د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

د ولسمشر غني او پومپیو لیدنه؛ سوله، سیاسي او امنیتي وضعیت د بحث موضوعات وو


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو لیدنه.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو لیدنه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر لیکلي چې دې لیدنه کې دواړو د سولې پر بهیر، په دې هکله پر نورو ګامونو، د افغان سولې لپاره پر سیمه‌ییزه اجماع او همدارنګه په هېواد کې پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ګډون درلود.

دغه‌راز ښاغلي پومپیو له عبدالله عبدالله سره چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی هم ولیدل.

عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي "د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي مایک پومپیو سره مې په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. په دې لیدنه کې مو د سولې پروسې پر اهمیت او د افغانانو ترمنځ د سیاسي بحران د حل پر اړتیا بحث او د نظرونو تبادله وکړه."

د عبدالله عبدالله د دفتر رئیس عبدالقهار عابد بیا ازادي راډیو ته ویلی چې د ښاغلي پومپیو، غني او عبدالله ترمنځ ګده ناسته هم شوې، خو بې‌نتیجې پای ته رسېدلې ده.

د نوموړي په خبره په ناسته کې د عبدالله عبدالله له‌خوا د حکومت د جوړښت د بدلون خبره مطرح شوې، خو ولسمشر غني نه‌ده منلې.

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

عبدالله عبدالله او مایک پومپیو
عبدالله عبدالله او مایک پومپیو

ښاغلی ​پومپیو په یوه نا اعلان شوي سفر د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۴» له غرمې مخکې کابل ته رارسېدلی دی.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس لیکي، کابل ته د ښاغلي پومپیو د سفر اصلي هدف د افغانستان د سولې په اړه د روانو خبرو چټکتیا ده.

داسې راپورونه هم شته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په افغانستان کې د قدرت په سر د روان سیاسي کړکېچ د حل په هدف ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره خبرې وکړي، هغه موضوع چې د سولې په پروسې یې هم اغېز کړی دی.

مایک پومپیو داسې مهال کابل ته راځي چې پرون د لومړي ځل لپاره د افغانستان په استازولۍ د سولې لومړنۍ تماس ډلې او طالبانو د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۴» ازادي راډیو ته وویل، په دې وېډیويي کنفرانس کې چې نږدې دوه نیم ساعته‌یې دوام وکړ، پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د تماس لومړي ګروپ پرون د امریکا او قطر استازو په حضور کې د طالبانو له استازو سره د وېډیو له لارې خبرې وکړې، په دې خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمښت، د مخامخ خبرو پر پیل، یو دایمي او پراخ اوربند او هغو تخنیکي اقداماتو باندې خبرې وشوې چې کولای شي د بندیانو خلاصون ته زمینه برابره کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې وزارت‌یې خپلو ټولو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر له سفر کولو ډډه وکړي.

نوموړي مخکې له دې خپل دوه بهرني سفرونه لغوه کړي وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له دې وېډیويي کنفرانس وروسته، په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دوو ساعتونه نه زیات تخنیکي بحث خورا مهم، جدي او مفصل و.

ښاغلي خلیل‌زاد زیاته کړې، "ټولو غاړو په زور زیاتي کې د کمښت، بین‌الافغاني مذاکراتو او هر اړخیز او تل‌پاتي اوربند لپاره خپله کلکه ژمنتیا وښوده او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خلاصون په اړه لومړنۍ تخنیکي خبرې تسهیل کړې."

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا دا خبرې اترې د سولې د پرمختګ په برخه کې مهمې بولي.

د دې شورا مرستیال محمد امین وقاد ازادي راډیو ته وویل، په دې خبرو کې د زندانیانو تبادلې ترڅنګ د مخامخ خبرو په پیل هم بحث شوی دی.

د سولې عالي شورا مرستیال محمد امین وقاد
د سولې عالي شورا مرستیال محمد امین وقاد

نوموړي وویل: "په دې کنفرانس کې دا هم ویل شوي دي چې د اورکم مسئله او یا هم د ستونزې حل ته د لار موندلو لپاره جریان به په بین‌الافغاني مذاکراتو کې پرې بحث کېږي. معنی دا ده چې په بین‌الافغاني مذاکراتو دواړو لورو هوکړه کړې ده."

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې وېډیويي کنفرانس کې یوازې د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې شوې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ویلي، د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر به یو شمېر بندیان له بنده ازاد شي، خو په دې اړه‌یې نور تفصیل نه‌دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG