د سولې په چارو کې د افغانستان دولت وزارت د طالبانو لهخوا د بندیانو له خوشې کولو هرکلی کړی او د دې پروسې دوامیې غوښتی.
د دغه وزارت ستر سلاکار وویل چې د بندیانو تبادله به افغان حکومت او طالبان د بینالافغاني خبرو پيل ته نږدې کړي.
طالبانو پرون یکشنبه د ورسره بندیانو له ډلې ۲۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په منځګړیتوب خوشې کړل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ستر سلاکار عزیزالله فضلي سره صفيالله ستانکزي مرکه کړې ده.
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: