د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

بشر حقونو کمېسیون: د قرنطین پر مهال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم ثبت شوی


ارشیف
ارشیف

‎په افغانستان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي له امله د قرنطین وضع کېدل او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنې!

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي د قرنطین پر مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو ثبتېدل ۵۰ سلنه راکم شوي.

‎د دغه کمېسیون د ښځو برخې کمېشنره شبنم صالحي وایي کېدای شي په دې موده کې تاوتریخوالی زیات شوی وي.

‎ شبنم صالحي د چهارشنې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۳» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، دا مهال د قرنطین له امله اکثریت کمېسیونونه او عدلي او قضایي ادارې تړلي دي چې د پېښو د ثبتېدو کچې ته‌يې لاسرسى کم کړى دى.

د بشر حقونو کمېسیون د ښځو برخې کمېشنره شبنم صالحي
د بشر حقونو کمېسیون د ښځو برخې کمېشنره شبنم صالحي

‎هغې زیاته کړه: "د قرنطين پر مهال له موږ سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ثبتېدو لړۍ په ټول هېواد کې ۵۰ سلنه راکمه شوې، خو دا چې ټولې کورنۍ قرنطین دي ښایي د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي کچه لوړه شوې وي، خو دا مهال عدالت ته د ښځو نه‌لاسرسی او د عدلي او قضایي ادارو او د بشر حقونو کمېسیونونو تړل کېدل د دې لامل ګرځېدلي چې د تاوتریخوالي د ثبتېدو د لړۍ کچه راټیټه شي."

‎د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په خبره، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۴۶۹۳، خو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې بیا ۴۳۲۹ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اړوند پېښې ثبتې شوې وې چې ۸،۴ سلنه لوړالی ښیي.

غور کې د ښځو پر وراندې تاوتریخوالی
غور کې د ښځو پر وراندې تاوتریخوالی

‎له دې سره د افغانستان د ښځو چارو وزارت بیا وایي سره له دې چې دوی د قرنطین پر مهال هم فعالیت لري، خو په دې موده کې یوازې په هرات ولایت کې څو پېښې شوې دي.

‎د دغه وزارت ویاندې رویا دادرس ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "په قرنطین کې هم موږ کار کوو دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو اړوند پېښې ثبتېږي او رسېدنه ورته کېږي په نورو ولایتونو کې نه، خو یوازې په هرات ولایت کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي څو پېښې ثبت شوي چې د قرنطین له امله په کورونو کې د نارینه‌وو شتون‌یې اصلي لامل بلل کېږي."

د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس
د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس

‎مېرمن دادرس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د شمېرو په اړه زیات جزئیات ورنه‌کړل.

‎خو د ښځو چارو افغان فعاله زینب موحد وایي کورنۍ په ځانګړې توګه نارینه دې په کور او کورنیو کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي که نه نو په خبره‌يې د کرونا ویروس د لا خپرېدو ترڅنګ په ټولنه کې له روحي او رواني لحاظ ستونزې لا زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG