د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو کړکېچ؛ ناټو د امنیتي ګواښونو اندېښنه لري


په بروکسل کې د ناټو مرکز
په بروکسل کې د ناټو مرکز

د ناټو سرمنشي وایي دا ائتلاف باید اجازه ورنه‌کړي چې د کرونا ویروس وبا په یوه امنیتي ګواښ بدله شي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډي په درشل کې په یوه ویډیویې کنفرانس کې ویلي چې اصلي هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې روغتیایې بحران په امنیتي بحران وانه وړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې په یوه وېډیویي کنفرانس کې ویلي چې "اصلي هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې روغتیایې بحران په امنیتي بحران وانه‌وړي."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو غړي هېوادونه په داسې حال کې چې په خپله دوه ورځنۍ غونډه کې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خورېدو په بحران تمرکز کوي، اندېښنه لري چې ښایي ځیني هېوادونه له اوسني وضعیت څخه په استفادي امنیتي ګواښونه رامنځته کړي.

سټولتنبرګ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۱» د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې کړې دي.

دا د دې سازمان په ۷۰ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې دا غونډه د وېډیو کنفرانس له لارې مخته وړي.

ینس سټولټنبرګ ویلي د روسیې په څېر هېوادونه باید پرې نه‌ښودل شي چې په دې بېړني وضعیت کې لانجمن فعالیتونه وکړي.

جرمني خبري اژانس زیاتوي، روسیې تېره اوونۍ له خپلو دوو پوځي متحدینو سره چې له جغرافیایې اړخه تر نورو په اروپا کې د ناټو غړو هېوادونو ته نږدې دي، پراخ پوځي تمرینونه ترسره کړل.

د روسیې دفاع وزارت وایي په دې مانورونو کې د سرتېرو او ستراتېژیکو راکټونو ازموینه شامله وه. د ایستونیا دفاعي ځواکونو ویلي چې په دغو پوځي تمریناتو کې ۸۰ زره سرتېرو ګډون درلود.

ارشیف، د روسي ځواکونو پوځي مانورونه
ارشیف، د روسي ځواکونو پوځي مانورونه

په بالتیک سیمه او هم په ختیځې اروپا کې د ناټو غړي هېوادونه تر ډېره د روسیې د اقداماتو ګواښونه احساسوي.

لیتوانیا هم راپور ورکړی چې ناټو تېره اوونۍ د خپل قلمرو پر فضا د روسيې پنځه پوځي الوتنې څارلې دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي: "البته چې موږ د ناټو سرحدونو ته نږدې د روسیې په لوېدیځو پوځي زونونو کې نوي مانورونه ګورو."

نوموړي زیاته کړه په دې حال کې د ناټو عملیاتي چمتووالی نه‌دی کمزوری شوی او پر خپل ځای دی.

ناټو د دې ټولنې غړو هېوادونو لکه ایټالیا او اسپانیا ته چې د کرونا ویروس ډېر ځپلي، بېړنۍ مرستې رسولې دي.

ارشیف
ارشیف

د دغو دواړو هېوادونو پوځي ځواکونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هڅو کې برخه لري.

ناټو په همدې حال کې د کرونا ویروس په اړه د خپرېدونکو ناسمو معلوماتو پر وړاندې هم مبارزه کوي.

ډېری په دې برخه کې روسیې او چین ته د انتقاد ګوته نیسي.

بله‌خوا په ناټو سازمان کې د امریکا سفیرې کې بیلي هاتچیسن وویل، اوس د دې وخت نه‌دی چې څوک ملامت کړو او نه هم د دې وخت دی چې د اختلافاتو په راوستلو سره خلک سره ووېشو.

مېرمن هاتچیسن زیاته کړه: "موږ د ازادو ډیموکراسیو په څېر په حقیقت کې د اړتیا په دې وخت د یو بل د مرستې لپاره راټولېږو."

ناټو کې د امریکا سفیره کې بیلي هاتچیسن
ناټو کې د امریکا سفیره کې بیلي هاتچیسن

ټاکل شوې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن په خپل وېډیویي کنفرانس کې په عراق کې د دې سازمان پر فعالیتونو پرېکړه وکړي او هم به د افغانستان پر وضعیت غور وکړي.

XS
SM
MD
LG