د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

ویسا: غني او عبدالله له خپلو دریځونو یو انچ نه‌دي په شا شوي


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې د نورو مسایلو ترڅنګ د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د روانو اختلافاتو او د کرونا ویروس د ډېر خپرېدو د مخنیوي په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د روان سیاسي وضعیت په تړاو څو ټکي د پام وړ دي، لومړی دا چې دواړه غني او عبدالله یو هم تر اوسه له خپلو دریځونو یو انچ نه‌دي په شا شوي، محمد اشرف غني ځان بریالی ولسمشر بولي او د دوه سره حکومت جوړولو ته چمتو نه‌دی.

برعکس عبدالله عبدالله د انتخاباتو پایلې نه‌مني، هغه د شریک حکومت صدراعظمي او په کابینه کې لویه برخه غواړي.

په سرمقاله کې راغلي، د پخواني ولسمشر په شمول سیاسي څېرې چې منځګړیتوب کوي هغوی دواړو لورو ته عذرونه کوي او غواړي د اخلاقي ارزښتونو پر بنسټ دواړه لوري تنازل ته راولي، خو تر اوسه اختلافات نه‌دي حل شوي او په باور یې له بلې خوا بیا د امریکا او نړیوالې ټولنې رول ډېر مرموز دی، نه په‌کې لوری او نه‌پکې لازم فشار او جدیت ښکاري.

ویسا ورځپاڼه همدارنګه لیکي، د دواړو لورو له دریځونو او پخوانیو ځانګړتیاوو څخه ښکاري چې فشار او زور نه‌وي یو لوری به هم نه د هېواد نازکې وضعې ته په پام له خپل دریځ نه راکوز شي او نه د هېواد د برخلیک پروا لري.

خو په باور یې ډېره لویه تشه همدغه ده چې متأسفانه نړیواله ټولنه په تېره امریکا په لوی لاس د دغه لانجې دوام غواړي. که‌یې نه‌غوښتلی د سرمقاله لیکونکي په باور باید په قاطعیت‌یې د ۲۰۱۴ کال په څېر دواړه لوري پر یوې طرحې راضي کړي وی.

د سرمقالې وروستۍ برخه کې ټینګار شوی، تر دې هم غوره لاره دا وه چې زموږ ولس یو ملي محور درلودای، خو په باور یې بدمرغي دا ده چې په دې سیاسي څېرو کې ډېره برخه هغه سیاسي اړخونه دي چې د یوې کرسۍ او لقب تر بریده وړوکې دي، خو شعارونه په ملي کچه تکراروي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې وروستیو ګمارنو ته په اشارې لیکلي، له روانو حالاتو داسې ښکاري چې ولسمشر غني حاضر نه‌دی چې عبدالله ته امتیاز ورکړي او له بلې خوا د عبدالله په دريځ کې هم هېڅ ډول بدلون نه‌دی راغلی او په صدارتي نظام ټینګار کوي، خو ولسمشر غني صدارتي نظام د قانون خلاف بللی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ارګ له رامنځته شویو فشارونو سره سره غواړي خپله کابینه بشپړه کړي او په همدې ترڅ کې غواړي هغه سیاسي څېرې هم کابینې او نورو مهمو څوکیو ته معرفي کړي چې د بېلابېلو ډلو دي څو د انتقاد ځای پاتې نه‌شي.

په سرمقاله کې راغلي، ولسمشر غني د حکومتي قاعدې په پراخوالو سره غواړي فشارونو ته ځواب ورکړي او له همدې امله‌یې وروستیو څو ورځو کې ګمارنو ته زور ورکړی.

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، عبدالله عبدالله د غني نویو ګمارنو سره سره خپلو فشارونو ته دوام ورکوي، خو په باور یې ولسمشر غني د عبدالله د کمزوري کولو لپاره د اتمر او کرزي له پلویانو په ګټې اخیستنې سره او کابینه کې شاملولو سره غواړي مقابل لوری کمزوری وښيي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي او د حج او قافو وزارت لاښوونو په عملي کېدو ټینګار کړی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د هرې ورځې په تېرېدو سره هېواد کې د کرونا ویروس پېښې مخ په ډېرېدو دي او خلک‌یې اندېښمن کړي دي.

په سرمقاله کې راغلي د دغه وژونکي ویروس د مخنیوي یوه لار قرنطین یا په کور کې پاتي کېدل دي چې له دې ویروس څخه مو ژغوري.

سرمقاله کې د جمعې لمونځونو ته اشاره شوې چې په وینا یې د ډېرو علماوو له لوري منع شوي او حج اوقافو وزارت هم پرون د فتوا په خپرولو سره وویل چې لمونځ کوونکي دې په کورونو کې لمونځ وکړي او له ملا امامانو یې وغوښتل چې د اذان پر مهال له خلکو وغواړي چې جماعت ته له راتلو ډډه وکړي.

سرمقاله کې راغلي، دغه فتوا په اوسني وخت کې یو نېک اقدام دی او د ستاینې وړ ده او لمونځ کوونکي باید دا ټکي په جدی توګه عملي کړي.

XS
SM
MD
LG