د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو په خوشې کولو کې اختلاف


د افغان حکومت له لوري د خوشې شویو طالبانو یوه ډله
د افغان حکومت له لوري د خوشې شویو طالبانو یوه ډله

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو له لوري تر دا مهاله په خوشې شویو ۶۰ بندیانو کې یوازې ۱۹یې پوځیان دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ له موافقې وروسته د بین‌الافغاني خبرو پیل لپاره د بندیانو خوشې کول یو اساسي شرط یاد شوی.

دواړه خواو د بندیانو پر خوشې کېدو پیل هم کړی، خو ظاهراً ښکاري چې د دواړو خواوو ترمنځ پر دې مسئلې اختلافات موجود دي.

تازه د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو له لوري د بندیانو د خوشې کېدو بهیر د دوی د غوښتنې مطابق نه‌دی.

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۳۰» په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د طالبانو له‌خوا په خوشې شویو بندیانو کې ملکي کسان ډېر دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

ښاغلی فیصل زیاتوي: "په کندهار کې ۲۰ نفره چې ازاد شوي، ۱۰یې پوځيان دي او ۱۰یې ملکیان، ۴۰ کسه چې په لغمان ولایت کې ازاد شوي په هغې کې ۹یې پوځیان دي، ۱۰یې ملکي کسان دي، ۱۲ هغه محلي پولیس دي چې طالبانو ته تسلیم شوي چې له دوی څخه به هم په کابل کې تحقیقات کېږي. همداراز ۶ کسه ترخیص شوي او ۳ کسه د زراعت مأمورین دي په ټوله کې ۱۹ کسه د افغان ځواکونه دي او پاتې نور ملکي او دولتي کارکوونکي دي."

د نوموړي په خبره، په ازاد شویو بندیانو کې داسې کسان هم شته چې په تېر یوه میاشت کې یعنې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې وروسته د طالبانو له لوري برمته شوي دي.

د افغان حکومت له لوري د طالبانو یوه خوشې شوې ډله
د افغان حکومت له لوري د طالبانو یوه خوشې شوې ډله

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند وايي، د طالب بندیانو د خوشې کېدو بهیر لا روان دی او تر دا مهاله‌یې ۳۶۱ طالب بندیان خوشې کړي دي.

خو طالبان بیا د افغانستان د ملي امنیت شورا دغه څرګندونې بې‌اساسه بولي او وايي، د بندیانو د خوشې کېدو د پروسې پر وړاندې خپله افغان حکومت خنډونه جوړ کړي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، د طالبانو له لوري ټول خوشې شوي بندیان پوځیان دي او دا هغه پوځیان دي چې له تېرو څو کلونو راپه دې‌خوا له طالبانو سره په بند کې وو.

خو د دې دواړو طرفونو ترمنځ دغه ډول بې‌باروي په څه معنی ده؟

د افغانستان د اسلامي انقلاب حرکت مشر مولوي قلم‌الدین
د افغانستان د اسلامي انقلاب حرکت مشر مولوي قلم‌الدین

د افغانستان د اسلامي انقلاب حرکت مشر مولوي قلم‌الدین د شنبې په ورخ ازادي راډيو ته وویل، دغه بې‌باوري هغه مهال رامنځته شوه چې افغان حکومت د طالبانو له تخنیکي ټیم سره هوکړې ته ونه‌رسېد.

مولوي قلم‌الدین وايي: "هغه مهال چې د طالبانو یو تخنیکي ټیم کابل ته راغی او دلته افغان حکومت سره د بندیانو د ازادېدو په بهیر کې جوړ رانه‌غی، زه فکر کوم چې دغه بې‌باوري له هغمې ڼېټې څخه پیل شوه، بله خبره دا ده چې دواړه طرفونو باید د امریکا و طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې ته مخ کړي په هغې کې هر څه واضح ویل شوي."

د ښاغلي قلم‌الدین په خبره، د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره باید افغان حکومت او طالبان له ترلاسه شوي فرصت څخه استفاده وکړي او افغانان یوې تل‌پاتې سولې ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG