د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

ارګ: د زندانیانو په خوشې کولو تمه لرو څو تاوتریخوالی کم او دایمي اوربند وشي


ارګ
ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د دې هیواد حکومت د طالب زندانیانو د راخوشي کولو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي او تمه ده چې په پایله کې يې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه د طالبانو او حکومتي زندانیانو د راخوشي کېدو بهیر د مارچ په لسمه تر بین الافغاني خبرو مخکې پيل شي.

خو دا بهیر د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اختلافاتو په خاطر له ځنډ سره مخامخ شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، افغان حکومت د طالب زندانیانو د راخوشې کولو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

ده د جمعې په ماښام د اپرېل په اوولسمه نېټه په دې اړه ازادي راډيو ته داسي وویل: "حکومت د سولې په برخه کې مهم او ضروري ګامونه پورته کړي دي، د طالب زندانیانو د راخوشې کولو په برخه کې يې مهم ګامونه پورته کړل، د افغانانو هیله دا ده چې د دغو ګامونو په اخېستل کېدو سره د تغيير شاهدان اوسي، تغيير دا دی چې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او موږ د دایمي اوربند شاهدان واوسو."

طالبانو تر اوسه د اوربند لپاره د افغان حکومت تکراري غوښتنه نه ده منلې.

د دې ډلې جګړه مارانو په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې پر ملکیانو بریدونه کړي دي.

په وروستیو کې په ارزګان او لوګر ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې شا او خوا ۱۵ افغان ملکیان وژل شوي دي.

د طالبانو له بریدونو سره پر یوه مهال دې ډلې د جمعې له غرمې وروسته د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د درېمې ډلې د راخوشې کولو خبر ورکړ.

د دې ډلې په وینا، د اپرېل له دوولسمې نېټې راهیسې يې په کندهار او لغمان ولایتونو کې د افغان حکومت شپېته کسان راخوشې کړي دي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت لوړپوړي سلاکار عزیزالله فضلي پرون ماسخوتن ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له خوا د زندانیانو د راخوشې کېدو خبر هیله بخښونکی دی.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت لوړپوړي سلاکار عزیزالله فضلي
د سولې په چارو کې د دولت د وزارت لوړپوړي سلاکار عزیزالله فضلي

هغه زیاته کړه: "طالبانو پرون اعلان وکړ چې شل اسیران یې راخوشې کړي دي، د دوی په خبره دا کسان له دولت سره تړاو لري، وبه لیدل شي چې دا اسیران له کومې ادارې سره تړاو لري، اسیران ملکي وو که نظامۍ، په هر صورت کې دا یو ښه خبر دی او د سولې له پروسې سره مرسته کوي."

د اپرېل میاشتې له اتمې نېټې راهیسي افغان حکومت تر درې سوه او پنځوس زیات طالبان راخوشې کړي دي.

د خوشې شویو طالبانو یو انځور
د خوشې شویو طالبانو یو انځور

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د اپرېل په دیارلسمه نېټه پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل: "افغان حکومت د جمهوري ریاست د مارچ میاشتې د امر له مخې ۳۶۱ طالب زندانیان له بګرام زندانه راخوشې کړل."

افغان ولسمشر، محمد اشرف غني د مارچ په ۱۱مه، په یوه فرمان کې وویل چې د طالبانو ۱۵۰۰ بندیان به د ښه نیت له مخې خوشې شي او د دې بهیر د سر ته رسولو مسؤلیت ‌یې د ملي امنیت شورا ته ورکړ.

د افغانستان د سیاسي چارو څېړونکی علي امیري وايي، د ټولو بندیانو په راخوشې کولو کې ځنډ د سولې بهیر ته زیان رسولای شي.

هغه وویل: "که طالبان احساس وکړي چې موږ له یوه شړېدلي بهیر سره مخامخ یو او دا موده تېره شي او تر یوه کال زیات وخت ونیسي، په هغه صورت کې ممکنه ده طالبان نور اقدامات وکړي او تاوتریخوالی زیات کړي او د سولې بهیر ته زیان ورسوي او په راتلونکې کې يې د پراختیا امکان نه وي، د زندانیانو په راخوشې کولو او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په هوکړه لیک په عملي کولو کې ځنډ ښايي د سولې بهیر ته د تل لپاره زیان ورسوي."

د فبرورۍ میاشتې په نهه ویشتمه د امریکا او طالبانو تر منځ په لاسلیک شوې هوکړه کې له افغان حکومته غوښتل شوي چې تر بین الافغاني خبرو مخکې د اعتماد رامنځته کولو په هدف دې د ۵ زره طالب بندیان راخوشې کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون یو انځور
د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون یو انځور

طالبانو هم ژمنه کړې چې شااوخوا ۱۰۰۰حکومتي کارکوونکي به راخوشې کړي.

په عامه او ستراتيژیکو اړیکو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لوړپوړي سلاکار وحید عمر د وري میاشتې په نولسمه په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "په لسو ورځو کې پرته له قید او شرطه د طالبانو راخوشې کول امکان نه لري."

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG