د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

د ملګرو ملتونو سرمنشي: په ټوله نړۍ کې دې سملاسي اوربند وشي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په نړۍ کې د جګړې د شدت او بې‌وزله خلکو ته‌یې د زیان له کبله د سملاسي اوربند غوښتنه کړې.

په نړۍ کې په شدت سره د کرونا ویروس خپرېدو او تر خوا یې د جګړو زیاتوالي، ملګري ملتونه په سملاسي ډول د اوربند غوښتو ته اړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، په ټوله نړۍ کې وسله‌والې نښتې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.

ښاغلي ګوترش د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۵» په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د دې جګړو زیان د ټولنې تر ټولو زیانمن قشر ته رسېږي او له همدې کبله د سملاسي اوربند غوښتنه کوم."

د ملګرو ملتونو سرمنشي په ډېره چټکتیا د کرونا ویروس خپرېدو ته اشاره کړې او لیکي: "کرونا ویروس ملیت، قومیت، جناح یا هم ایمان ته اهمیت نه‌ورکوي، بلکې په ټولو برید کوي."

ملګري ملتونه داسې مهال په ټوله نړۍ کې د سملاسي اوربند غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک سره سره هم جګړه پای ته نه‌ده رسېدلې.

په وروستیو دوه اوونیو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو په بریدونو او برعکس پر طالبانو د افغان ځواکونو په بریدونو کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تازه ولسمشر محمد اشرف غني هم پر طالبانو غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند وکړي.

ولسمشر ملت ته په خپل پیغام کې طالبانو ته خبرداری ورکړ، که اوربند ونه‌کړي د ټولو بدو پایلو مسؤلیت به‌یې پر غاړه وي.

هغه زیاته کړه: "زه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم چې د دیني عالمانو غږ ته لبیک ووايي او د کرونا مصیبت څخه د خلکو د ژغورنې په خاطر پر اوربند موافقه وکړي، که فاجعه پېښه شي، نو خدای او ملت شاهد دي چې مسؤلیت به‌یې د طالبانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو په غاړه وي."

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، د اوربند په اړه غوښتنه او په دې اړه پرېکړه له وخته مخکې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په روان وضعیت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له غوښتنې هرکلی کوي.

د دې کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي.

شکر الله مشکور
شکر الله مشکور

هغه وویل: "د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون تل د جګړې په دواړو لورو غږ کړی چې جنګ د بشر حقونو د نقض یو عامل دی، همدا ډول په داسې حساس وضعیت کې چې له یوې خوا په نړۍ کې کرونا ویروس او له بلې خوا جنګونه دي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي دا غوښتنه چې اوربند دې وشي، موږ یې هرکلی کوو او د جګړې له ښکېلو لورو غواړو چې اوربند ته غاړه کېږدي."

ملګري ملتونه داسې مهال په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کوي چې د افغانستان د حکومت بېلابېلو چارواکو هم د کرونا ویروس د خپرېدو له شدت سره سم، له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي.

د افغانستان حکومت وايي، اوربند به زمینه برابره کړي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پراخه مبارزه وشي او تر خوا به‌یې د سولې خبرې هم په ښه ډول مخ ته ولاړې شي.

XS
SM
MD
LG