د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

اروپایي ټولنه: د دې وخت راغلی چې ټوله نړۍ کې په اوربند هوکړه وشي


د اروپايي ټولنې د بهرني سیاسي مسئول جوزیف بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاسي مسئول جوزیف بوریل

اروپايي ټولنه وايي، وخت راغلی چې په ټوله نړۍ کې پر اوربند هوکړه وشي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم په نړۍ کې پر اوربند ټينګار کړی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاسي مسئول جوزیف بوریل پرون د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ګوتریش د دې غوښتنې کلک ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې کرونا ویروس یوه بې سارې ننګونه یاده شوې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي، د دې ننګونې پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال یووالي، همکاري او زړه سوي ته اړتیا ده.

د دې ټولنې د بهرني سیاست مسئول جوزیف بوریل پرون د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، په ټوله نړۍ کې باید پر اوربند توافق وشي.

د بوریل په وینا، هغه ډلې چې ملګرو ملتونو تروريستي اعلان کړي، باید اجازه ونلري چې له اوربنده ګټه پورته کړي.

ده د نړۍ په هره برخه کې په جګړه کې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې د جګړې ستونزې ته د سیاسي حل راایستلو په هڅو کې برخه واخلي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې په ځانګړې توګه افغانستان یا نورو هېوادونو ته اشاره نه ده شوې.

په همدې حال کې افغان حکومت هم له سخت دريځو غوښتي چې وسلې پر مځکه کېږدي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د وژونکي کرونا ویروس جدي ګواښ د حکومت تمرکز د دې ویروس پر وړاندي مبارزې ته اړولی دی.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

هغه زیاته کړه: "د ټولو افغانانو او معتبرو نړیوالو ادارو دا غوښتنه ده چې طالبان له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي چې روغتیايي ادارې ورکړای شي د دې وژونکي ویروس پر وړاندي په ټول افغانستان کې مبارزه وکړي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي خو له بده مرغه د طالبانو په اراده کې تر اوسه هېڅ تغییر نه دی راغلی."

ناټو چې د افغانستان له مهمو متحدانو دی، هم ټينګار کوي چې باید په دې هېواد کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د سولې ټينګولو لپاره باید له شته فرصته استفاده وشي.

ده د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "د ناټو هدف په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره شرایط برابرول دی. نو باید په کلکه په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ وکړو."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې اسوشیېټډ پریس خبري اژانس ته ویلي، د دې ډلې تر کنترول لاندي سیمو ته د کرونا ویروس د خپرېدو په صورت کې به په هغه ځای کې جګړه ودروي.

تر اوسه په افغانستان کې ۲۷۴ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

۶ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي.

د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په امریکا کې ثبت شوي چې شمېر يې دوه لکه او اته پنځوس زره کسانو ته رسېږي.

د ورلډومیټر د انټرنېټي پاڼې د معلوماتو له مخې تر اوسه په دې هېواد کې تر ۶۵۰۰ زیات کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې د کرونا ویروس پر ضد د اغېزناکې مبارزې لپاره باید په ټوله نړۍ کې اوربند اعلان شي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG