د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د کرونا ویروس مخنیوی د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو نننۍ غونډې اجنډا ده


د ناټو نښه
د ناټو نښه

د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو په وړاندې د خپلو هېوادونو پر لارو چارو خبرې وکړي.

دوی به نن پنجشنبه «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۲» له دې سره په یو وخت پر دې ټینګار وکړي چې د دې تړون غړي د هر ګواښ په وړاندې دفاع ته چمتو دي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د وېډیو کنفرانس له لارې وي.

دا به د ناټو تړون په ۷۰ کلن تاریخ کې لومړی ځل وي چې د وېډیو له لارې کنفرانس دایروي.

د وېډیو له لارې په دې خاطر خبرې کوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله پر سفر بندیز لګول شوی او د دې لپاره چې کرونا ویروس خپور نه‌شي سپارښتنه شوې چې انسانان دې په یوه ځای کې نه سره راټولېږي.

د ناټو د ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په خپل منځ کې د کرونا ویروس په وړاندې د خپلو هلو ځلو د لا همغږولو پر لارو غور وکړي او د ناټو د غړو پر دې عزم به تأکید کوي چې د هر ډول یرغل ځواب ویلو ته تیار دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون وویل: "زموږ لومړنی هدف دا دی چې یقیني کړو؛ روغتیايي بحران پر امنیتي بحران نه‌بدلېږي."

ناټو له وړاندې د ایټالیا او اسپانیا په شان خپلو هغو غړو ته چې کرونا ویروس بد ځپلي دي، مرستې کړي او د دې تړون د غړو هېوادونو ملي پوځونه له دې بحران سره د مقابلې لپاره د خپلو هېوادوالو سره مرسته کوي.

په عین وخت کې د ناټو غړي اندېښنه لري چې دښمنان به‌یې له رامنځته شوي وضعیت څخه ګټه واخلي او په داسې حال کې چې د ناټو غړي له کرونا سره پر مبارزې بوخت دي دښمنان به‌یې خصمانه فعالیتونه وکړي.

د ناټو تړون په دې کار کوي چې د کرونا ویروس د وبا په اړه د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د ناسمو معلوماتو د خپرېدو په اړه ډېر کتونکي روسیې او چین ته ګوته نیسي.

د ناټو سرمنشي وايي، دا تړون د خپلو پولو او هوايي قلمرو ګزمې ته دوام ورکوي او خپل مأموریت او عملیات جاري ساتي. ده همداراز وویل چې د روسیې د پوځي فعالیتونو زیاتېدا وښوده چې ناټو ته په‌کار ده د کرونا ویروس د بحران په ترڅ کې ځیر او تیار واوسي.

سټولټنبرګ زیاته کړه: "د روسیې په لوېدیځو پوځي سیمو کې نویو تمرینونو ته په کتو موږ د ناټو پولو ته نږدې پراخ پوځي فعالیتونه وینو او موږ په شمالي سمندرګي کې د روسانو پراخ حضور وینو."

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به همداراز په عراق کې د تړون د اړوندو فعالیتونو په اړه پرېکړې وکړي او دغه‌راز به د افغانستان پر انکشافاتو تمرکز وکړي.​

په قطر کې د هوکړې لاسلیک

د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې له موافقې وروسته بین‌الافغاني خبرې لا پیل شوې نه‌دي حال دا چې د افغانانو ترمنځ خبرې د دې موافقې برخه دي.

د افغانستان حکومت له طالبانو سره مرکچي پلاوی اعلان کړی، خو طالبانو له دې سره سره د افغانستان پلاوی رد کړی چې نړیوالې ټولنې او په افغانستان کې مطرح خواوو د دې پلاوي د اعلان هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG