د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

راتلونکې اوونۍ د ناټو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي


د ناټو او غړو هېوادونو بیرغونه
د ناټو او غړو هېوادونو بیرغونه

ټاکل شوې ده د ناټو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه راتلوتکې اوونۍ د وېډیو کنفرانس له لارې جوړه شي.

ناټو ائتلاف د پنجشنبې په ورځ وویل چې غونډه د کرونا ویروس د ستونزې له کبله د وېډیو له لارې کېږي.

په دې غونډه کې به د ناټو د دفاعي بودجې ترڅنګ په افغانستان او عراق کې د ناټو مأموریتونو پر پرمختګونو هم خبرې کېږي.

دا لومړی ځل دی چې د ناټو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د وېډیو له لارې غونډه وکړي. غونډه یوه اوونۍ وروسته د اپرېل میاشتې په دوهمه نېټه ټاکل شوې ده او مشري به‌یې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ناټو ویلي چې د دې ائتلاف په مرکزي دفتر کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف دا کار کېږي.

دا وروسته له هغه چې د بلجیم حکومت د مارچ له ۱۸مې وروسته پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

سټولټنبرګ د ناټو د یو شمېر بهرنیو چارو وزیرانو سره تیلیفوني خبرې وکړې او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي پر لار چارو یې بحث وکړ. کرونا ویروس د ناټو غړي هېوادونه ايټالیا او اسپانیه په ځانګړې توګه سخت اغېزمن کړي دي.

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د خلکو ترمنځ پر واټن ټينګار شوی، یو شمېر استازو د مخامخ غونډې په اړه اندېښنه درلوده.

دا غونډه به د ائتلاف د دفاعي بودجې پر اقتصادي وضعیت د کورونا ویروس د اغېزو او په افغانستان او عراق کې د ناټو د مأموریت پر نویو پرمختګونو متمرکزه وي.

د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو په دې وروستیو کې روغتیايي تجهیزات له اسیا څخه ورغوښتي او د ناټو تر څار لاندې د یوه هوايي ټرانسپورتي پلان له مخې يې دا کار کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ له جنوبي کوریا څخه یوه باري الوتکه چې په‌کې ۴۵ ټنه روغتیايي تجهیزات بار وو، د رومانیا پلازمېنې بوخارست ته ورسېده.

دا الوتکه د هوا له لارې د ستراتېژیکې وړتیا د پلان تر چتر لاندې فعالیت کوي او د دې پلان د څار چارې ناټو پر غاړه لري.

له چین نه چک جمهوریت ته د روغتیايي تجهیزاتو لېږدوونکې الوتکه.
له چین نه چک جمهوریت ته د روغتیايي تجهیزاتو لېږدوونکې الوتکه.

د روانې اوونۍ په پیل کې سلوواکیا او چک جمهوریت له چین څخه د ناټو د یوه بل پلان تر چتر لاندې روغتیايي لوازم ترلاسه کړل.

XS
SM
MD
LG