د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

افغانستان

د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د چین مرستې کابل ته راورسېدې

کابل ته د چین رارسېدلې مرسته
کابل ته د چین رارسېدلې مرسته

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د چین هېواد مرستې نن کابل ته ورسېدې.

د چین سفیر وانګ‌هو د افغانستان د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په حضور کې د دغو مرستو د تسلیمي پر مهال وویل چې چین د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د کرونا ویروس د مبارزې تجربې شریکې کړې دي.

هغه وویل نننۍ مرسته شوي وسایل به د کرونا ویروس د مخنیوي په لارو چارو کې مؤثرې تمامې شي.

د چین په دې مرستو شویو موادو کې ماسکونه، د تنفس دستګاوې او د ډاکترانو لپاره محافظتي لباسونه شامل دي.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش نن وویل چې د چین هېواد دا مرسته شوي مواد به په شفافه توګه ووېشل شي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳۹ ته رسېدلي دي.

دا پېښې داسې وخت زیاتې شوې چې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار تأیید کړه چې تازه په هرات کې د چهارشنبې په ورځ څه باندې ۴۰ نور کسان په کرونا اخته شول.

تر اوسه په افغانستان کې کرونا ویروس ۴ کسان مړه کړي هم دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په فراه کې د سیلونو له کبله د مړه شویو کسانو شمیر ۷۲ تنو ته رسیدلی دی

وروستیو سیلابونو د افغانستان جنوبي ولایتونو د نورو سیمو پرتله ډیر ځپلي دي
وروستیو سیلابونو د افغانستان جنوبي ولایتونو د نورو سیمو پرتله ډیر ځپلي دي

په فراه ولایت کې د سیلونو له کبله د مړه شویو کسانو شمیر ۷۲ تنو ته رسیدلی دی.

د طالبانو په واک باختر خبري اژانس پرون شنبې د (کب۱۱مه) د فراه ولایت له پېښو د مبارزې ریاست د مشر مولوي اسراییل سیار په حواله ویلي،" په وروستیو سیلابونو کې ۷۲کسان مړه شوي او ډیر مالي تاوانونه خلکو ته اوښتي دي".

د سیار په ټکو، دغو سیلابونو نژدې دوه نیم زره کورونه، څه باندې پنځوس دوکانونه او نژدې ۳زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

بل پلو، د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند د هوا پیژندنې ریاست نن د افغانستان په ۲۹ولایتونو کې د واورې او باران د وریدو اټکل کړی دی.

د وروستیو ورښتونو له کبله د افغانستان په یو شمیر ولایتونو په ځانګړې توګه په فراه، هلمند، کندهار او نیمروز کې سیلونه راوتلي چې د ځاني تاوانونو سربیره یې، خلکو ته پراخ مالي زیانمونه رسولي دي.

د تورخم دروازې د بیرته پرانستو په اړه د طالبانو او پاکستاني چاوراکو مذاکرات بې نتیجې شوي دي

د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

د تورخم دروازې د بیرته پرانستو په اړه د طالبانو او پاکستاني چارواکو مذاکرات بې نتیجې پای ته رسیدلي دي.

د دې دروازې یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودل په شرط نن یکشنبې د (مارچ۲مه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، " له سهار راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ د دروازې د خلاصون په اړه مذاکرات روان وو، چې بې نتیجې پای ته ورسیدل".

بل پلو، په دې دروازه کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت د مذاکراتو د بې پایلې پای ته رسیدو د تاییدۍ سربیره وايي، په مذاکراتو کې يې له پاکستاني لورې غوښتي چې سیاست او سوداګریزې راکړې ورکړې سره بیلې کړي، څو د لارې د بندیدو له کبله د دواړو خواوو سوداګر او عام خلک زیانمن نشي.

د فبرورۍ په ۲۱مه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د مورچلو د جوړولو پر سر له شخړې وروسته، د تورخم دروازه د سوداګریزو مالونو سربیره د ناروغانو او مسافرو پرمخ وتړل شوه.

د دې لارې له تړل کیدو وروسته دواړو خواوو ته څه باندې ۴زره له مالونو ډک لارۍ د اوښتو په تمه دی.

پاکستان ته د تګ په تمه ناروغان او مسافر د ننګرهار ولایت په هوټلونو کې دیره شوي او د خوارک او څښاک له نه شتون شکایت کوي.

