د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

ویسا: سیاسي اختلافات باید د سولې خبرو د ځنډ لامل نه‌شي


د کابل یو شمېر چاپ شوې ورځپاڼې
د کابل یو شمېر چاپ شوې ورځپاڼې

د کابل ډېری ورځپاڼو په هېواد کې سیاسي اختلافات، د سولې بهیر او د خبریالانو ستونزې تحلیل کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د مشرانو جرګې په حواله لیکلي چې "سیاسي اختلافات باید د سولې خبرو د ځنډ لامل نه‌شي."

ورځپانې زیاته کړې چې سیاسي اختلافونو او انتخاباتي کړکېچونو، نه‌یوازې دا چې خلک‌یې اندېښمن کړي، بلکې د سولې د خبرو بهیر یې هم درولی دی.

ورځپاڼه ادعا کوي چې دغه اختلافونه په قصدي توګه اوږدول کېږي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، محمد اشرف غني فکر کوي چې عبدالله عبدالله قانوني اعتبار نه‌لري او دوی به په تدریجي توګه د وضعیت پر کنټرول بریالي شي.

ویسا په پاې کې لیکلي چې د غني او عبدالله ترمنځ اختلاف باید حل شي او ورسره دې د یو جامع پلاوي له‌خوا چې ټولو ته د منلو وړ وي، بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

  • دنیا

دنیا ورځپانې په خپلې سرمقاله کې په غټ عنوان لیکلي چې "په ۲۰۱۹ میلادي کال کې سوله او انتخابات دوه مهم اصله وو"، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، دغه دواړه ملي بهیرونه له ګواښ او ستونزو سره مل وو.

ورځپانه لیکي، که څه هم انتخابات ترسره شول، خو نتایج‌یې ټولو ته د منلو وړ ونه‌ګرځېدل او د سولې پر خبرو اترو یې هم ناوړه اغېز وکړ.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د دوو ولسمشرانو له‌خوا د لوړې دوه مراسم په افغانستان کې د سیاسي بې‌ثباتۍ په لور لومړنی ګام دی.

ورځپاڼې په پاې کې وړاندیز کړی چې اوس باید دواړه لوري یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه پلې او په هېواد کې دایمي سوله ټینګه شي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې خلکو ته ډاډ ورکړی چې راروان پسرلی به خلکو ته چې د سولې تږي دي، د سولې او ثبات یو ښه پيغام ولري.

د ورځپاڼې په باور، په پام کې ده چې د حکومت له‌خوا له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو لپاره ټاکل شوی پلاوی، دغه خبرې پیل کړي چې په نتیجه کې به‌یې افغانان په راروان پسرلي کې د جګړې پای ونمانځي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبریالانو ستونزو ته اشاره کړې لیکلي یې دي چې "پرون د خبریالانو ملي ورځ وه."

همدا شان ورځپانې لیکلي په تېرو څو کلونو کې د لومړي ځل لپاره، د خبریالانو د تلفاتو د کموالي خبر خپرېږي.

دغه ورځپاڼه ټینګار کوی چې په افغانستان کې د خبریالانو عمده ستونزه اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، په وروستیو کلونو کې خبریالانو سره د ځینو بنسټونو همکاري کمه شوې ده او ځیني دولتي بنسټونه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د مراعتولو په برخه کې ځانونه مکلف نه‌ګڼي.

XS
SM
MD
LG