د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

پر بګرام د برید هدف څه کېدای شي؟


پر بګرام هوايي اډې له دغه موټر راکټي برید شوی دی.
پر بګرام هوايي اډې له دغه موټر راکټي برید شوی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته د دوهم ځل لپاره پر بګرام هوایي اډې راکټي برید وشو.

د فبرورۍ په ۲۹مه، د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته داسې انګېرل کېده چې د جګړې ډګرونه به ساړه او تاوتریخوالی به کم شي.

په دغه تړون کې چې څه باندې میاشت وړاندې په دوحه کې لاسلیک شو، طالبانو او امریکایانو منلې چې یو پر بل به بریدونه نه کوي.

پر هوکړې دا دی ۴۰ ورځې واوښتې، خو د تاوتریخوالي د کمښت ښکاره څرک نه‌لیدل کېږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې د تړون لاسلیک غونډه
د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې د تړون لاسلیک غونډه

طالبانو څو ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې وویل چې د جګړې مقابل لوري یې چې هدف‌یې افغان او امریکایي ځواکونه وو، په مکرر ډول له هوکړې سرغړونه کړې ده.

د طالبانو په دې اعلامیه کې راغلي چې پر ګڼو ځایونو د امریکایي او افغان ځواکونو له‌خوا چاپې وهل شوي او پر ملکیانو او د دوی پر ملګرو د بې‌پيلوټه الوتکو بې‌مورده بریدونه شوي دي.

طالبانو د دغې اعلامیې په پای کې خبرداری ورکړی، دا ډول حملې به چې دوی له تړونه سرغړونه بللې، د بې‌اعتمادۍ فضا رامنځته کړي، هوکړې ته به زیان ورسوي او ممکن دوی هم متقابل غبرګون ته اړ کړي.

له همدې اعلامیې دا دی درې ورځې وروسته د پنجشنبې په ورځ پر بګرام هوایي اډې د توغندیو برید وشو.

دا برید داسې مهال کېږي چې دغې اډه کې له پراته زندانه تازه ۲۰۰ طالب زندانیان ازاد شول.

د بګرام له زندانه خوشې شوي طالبان
د بګرام له زندانه خوشې شوي طالبان

د پوځي چارو شنونکی او د جرمني په کلچر ډیپلوماسي پوهنتون کې استاد اسحاق اتمر وايي، پر بګرام شوی برید له څو اړخونو تحلیلېدلی شي.

ښاغلی اتمر زیاتوي: "لومړی دا چې خپله طالبانو کې ځینې ډلې داسې دي چې د قطر دفتر له مشرتابه سره چې له امریکا سره‌یې موافقه لاسلیک کړه، جوړ نه‌دي. دوهم دا چې د سیمې د هېوادونو مداخله ده چې هغوی په افغانستان کې د امریکا او د هغوی د ګټو پر ضد رقابتونو ته دوام ورکوي. درېیم اړخ ممکن خپله طالبان وي چې غواړي د داسې بریدونو له لارې پر امریکا فشار راوړي چې له دوی سره شوې هوکړه عملي کړي."

پخوا په ځلونو طالبانو د امریکایي ځواکونو پر دې تر ټولو سترې اډې توغندیز، ځان مرګي او موټر بم بریدونه کړي دي، خو دا ځل دوی په‌کې لاس لرل رد کړل.

داعش ډلې ویلي چې پر بګرام توغندیز برید دوی ترسره کړی دی.

د چارواکو په خبره دې توغندیز برید کې چا ته زیان هم نه‌دی اوښتی، خو اډې ته‌یې مالي زیان اړولی دی.

پر دې اډې د طالبانو وروستی برید د تېرې دسمبر میاشتې په ۱۱مه نیټه وشو چې دوه ملکیان‌یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

په هغه موټر بم او ډله‌ییز برید کې دې اډې ته مالي زیان هم واوښت.

د بګرام هوايي ډګر ته نږدې موټربم برید
د بګرام هوايي ډګر ته نږدې موټربم برید

د سیاسي چارو شنونکی مشتاق رحیم هم وایي، په اوسنیو حساسو شرایطو کې ستونزمنه ده چې ووایي، پر بګرام د پنجشنبې ورځې راکټي برید چا کړی دی.

ښاغلي رحیم له ازادي راډیو سره خبرو کې دا برید د سولې د مخالفو کړیو کار یاد کړ.

ده وویل: "څرنګه چې د سولې بهیر خپل ملاتړي، ملګري او دغه‌راز صادقه هلې ځلې کوونکي لري، دغه‌راز دغه بهیر خپل مخالفین هم لري، ورانکاره عناصر شته چې غواړي دا بهیر ګډوډ کړي، دلته اشخاص، ډلې او هېوادونه شته چې د افغانستان جګړه کې خپلې ګټې ویني، دا عناصر تل د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي."

د امریکایانو او طالبانو له هوکړې وروسته طالبانو په ظاهره د ښارونو په مرکزونو کې بریدونه نه‌دي کړي.

خو په دې موده کې په کابل کې د افغان سېکهانو پر عبادت ځای، د ولسمشر د لوړې پر مراسمو او دغه‌راز د عبدالعلي مزاري د تلین پر غونډه بریدونه وشول چې لسګونه کسان په‌کې ووژل او ټپیان شول.

په کابل کې د افغان سېکهانو پر درمسال د داعش حمله کې وژل شوي کسان
په کابل کې د افغان سېکهانو پر درمسال د داعش حمله کې وژل شوي کسان

د دغو خونړیو بریدونو مسئولیت داعش ډلې ومانه.

د طالبانو او امریکا له هوکړې وروسته د طالبانو د ویاندویانو د اعلامیو بڼه هم نرمه شوې ده.

پخوا به دوی هره ورځ د ګن شمېر وړو او لویو بریدونو مسؤلیت اخیسته، خو اوس په دغو خبرپاڼو کې یوازې له دغې ډلې سره د افغان ځواکونو د یوځای کېدو ادعاوې کېږي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې راتلونکی لا معلوم نه‌دی، خو د دې هوکړې یو شمېر مادې نقض شوي او یا یې نېټې ځنډېدلې دي.

هوکړه کې راغلي و چې افغان حکومت به پنځه زره طالب زندانیان ازادوي او د تېرې مارچ میاشتې ۱۰مه بین‌الافغاني خبرو ته ځانګړې شوې وه، خو دا دواړه خبرې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې.

طالبان اوس وایي، د هغو زندانیانو خوشې کېدل هم ورته د منلو نه‌دي چې کابل کې د دوی د تخنیکي ټیم له حضور پرته ترسره کېږي.

له دې داسې ښکاري چې د تړون پر سر ناندرۍ ډېرې دي او ممکن هوارېدل‌یې څو میاشتې وخت وغواړي.

XS
SM
MD
LG