د بشري حقونو بنسټونه: پاکستان دې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغان کډوال له دې هېواده نه باسي

په پاکستان کې میشت افغان کډوال وايي وخت ناوخت د پولیسو له خوا ځورول او نیول کیږي، د دوی په ټکو که څه هم قانوني اسنادي لري خو پولیس يې نیسي او د پیسو په بدل کې يې بیرته خوشي کوي، خو پولیس دا موضوع ردوي او وايي، دوی هغه کډوال نیسي چې په دې هېواد کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه لري
په پاکستان کې میشت افغان کډوال وايي وخت ناوخت د پولیسو له خوا ځورول او نیول کیږي، د دوی په ټکو که څه هم قانوني اسنادي لري خو پولیس يې نیسي او د پیسو په بدل کې يې بیرته خوشي کوي، خو پولیس دا موضوع ردوي او وايي، دوی هغه کډوال نیسي چې په دې هېواد کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه لري

د ښځو، د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو او یو شمیر مدني شبکو د پاکستان له حکومته غوښتي چې له ګواښونو سره مخ افغانان دې له دې هېواده نه باسي.

په هغه لیک کې چې د بشري حقونو نژدې څلویښتو بنسټونو نن یکشنبې د (مارچ ۲مه) د پاکستان حکومت ته استولی، غوښتل شوي "هغه افغانان دې بیرته افغانستان ته نه دپیورټ کیږي چې د مرګ له ګواښ سره مخ دي".

په لیک کې راغلي، پاکستان دې هغوو کسانو ته مهلت ورکړي چې افغانستان ته په ستنیدو سره د تاوتریخوالي، تعقیب، سیاسي فشار او نورو جدي ستونزو سره مخ کیږي.

په لیک کې په پاکستان کې د هغوو افغانانو د پاتي کیدو د مهلت د غځیدو غوښتنه هم شوې چې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي.

د پاکستان حکومت تیره میاشت په یو بیان کې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغانانو ته د همدې روانې مارچ میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.

د پاکستان حکومت په وروستیو څو میاشتو کې د افغان کډوالو نیول پیل کړې چې په دې لړ کې ډیر شمیر افغان کډوال يې بیرته افغانستان ته ډپیورټ کړي دي.

ټرمپ: د طالبانو له خوا د امریکايي وسلو رسم ګذشت مې غوسه کوي، په ځواب کې طالبان وايي، دا وسلې جنګي"غنیمت" دي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې جنګي "غنیمت" دی او "ټرمپ دې د افغانستان په اړه خپل معلومات کره کړي".

ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې په هغه مرکه کړي چې نن یکشنبې د (مارچ۲مه) د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلویزیون پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر خپره کړې ده.

مجاهد وړاندې ویلي، "افغانستان به له امریکا د تیرو شلو کلونو د ویجاړۍ حساب وغواړي".

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې په ځلونو ویلي، "په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې او تجهیزات بیرته امریکا ته ستنوي".

د ټرمپ په خبره، "کله چې وینم طالبان د امریکايي وسلو رسم ګذشت ترسره کوي غوسه کیږم".

مجاهد په دې مرکه کې هغه اوازې هم رد کړي چې ګواکې د بګرام په پوځي اډه کې چینايي پوځیان میشت دي.

د مجاهد په ټکو، دا اډه د دوی د ځواکونو په واک کې ده او هیڅ بهرنی سرتیری په کې شتون نه لري.

له یکشنبې تر سه شنبې د واورو اټکل شوی، ممکن سېلونه هم راشي

د اوبو د لوړېدو یوه شېبه
د اوبو د لوړېدو یوه شېبه

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له یکشنبې تر سه شنبې (د کب له ۱۲ تر ۱۴) د افغانستان په ځینو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د زیاتېدو وړاندوینه کړې ده.

دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هوا پېژندنې د ملي او نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو په بنسټ به له یکشنبې تر سه شنبې په افغانستان کې په تېره بیا د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې نسبتاً شدیدې واورې او بارانونه وشي.

همدارنګه د سیندونو د اوبو د لوړېدو او د سیلابونو د راوتلو احتمال هم شوی دی.

د اعلامیې له مخې دا اټکل د پنجشیر، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې تر نورو سیمو زیات متصور دی.

په بیان کې د زیانګالو سیمو له خلکو غوښتل شوي چې رود ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او له خطر سره مخ خلکو ته خبرداری ورکړي.

د اکوړه خټک د دیني مدرسې د مشر جنازه په کلکو امنیتي تدابیرو کې خاورو ته وسپارل شوه

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

د حقانیه دارالعلوم یا د اکوړه خټک دیني مدرسې د وژل شوي مشر حامد الحق د جنازې لمونځ نن د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شو.

اسوشیتد پریس اژانس راپور ورکړ چې د لمانځه امنیتي تدابیر د مدرسې زده کووکو نیولي وو او شاوخوا ډیر پولیس ځای پرځای شوی و.

حامد الحق پرون له شپږ کسانو سره د حقانیه مدرسې دننه د جمعې د لمانځه پرمهال د ځان وژونکي برید له امله ووژل شو. تر اوسه د دې چاودنه مسوولیت چا نه دی منلی.

