستان حکومت بیا ویلي د حزب اسلامي یو شمېر زندانیان یې خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG