د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

ټایم مجله: د افغانستان سیاسي لانجې ممکن د سولې هڅې زیانمنې کړي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • ټایم مجله

ټایم مجلې پر خپله ویبپاڼه د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته سیاسي لانجې ته اشاره کړې او لیکي، افغان ولسمشر اشرف غني چې له عبدالله عبدالله سره یې د انتخاباتو د نتایجو د اعلان پرسر لانجه روانه ده، بیاهم د نوې کابینې جوړولو ته دوام ورکوي.

خپرونه د دې کړکېچ د حل لپاره د پخواني ولسمشرحامد کرزي په ګډون د مخکښو سیاسي شخصیتونو د منځګړتوب هلو ځلو ته چې کله ولسمشر او کله پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته ورځي، د اشارې په ترڅ کې لیکي چې لهدې سره سره ښاغلی غني د نوې کابینې د جوړولو چارې ته دوام ورکوي.

ټایم د مطلب په پای کې لیکي چې د دې کړکېچ د حل لپاره په منډو ترړو کې تراوسه ډېر لږ پرمختګ شوی چې دې کار د امریکا حوصله نوره نو ختمه کړې او احتمالاً په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره راتلونکي پړاوونه به هم زیانمن کړي.

  • دې هیل

د واشنګټن چاپ دې هیل ورځپاڼې چې تر ډېره د کانګرس پر اړوندو مسایلو مطالب خپروي، له افغانستان سره د امریکا د یو میلیارد ډالر مرستې پر کمولو چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پومپیو کابل ته له سفر وروسته اعلان کړه، د کانګرس د غړو اندېښنو ته کتنه کړې.

پومپیو ګواښ وکړ چې که ولسمشراشرف غني او سیال یې عبدالله عبدالله د انتخاباتو د نتایجو د اعلان پرسر رامنځته شوی کړکېچ حل نه کړي نو پر سږکال سربېره به د ۲۰۲۱ کال له مرستو هم یو میلیارد ډالر کم کړي او همداراز د مرستې لپاره د متحدایالاتو پر راتلونکو ژمنو به بیا غور وکړي.

دې هیل د کانګرس د دوو کارکوونکو له قوله لیکي چې وايي د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي کانګرس ته څرګنده کړې چې دا یو میلیارد ډالر د پنټاګون له هغه ۴،۲ میلیارد ډالره بودیجې څخه کمېږي چې د افغانستان د دفاعي امنیتي ځواکونو په سلو کې ۷۵ کلنۍ بودیجه جوړوي او یوه بل چارواکي بیا دا د امریکا د ملي ګټو پرضد پریکړه بللې او ویلي یې دي چې افغان پوځ د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره دې پیسو ته اړتیا لري.

دې هیل لیکي ، د پومپیو له دې ګواښ درې ورځې وروسته ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د خبرو مرکچي پلاوی اعلان کړ چې په ترکیب کې یې د ده د سیال عبدالله عبدالله متحدان هم شامل وو او پنځه ورځې وروسته ښاغلي عبدالله دا پلاوی تائید کړ.

ورځپاڼه د پنټاګون د یوه چارواکي له قوله لیکي چې وايي، د افغان مشرانو اصلي ستونزه همدا ده او دا هغه څه دي چې دوی ته ډېر اهمیت لري.

دا چارواکی زیاتوي چې که د امریکا د مرستو کمول سږکال یا راتلونکی کال پیل شي نو زیان به یې افغان دفاعی، امنیتي ځواکونو ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG