د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

هېواد: د طالبانو بریدونه د ملکي خلکو ژوند اخلي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان سولې ، کرونا ویروس او د طالبانو د حملو په اړه لیکنې او تبصرې کړې.

  • ویسا

د ویسا په سرمقاله کې راغلي، بهرنیان غواړي په افغانستان کې د سولې خبرې اوږدې کړي، د لیکوال په اند چې په دې کار کې یوه نړۍ ترخه واقعیتونه دي، افغان ولس یې باید دا درک کړي.

لیکوال په افغانانو غږ کوي، چې را بېدار دې شي، افغان سیاستوال دې ستونزې یوې خواته کړي او هغه څوک چې په پردیو توپکو خپل وژني له دې سپرې لوبې دې لاس واخلي.

د ویسا لیکوال ټینګار کوي، که افغانانو خپل برخلیک له پردیو ترلاسه نه کړ، هره ملي پروسه، به د ټاکنو په څېر وي، چې ګټونکی نه لري.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا لیکلي، تېره ورځ بیا هم د کرونا ویروس د خپراوي په درشل کې په جوماتونو کې د جمعې لمونځ ادا شو.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، هره ورځ ګورو چې په ټولنیزو رسنیو کې په کرونا ویروس اخته کسان خلکو ته خبرداری ورکوي، چې له دې ناورغۍ ځان وساتئ، د روغتیا پالانو سپارښتنو ته غوږ ونیسئ، خو بیا هم خلک له دې سترګې پټوي او د ګڼو ګوڼو سیمو ته ځي.

لیکوال په افغان حکومت په ځانګړې توګه د جوماتونو په ملا امامانو غږ کوي، چې په دې برخه کې د مسئولیت احساس وکړي او د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخینوي لپاره دې د پوهنتونونو او ښوونځیو په څېر دې د جوماتونو دروازې وتړي.

د هشت صبح لیکوال د جوماتونو ملا امامانو ته دا سپارښتنه هم کوي، چې په خپلو خطبو کې دې خلکو ته ووايي، چې له کرونا ویروس نه د ځان ساتنې لپاره دې د ډاکټرانو سپارښتنې په پام کې ونیسي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د طالبانو بریدونه د ملکي خلکو ژوند اخلي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، طالبانو له فبرورۍ میاشتې راهیسې په خپلو بریدونو کې له ۸۰ زیات ملکي افغانان وژلي، چې زیاتره یې قومي مشران او دیني عالمان دي، د طالبانو دغو کړونو ځینې نړیوالې اندېښنې هم راپارولې.

د هېواد د سرمقاله لیکونکي په اند طالبان دا بریدونه د دې لپاره کوي، چې ځان پیاوړي وښيي او د مذاکراتو په مېز له ځواکمن ادرس وغږېږي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د طالبانو دا ډول کړنې د سولې رامنځته شوي، فرصت ته زیان رسوي، چې باید سمدستي دغه بریدونه ودروي.

XS
SM
MD
LG