د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

ویسا: زموږ د ولس اصلي ستونزه کومه ده؟


کابل چاپ ځینې ورځپاڼې
کابل چاپ ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننيو ګڼو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخ په زیاتېدونکي بحران او د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ په روان سیاسي کړکېچ لیکنې او تبصرې کړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، کرونا ویروس یو نړیوال بحران دی، چې د نړۍ پیاوړي هېوادونه د دې ستونزې په هواري کې پاتې راغلي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له پنځو سوو واوښتې او ورځ تر بلې دا ناروغي مخ په زیاتېدو ده.

د لیکوال په اند په افغانستان کې له دغه ویروس سره مبارزه په شعارونو نه کېږي، بلکې باید ټول وګړي له حکومت سره لاس یو کړي او د دغه بحران په کنټرول کې مرسته وکړي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور له سیاسي کړکېچ نیولې، فساد، بېوزلي او بېلابېلې نورې ستونزې د دې لامل شوې، چې حکومت کمزوری کړي او له کرونا ویروس سره مبارزه ټکنۍ پرمخ ولاړه شي.

د سرمقالې پای کې لیکوال سپارښتنه کوي، چې ټول ولس دې په یوه لاس له دغه ناورین سره مبارزه وکړي، د بېوزلو لاس نیوی دې وکړي او د روغتیا پالانو سپارښتنو ته دې غوږ ونیسي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې، زموږ د ولس اصلي ستونزه کومه ده؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په دې وروستیو کې له کرونا سره د مبارزې په بېړنۍ کمېټې د فساد له امله نیوکې کېږي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، تر کومه چې دا سیاسي ستونزې روانې وي، ولس ملي محوره نه شي، نه به د روان سیاسي وضعیت مخه ونیول شي او نه به هم له فساد سره د مبارزې هڅې ګټورې وي.

د ویسا ورځپاڼې سرمقاله لیکوونکی وړاندیز کوي، چې باید یو پیاوړی سیاسي اپوزیسیون جوړ شي، څو د حکومت هره کړنه په سالمو نیوکو چېلنج کړي.

سرمقاله ليکونکي په پای کې اندېښنه ښودلې، چې خدای خبر چې افغانان به له دغه وژونکې څپې څه ډول روغ ووځي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په سیاسي ناندریو تبصره کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، عبدالله له غني غوښتي، چې د صدارعظمي چوکۍ ورکړي، خو د لیکوال په باور دغه غوښتنه ولسمشر غني او د ده لومړي مرستيال امرالله صالح ته د منلو نه ده.

د سرمقاله لیکونکي په اند ولسمشر محمد اشرف غني نه غواړي، چې بیا د دوه سري حکومت تجربه تکرار شي، بلکې غني او ټیم یې دې ته چمتو دی، چې د عبدالله ټیم ته په کابینه کې ځای ورکړي.

او د سرمقالې په پای کې راغلي د کرونا ویروس ناورین او د امریکا له لوري، په سیاستوالو فشارونه به بلاخره دوی اړ کړي، چې یو سیاسي توافق ته سره ورسېږي.

XS
SM
MD
LG