د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د پاکستان پوځ له مشر سره پر افغان سولې د زلمي خلیل‌زاد او سکاټ مېلر خبرې


ارشیف، (ښی) د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
ارشیف، (ښی) د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په افغانستان کې د دایمي سولې په لارو چارو خبرې وکړې.

پاکستاني پوځي چارواکو د افغان سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتونو د هڅو یو ځل بیا ملاتړ وکړ او خپله دا ژمنه‌یې تکرار کړه چې اسلام‌اباد به د افغان لانجې د سیاسي جوړجاړي لپاره خپلې هڅې مخته یوسي.

جنرال قمر جاوېد باجوه
جنرال قمر جاوېد باجوه

په پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په یوه بیان کې څرګنده کړه چې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه پرون دا ژمنې هغه وخت وکړې چې په اسلام‌اباد کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.

زلمی خلیل‌زاد او جنرال سکاټ مېلر یوه ورځ وروسته تر دې اسلام‌اباد ته ولاړل چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.

له پاکستاني چارواکو سره د دغو دوو جګپوړیو امریکایانو خبرې په داسې وخت کې شوې دي چې ټاکل شوې ده نن د بلجیم په پلازمېنه کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د دې ترڅنګ چې ناټو له خپلو غړو هېوادو سره څرنګه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په لارو چارو کې مرسته کولای شي، د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون تر دې غونډې مخکې په افغانستان کې پر اوربند او د شخړو پر کمېدو ټنګار وکړ.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

هغه زیاته کړه: "موږ پر ټولو خواوو غږ کوو چې د دې ژمنې بشپړ درناوی وکړي چې شخړې به کموي او بشپړې هڅې به کوي چې تړون تطبیق شي او بین‌الافغاني خبرو ته لار پرانیزي. زه همداراز په افغانستان کې په وروستیو کې له طالبانو سره د ناټو د جګپوړي قوماندان سکاټ مېلر د لیدو کتو هرکلی کوم او د امریکا متحده ایالاتو د استازي خلیل‌زاد چې له طالبانو سره له نږدې په ارتباط کې دی او هڅې کوي چې د سولې بهیر ته اسانتیاوې برابرې کړي چې دا په افغانستان کې سوله‌ېیزې حل لارې ته د رسېدو یوازنۍ لاره ده."

د دوشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر ولیکل چې له زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په کتنه کې له امریکایي لوري سره د شوي تړون د بشپړ تطبیق ترڅنګ له دې موافقې د سرغړونو پر موضوع او د بندیانو د خوشې کېدو پر ځنډ او حل لارو خبرې وشوې.

د فبرورۍ په ۲۹مه، د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ په پلازمېنه دوحه کې د شوي تړون له مخې باید افغان حکومت د طالبانو تر پنځه زره پورې بندیان خوشې کړي او طالبان د حکومت نږدې زره ته زندانیان ازاد کړي.

تر اوسه پورې د حکومت له لوري د طالبانو ۳۰۰ زندانیان خوشي شوې دي او طالبانو د ۲۰ بندي پوځیانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی، خو د کندهار امنیه قوماندان تادین خان ویلي دي چې دا ۲۰ تنه خوشي شوي ټول ملکیان دي.

XS
SM
MD
LG