د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

هېواد: له احتکارانو سره دې جدي چلند وشي


د کابل ځینې ورځپاڼې
د کابل ځینې ورځپاڼې

د کابل د نن ورځې ډېریو ورځپاڼو په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي او د کرونا وایروس د خپرېدو په اړه اندېښنې راخیستې دي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې له "خدایه ووېرېږئ" په عنوان خپله سرمقاله پیل کړې او لیکلي یې دي که څه هم په افغانستان کې د کرونا په وایروس اخته کېدونکو کسانو شمېر مخ په لوړېدو دی د دې ترڅنګ په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي او ان د قحطۍ په اړه اندېښنې راپارېدلي دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې د پاکستان له لوري د تورخم د پولې تړل کېدل د دې لامل شول چې د خوراکي توکو بیې لکه اوړه، وریځې او غوړي د پلازمېنې کابل په بازارونو کې په حیرانوونکي ډول لوړې شوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په داسې حال کې چې د بندرونو تړل کېدل پیل شوي دا د هټیوالو له لوري ظلم دی او دوی د بیو په لوړوالي خلک ځوروي.

ملي ارمان ورځپاڼې د کورنیو چارو وزارت د هغه اقدام چې کوم هټۍوال چې اوړه او نور خوراکي توکي په لوړو بیو پلوري هغه دکانونه تړل کېږي په اشارې سره ویلي چې خلک له دې اقدام نه هرکلی کوي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې "له احتکارانو سره به جدي چلند وشي."

دغې ورځپاڼې همداراز ویلي، سره له دې چې پولې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره خلاصې دي او هېڅ ستونزه په دې پولو کې نه‌شته، خو د هټۍوالو احتکار خلک سخت اندېښمن کړي.

د ورځپاڼې په حواله اوس‌مهال یوازې له پاکستان څخه اوړه نه‌واردېږي، بلکې له قزاقستان، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه دغه واردات په عادي ډول دوام لري.

ورځپاڼه د دې بیان سره چې احتکار په اسلام کې ستره ګناه ده، له حکومت، رسنیو او ديني عالمانو غوښتنه کوي چې د احتکار پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي او پرېنږدي چې په خلکو ظلم وشي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې په هرات کې له روغتون څخه په کرونا وایروس د اخته کسانو تېښتې ته په اشاره سره ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ له کرونا وایروس سره لاس او ګرېوان ده، تېره ورځ د هرات له ولایتي روغتونه د کرونا یو شمېر مشکوک ناروغان تښتېدلي دي.

ورځپانې دغه عمل یو شرم بللی او لیکلي دي چې په نورو هېوادونو کې خلک خپله ورځي روغتونونو ته ترڅو معاینې يې وشي او د ناروغۍ پر مهال ځانونه قرنطین کړي، ترڅو نورو خلکو ته‌يې ناروغي ونه‌غځېږي.

ورځپاڼې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت ګرم بللی او لیکلي دي چې تر دې دمه دغه وزارت لا خلکو ته دا قناعت نه‌دی ورکړی چې قرنطین یوه عادي پروسه ده او د ټولو خلکو د روغتیا لپاره مهمه ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د روغتیا وزیر باید د دغه شرم له امله له خلکو بخښنه وغواړي.

XS
SM
MD
LG