پاکستاني چارواکو د یوه مشکوک کس عکسونه خپاره کړې دي او ویلي یې دي چې دې کس ځان مرګی برید کړی او هر هغه چا چې د ده د نوم، کورنۍ او ځای په اړه له پولیسو سره معلومات شریک کړل، پنځه لکه پاکستاني روپۍ جایزه به ورکړي.

طالبانو ارزو ټلویزیون ته یوځل بیا د فعالیت اجازه ورکړه

د ټلویزیون د خپرونو سټوډیو (آرشیف)
د ټلویزیون د خپرونو سټوډیو (آرشیف)

په کابل کې ارزو تلویزیون له نژدې درې میاشتو وروسته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه.

د ارزو تلویزیون رییس بصیر عابد د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې نن سهار د یولسو بجو خواته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لورې د دوی د دفتر مهر ولاک مات شو.

د امر بالمعروف او استخباراتو کارکوونکو د لیندۍ په څوارلسمه د دې تلویزیون دفتر بند کړ او تور یې پورې کړ چې غیر اخلاقي سریالانونه یې خپرول.

هغه وخت د طالبانو استخباراتو د دې تلویزیون اووه تنه کارکوونکي هم توقیف کړي وو چې دوې اونۍ وروسته یې په ضمانت خوشي کړل.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ارزو تلویزیون د دفتر د بیا پرانیستل کیدو هرکلی کړی خو په تیرو شپږ اتیا ورځو کې چې دا رسنۍ بنده وه دا چاره یې د ازادو رسنیو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

طالبانو په کابل کې درې کسان په درو ووهل

آرشیف
آرشیف

د طالبانو سترې محکمې په یوه بیان کې ویلي دي چې درې کسان چې په پلازمېنه کابل کې د الکولي مشروباتو او نشه اي موادو د پېر، پلور او ساتني په جرم تورن وو، په درو وهل شوي دي.

په بیان کې وړاندې راغلې دي چې د دې مجرمینو له ډلې دوه کسان په دوه دوه کاله تنفیذي بند او هر یو په نهه دیرش درو او یو کس په دوو میاشتو تنفیذي بند او لسو درو محکوم شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ تیره اونۍ په یوه راپور کې څرګنده کړه چې طالبانو په تیرو دوو میاشتو کې د اووه ویشت ښځو په ګډون یوسل او اته ویشت کسان د خلکو مخې ته په درو وهلي دي.

ایرانی چارواکی وايي هره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ تر دوه زره ډيرې لارۍ مالونه لیږدوي

په زرنج کې د افغانستان او ایران سرحد (آرشیف)
په زرنج کې د افغانستان او ایران سرحد (آرشیف)

د ایران د سوداګرۍ د خونو د رییسه هیات یو غړی وایي چې هره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ تر دوه زره ډيرې ترانسپورټي لارۍ مالونه لیږدوي.

د ایران د خراسان رضوي د سوداګرۍ د خونو غړي محمد امتي نن ایراني رسنیو ته وویل چې د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیاوې باید رامنځته شي.

د نوموړي په باور د منځنۍ اسیا هیوادونو ته هم د ایران اتیا فیصده صادرات او واردات د افغانستان د خاورې له لارې ترسره کیږي.

د ایران په مشهد کې د حمل و نقل د کمیسیون رییس احمد زمانیان هم په سرحد کې د سوداګرو ستونزو ته اشاره کړې ده او وایي چې د سیمې د هیوادونو د ترانسپورټ د چارو د وزیرانو د یوې غونډې په ترڅ کې باید دا مسایل وڅیړل شي او اسانتیاوې رامنځته شي.

په ملګروملتونو کې د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د عکسونو نندارتون

د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د نندارتون یوه څنډه عکس د یوناما له فیسبوکپاڼې
د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د نندارتون یوه څنډه عکس د یوناما له فیسبوکپاڼې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) په نیویارک کې د ملګرو ملتو په مرکزي دفتر کې د افغانستان د اوبو د بحران په اړه یو نندارتون وړاندې کړ.

دا پنځه ورځنی نندارتون چې د دوشنبې په ورځ پيل شو تر پرون پورې پرانیستی و.

یوناما په فیسبوک کې په یوه بیان کې لیکلي دي چې د دې نندارتون تمرکز د افغانستان د اوبو پر بحران و، چې د سختې وچکالۍ، اقلیمي بدلون، لسیزو جګړو او زیربناوو د ویجاړیدو له امله رامنځته شوی او مخ په زیاتیدو دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان( آی او ایم) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان نژدې نهه میلیونه کسان د خپلو سیمو د پریښودو له خطر سره مخامخ دي او په دوه زره څلرویشتم کال کې تر پنځه لکه ډيرو کسانو د سیلونو، وچکالیو او نورو طبیعي بحرانونو له امله خپلې مېنې پرې ښودې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG