د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

هاچیسن: د افغانستان جګړه دې له ډیپلوماټیکو لارو ختمه شي


په ناټو سازمان کې د امریکا سفیره بیلي هاچیسن
په ناټو سازمان کې د امریکا سفیره بیلي هاچیسن

په ناټو سازمان کې د امریکا سفیرې یو ځل بیا د ډیپلوماټیکو لارو د افغانستان د جګړې پر ختمېدا ټینګار کړی او دا یې د سولې لپاره تر ټولو غوره لار بللې ده.

بیلي هاچیسن نن شنبه د اپریل یوولسمه پر خپله ټویټر پاڼه په یوه ویډیویې پیغام کې دا خبره کړې ده.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو اوونیو کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې هیلې ډېرې شوي دي، یوې امریکایۍ لوړپوړې چارواکې یو ځل بیا د افغانستان حکومت او خلکو ته ډاډ ورکړ چې په دې حساس وخت کې یې یوازې نه پرېږدي.

په ناټو سازمان کې د امریکا سفیرې بیلي هاچیسن د شنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه یو ویډیویې پیغام خپور کړی چې پکي له ډیپلوماټیکو لارو د جګړو پر ختمېدو ټینګار شوی دی.

مېرمن هاچیسن وویل: "د ناټو د ټولو ديرشو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیران په پرله پسې ډول سره ګوري او د افغانستان سولي ته د رسيدو پر لارو چارو بحثونه کوي، موږ یو ځل بیا وایو چې د افغانانو ترمنځ د ډیپلوماټیکو لارو روغې جوړې ته رسېدل تر ټولو غوره لار ده چې روانه جګړه ختمه کړي."

دغې امریکایۍ چارواکې په همدې حال کې د افغان حکومت لخوا د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټاکل شوی پلاوی یو بشپړ ټیم وباله او ملاتړ یې وښود.

نوموړې تر دې وړاندې هم د یاد پلاوي په اړه ورته څرګندونې کړې وې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني سولې ته درسېدو د هڅو په لړ کې د تېرې مارچ میاشتې پر ۱۱ مه یو فرمان ورکړ چې له مخې به یې ۱۵۰۰ طالب بندیان د پنځلسو ورځو په ترڅ کې او له طالبانو سره د خبرو پر مهال خوشې کېږي او پر نورو به د بین لافغاني خبرو پر مهال بحث کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د هغې موافقې له مخې چې د امریکا متحده ایاتو او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ په قطر کې د فبرورۍ پر ۲۹ لاسلیک شو، موافقه شوې وه چې افغان حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان به ۱۰۰۰ افغان ځواکونه راخوشې کوي او بیا به د دواړو لورو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیلېږي.

د افغانستان حکومت تېره چهارشنبه او پنجشنبه دوه پرله پسې ورځې سولې ته د رسېدو د ښه نیت لپاره هر ورځ سل سل تنه طالب بندیان خوشې کړل او ویې ویل چې دا هغه بندیان و چې د طالبانو لخوا په ورسپارل شوي لېست کې شامل وو ، خو طالبان له دې اقدامه ناخوښ دي او وایي دا کسان د دوی په لېست کې شامل نه وو.

په ناتو سازمان کې د امریکا سفیرې په تازه ټویټ کې ویلي څلویښت کاله تاوتریخوالي په افغانستان کې د بېلابېلو اړخونو ترمنځ بې باوري ډېره کړې ده.

مېرمن هاتچیسن د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره ټول اړین ګامونه واخلي.

هغې زیاته کړه: "اوس یې وخت رارسېدلی هغه اړخونه چې په جګړو کې ښکېل دي، دواړه هم حکومت او هم طالبان هر هغه اړین ګام واخلی چې د سولي لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي، هغه سوله چې ټول افغانان یې وړ دي."

مېرمن هاچیسن زیاته کړه افغانستان باید هیڅکله د تروریستانو لپاره په پناه ځای بدل نه شي چې د امریکا او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ رامنځته کړي.

نوموړي د ناټو متحدینو د همکارۍ او ګډ مسئولیت ستاینه وکړه او وې ویل چې دغو متحدینو په ګډه چارې سمبال کړي او هرکله چې په افغانستان کې شرایط سم شي نو په ګډه به له دې ځایه ووځي.

XS
SM
MD
LG