د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

ملي ارمان: د پاکستان د اشغال په وړاندې به ټول افغانان پاڅون وکړي


د کابل یو شمېر چاپ شوې ورځپاڼې
د کابل یو شمېر چاپ شوې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې نظامونه په بحران کې نه‌بدلېږي په نوم سرمقاله خپره کړې، په هېواد کې وروستي سیاسي بحران ته اشاره کړې ده او ادعا يې کړې چې "د عبدالله عبدالله په ټیم کې له حکومت سره د جوړجاړي پر سر اختلاف راغلی دي."

په سرمقاله کې وړاندې هغه طرحې ته اشاره شوې چې له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ګوندې د راتلونکي نظام لپاره د عبدالله له لوري وړاندې شوې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې تازه د ښاغلي عبدالله د ټیم دوهم مرستیال دغه طرحه رد کړې او ویلي دي چې رسنیو ته راوتلي جزئيات د دوی د طرحې نه‌دي.

خو سرمقاله لیکونکي د ملي جنبش د مهم غړي د عبدالله عبدالله د پلوي بشیر احمد ته‌ینج له قوله لیکلي دي چې د دوی له‌خوا له حکومت سره د جوړجاړي طرحه وروستۍ شوې ده.

په سرمقاله کې وړاندې د ښاغلي ته‌ینج په حواله لیکل شوي دي چې عبدالله به د مصالحې عالي شورا مشر وي او په کابینه کې به هم ۴۰ سلنه د دوی ملګري وي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې همدې مسایلو ته په کتو ویل کېدای شي چې په دې ټیم کې هم د واک په سر جنجالونه راپیدا شوي دي.

خو د سرمقالې لیکوال لیکي د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام د ولس او هېواد ګټه په دې کې ده چې سیاسي لانجې باید ژر تر ژره ختمې شي، له طالبانو سره د سولې خبرې باید جدي پیل شي او سمدستي چې هېواد او نړۍ د کرونا په ویر کې ډوبه ده، د دولت او ولس ټول پام همدې ته واوړي چې څه ډول د دې ناروغۍ مرګونې څپه یو څه راټیټولای شو.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې نظامونه په بحران کې نه‌بدلېږي او چې بدل شوي تاریخ پرې ګواه دی چې هغه ژر بېرته رانسکور شوي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم همدې مسئلې ته اشاره کړې او په یو جلا مطلب کې يې لیکلي دي چې سپېدار یاده طرحه بې‌بنسټه بللې ده او ویلي دي چې ولسمشر غني د دې صلاحیت نه‌لري چې دوی ته څه ورکړي ځکه د سپېدار په وینا ښاغلی غني قانوني ولسمشر نه‌دی.

په مطلب کې د سپېدار د اعلامیې په حواله راغلي دي چې یاده طرحه د لوړې له مراسمو وړاندې ښاغلي عبدالله ته وړاندیز شوې وه چې نه‌وه منل شوې او اوس هم د منلو وړ نه‌ده.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا د طالبانو هغه منشور راخیستی چې په افغانستان کې د راتلونکي نظام د څرنګوالي بحث په‌کې شوی دی.

که څه هم وسله‌والو طالبانو دا منشور رد کړی او ویلي دي چې دا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دوی دستور وو، خو سرخط ادعا کړې چې دغه ډله لا هم نه‌ده بدله شوې او پخواني خوبونه ګوري.

سرخط ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې طالبان غواړي په افغانستان کې د پاکستان په خوښه پوځ، بیرغ، قانون او جمهوریت له‌منځه یوسي او پخوانی امارت په خلکو مسلط کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم همدې مسئلې ته په اشارې سره لیکلي دي "چې د پاکستان د اشغال په وړاندې به ټول افغانان پاڅون وکړي."

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي دا سمه ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې د افغان حکومت او افغانانو له مهمو پروګرامونو څخه دي، خو د ورځپاڼې په باور باید یاده ډله د پاکستان د پوځ په غوښتنه د افغانستان د هر څه د له‌منځه وړلو هڅه ونه‌کړي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو پورې تړل شوی منشور دغه ډلې رد کړی دی، خو د سرمقالې د لیکوال په باور دغه ډله لا هم د اسلامي امارت د راوستلو په فکر کې ده او فکر کوي چې د امریکايانو له وتلو وروسته به دغه ډله یو وار بیا د پاکستاني نظامیانو او عرب شیخانو په مرسته پر افغانستان مسلطه شي.

د سرمقالې لیکوال ادعا کوي چې طالبان به ان په بین‌الافغاني خبرو اترو کې هم په اسلامي نظام چې هدف‌يې ترې اسلامي امارت دی ټینګار وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې لا هم د پاکستان نظامیان له طالبانو د وسیلې په توګه ګټه اخلي او دغه هېواد هڅه کوي چې په افغانستان کې داسې نظام رامنځته شي چې د پاکستان ګټې خوندي کړي.

د سرمقالې په پای کې لیکل شوي، که امریکا هڅه وکړي چې طالبان په افغانستان کې په همدې شکل واک ته ورسوي باید په دې پوه شي چې اوس افغانان پخواني نه‌دي او هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوي چې د اسلام په نوم یو وار بیا دلته د پاکستان د خوښې نظام حاکم شي.

XS
SM
MD
LG