د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

'طالبان پر افغان ځواکونو حملو سره د واشنګټن او طالبانو له موافقې سرغړونه کوي'


ارشیف، قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې لاسلیک غونډه.
ارشیف، قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې لاسلیک غونډه.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، وسله‌وال طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو په خپلو حملو سره نږدې هره ورځ، د واشنګټن او طالبانو له موافقې سرغړونه کوي.

د افغانستان دفاع وزارت وسله‌وال طالبان له هغې موافقې په سرغړونې تورنوي، چې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوه.

په دې موافقه کې وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي او پر افغان امنيتي ځواکونو د حملو د کمولو ژمنه کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د تاوتریخوالي کمول به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکرو پیل ته زمینه برابره کړي.

خو د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی وايي، د موافقې تر لاسلیک وروسته هم پر افغان قواوو د وسله‌والو طالبانو حملې کمې شوې نه‌دي.

د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی
د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

هغه زیاته کړه: "له کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو، وروسته له هغې طالبانو بیا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو او مرکزونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او اوس هم دوام لري. د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دوی بریدونه دفع کړي او د دوی شوم هدفونه‌یې شنډ کړي دي."

له یکشنبې راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې په هغو حملو کې چې د وسله‌والو طالبانو کار بلل شوی، تر ۴۰ زیات پوځيان وژل شوي دي.

د تخار ولایت د خواجه غار ولسوال محمد عمر عمري ازادي راډیو ته ویلي، د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه کې د وسله‌والو طالبانو په حمله کې د محلي اردو ۱۹ غړي وژل شوي دي.

خبري اژانسونو د چارواکو په حواله په بلخ، جوزجان او ارزګان کې هم د ۳۳ نورو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

په دې موده کې د ګڼو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبرونه هم تأیید شوي دي.

د ملي اردو چارواکو بیا د یکشنبې په ورځ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د ۶ ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

افغان سرتېري
افغان سرتېري

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند جګړن ایمل مومند ازادي راډیو ته ویلي، چاودنه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې شوې ده.

دا تازه پېښې په داسې حال کې کېږي چې د سولې پروسه ټکنۍ شوې او بین‌الافغاني مذاکرې چې د مارچ میاشتې ۱۰مې ته پلان شوې وې، لاهم پیل شوې نه‌دي.

دفاع وزارت وايي وسله‌وال طالبان نږدې هره ورځ له هغې موافقې سرغړونه کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې او یوه برخه‌یې د تاوتریخوالي پر کمولو راڅرخي.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي وویل: "طالبانو له بده مرغه دغه تړون ته غاړه نه‌ده ایښې او تاسې ګورئ چې هره ورځ دا نقض کېږي، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه دغه تړون ته متعهد دي او ځکه موږ په فعاله دفاعي حالت کې یو."

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د وسله‌والو طالبانو حملې په داسې حال کې زیاتېږي چې د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله روانه ده.

د بندیانو ټکنۍ شوې تبادله د ټکنۍ شویو بین‌الافغاني خبرو د پیل اساسي شرط ګڼل کېږي.

د ملي امنیت شورا تېره شنبه وویل، حکومت د طالبانو ۳۶۱ بندیان او طالبانو هم ۶۰ بندیان خوشې کړي دي.

ازاد شوي بندیان
ازاد شوي بندیان

په ټوله کې په پام کې ده حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان ۱۰۰۰ تنه بندیان چې ډېری یې دولتي مأمورین او پوځیان دي، خوشې کړي.

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د حکومت له‌خوا په ځنډ د بندیانو پر خوشې کولو انتقاد کړی او دا یې د امریکا او طالبانو ترمنځ له موافقې سره په ټکر کې بللی دی.

XS
SM
MD
LG