د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

طالبان به د کرونا ویروس مخنیوي لپاره له جګړې لاس واخلي؟


ارشیف، په ننګرهار کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، په ننګرهار کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳۹ ته لوړې شوې دي.

دغه وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴ ویلی دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله اندېښنې ورځ په ورځ زیاتېږي، نړیوال سازمانونه په دې هېواد کې د سیاسي اختلافونو حل او د جګړې بندېدل حتمي ګڼي او خبرداری ورکوي چې دلته انساني ناورین پېښېدلائ شي.

  • خو ایا وسله‌وال طالبان به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له جګړې لاس واخلي؟

د افغانستان حکومت وايي، داسې نه‌برېښي چې وسله‌وال طالبان د جګړې د بندولو نیت ولري.

د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د اپرېل ۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې ټول افغانان او د افغانستان حکومت غواړي چې طالبان ژر تر ژره له جګړې لاس واخلي ترڅو له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره روغتیايي ډلې ټول افغانستان ته ورسېږي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

خو مینه‌پال وایي، د طالبانو له لوري داسې نه‌معلومېږي چې هغوی د جګړې په اړه فکر بدل کړی وي.

دوا خان مینه‌پال وویل: "بې له شکه د کرونا ویروس خطر جدي دی، د افغانستان حکومت له دې کبله د دې وژونکې ناروغۍ پر ضد په مبارزه متمرکز دی، ځکه د ټولو افغانانو او زموږ له نړیوالو معتبرو سازمانونو توقع همدا ده چې طالبان له جګړې لاس واخلي، څو حکومت په ټول افغانستان کې بېړني خدمات ورسوي، خو متأسفانه د طالبانو په اراده او جګړه کې تغییر نه‌دی محسوس شوی."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې دوشنبې په ورځ پر افغانستان په خبرو کې پر حکومت او وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې له نړیوالو خیریه سازمانونو او ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي او د دې لپاره موقع برابره کړي چې په لیرې پرتو سیمو کې افغانانو ته بېړنۍ مرستې ورسېږي.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان هم په خپل وروستي بیان کې په افغانستان کې له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې خپل سیاسي اختلافات یوې خوا ته کړي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د افغانانو د وضعیت خرابتیا ته پام وکړي.

د دې سازمان د اسیا د چارو مرستیال مشرې پتریشیا ګاسمن وویل چې که په افغانستان کې مرستندویه ډلې په بېړني ډول د خپل کار ساحه پراخه نه‌کړي، په دې هېواد کې یوه انساني فاجعه پېښېدلائ شي.

پتریشیا ګاسمن
پتریشیا ګاسمن

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم پرون په بلجیم کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې وضعیت ډېر نازک دی.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون د اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي چې که د هغوی تر لاس لاندې سیمو کې د کرونا ویروس خپور شي، په هغو سیمو کې به جګړه بنده کړي.

د اسوشیټد پرس خبري اژانس په راپور کې دا هم لیکل شوي چې وسله‌والو طالبانو روغتیايي ډلو ته ډاډ ورکړی چې د هغوی په سیمو کې فعالیت کولائ شي.

اسوشیټد پرس د وسله‌والو طالبانو له لوري په انګلیسي ژبه وېډیویي پیغام ته هم اشاره کړې چې ادعا کوي چې د وسله‌والو طالبانو د روغتیا کمېسون په کندز کې له کرونا ویروس سره د مبارزې ډله جوړه کړې چې کور په کور ګرځي او خلکو ته معلومات ورکوي.

په وېډیو کې همداراز ویل شوي چې د قرنطین مرکز یې هم جوړ کړی او هغه خلک به چې له نورو سیمو ورځي د کرونا ویروس لپاره معاینه کوي، ماسکونه به وروېشي.

خو د افغانستان حکومت یا کومې نړیوالې بې‌طرفه ادارې دا معلومات نه‌دي تأیید کړي.

په افغانستان کې د اندېښنې یوه اساسي مسئله هغه افغان کډوال دي چې هره ورځ جوپه جوپه له ایرانه راستنېږي.

له ایران یو شمېر راستنېدونکي کډوال
له ایران یو شمېر راستنېدونکي کډوال

ایران د نړۍ په کچه د کرونا ویروس له امله له سختو ځپل شویو هېوادونو دی.

له دې امله، په افغانستان کې د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په هرات کې ثبت شوې دي.

د هرات والي له ګارډین ورځپاڼې سره په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې ښايي تر نیمايي زیات هغه افغانان چې له ایران ستنېږي، د کرونا ویروس ولري.

XS
SM
MD
LG