د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼي د افغانستان د سولي بهیر په اړه یوې مقالې کې لیکلي چې امریکا ښایي د افغانستان د سولي تړون د خوندیتوب لپاره په هغه هېواد کې سي آی اې یا د امریکا د استخباراتي ادارې حضور کم کړي.

د مقالې لیکوالان جولیان اي بارنیس او توماس ګیبونز د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي چې متحده ایالات له طالبانو سره د سولي تړون تر لاسلیک وروسته پر دې غور کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو هڅو د یوې برخې په توګه په دې هېواد کې له خپلو پوځي اډو څخه د سي آی اې د پرسونل حضور راکم کړي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اوږدو خبرو اترو په ترڅ کې په دې اړه خبرې شوي.

طالب مشرانو غوښتي چې له افغانستان څخه دې د امریکایي ځواکونو د وتلو تر څنګ د دې هېواد د استخباراتي پرسونل حضور هم کم شي، دا هغه څه دي چې د نیویارک ټایمز په خبره لا هم امریکایې چارواکي مقاومت ورسره کوي.

د لیکوالانو په خبره ګمان کېږي د امریکا سلګونه استخباراتي کارکوونکي او افسران په افغانستان کې حضور ولري او دا شمېره له واشنګټن څخه بهر د دې ادارې تر ټولو پراخ حضور ښیي.

د نیویارک ټایمز د دې لیکنې له مخې د امریکا استخباراتي کارکوونکي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ملیشه ډلو ته سلامشورې ورکوي.

د لیکوال په خبره کې دا فعالیت د شاوخوا اتلس کلني جګړې له پیل راهیسي په افغانستان کې د القاعده شبکې د له منځه وړلو د یوې هڅې په توګه دوام لري.

مقاله زیاتوي، په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي فعالیت په اړه یو بحث دا دی چې ښایي دغه پرسونل په کابل کې د امریکا سفارت ته انتقال شي، څو د هغه هېواد د استخباراتي ادارې تر واک لاندې ملیشو ته د امریکا مشورې ورسولی شي.

د نیویارک ټایمز په مقالې کې راغلي چې امریکایې چارواکي خبرداری ورکوي چې په دې اړه بحثونه لا دوام لري او بېلابېل پلانونه تر غور لاندې دي.

د مقالې له مخې واشنګټن په وروستیو هڅو کې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د سي آی اې د حضور مسئله ور زیاته کړې څو له دې ډلې سره چنې ووهي.

د لیکوالانو په خبره امریکایې مرکچیان باور لري چې د افغانستان د سولي پلان د خوندیتوب لپاره دوی اړ دي چې داسې لارې چارې ولټوي څو د افغان ځواکونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی ودروي.

  • یورو ایشیا ریویو

یورو ایشیا ریویو خپرونې په وروستۍ ګڼه کې یو مطلب لیکلی چې عنوان یې دی: "د افغانستان کمزوری سیاسي بدلون، د دې هېواد د سولې پر وړاندې یوه سخته لار."

لیکوال د دې مقالې په یوې برخې کې د افغانستان مهمو سیاسي مسایلو ته کتنه کړې او لیکي چې په دغه هېواد په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشرۍ انتخابات وشول، د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹ د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې یو مهم تړون لاسلیک شو او د مارچ پر نهمه دغه هېواد د ولسمشرۍ د لوړې د دوو مراسمو شاهد وو.

د یورو ایشیا ریویو د لیکني پر اساس سره له دې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون بل ګام د بین الافغاني مذاکراتو پیل دی، خو واک ته د رسېدو پر سر په دې هېواد کې د سیاسي اختلافاتو رامنځته کېدو وښوده چې د افغانستان د سیاسي مشرانو ترمنځ ملي یو والی نشته.

د لیکوال په باور ځینې داسې اندېښنې شته چې طالبان کولی شي له دې ماتېدونکي سیاسي وضعیت څخه ګټه واخلي.

لیکوال زیاتوي دا ډول سیاسي حالت همداراز کولی شي هغه پانګونې له خطر سره مخ کړي چې نړیوالې ټولنې په تېرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې کړې ده.

یورو ایشیا ریویو وړاندي لیکي بل خوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي له طالبانو سره د سولې له موافقې سره سم په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله جګړه ختمه او په دې توګه دا امتیاز د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې په خپله ګټه وکاروي.

د خپرونې په لیکنه ښایې له طالبانو سره موافقه د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین لپاره ګټور تمام شي، خو وایې په دې توافق کې د ښځو د حقونو په برخه کې اندېښنې لا هم نه دي ځواب شوي.

د لیکوال په خبره سره له دې چې طالب مشرانو تر دې مخکې د ښځو د حقونو په برخه کې د خپلو افکارو د بدلون خبره کړې، خو مقاله زیاتوي د دې ډلې ایډیولوژي نه بدلېږي.

په همدې اساس د یورو ایشیا مقاله زیاتوي، له امریکا سره توافق د طالبانو لپاره یو ستراتیژیک ګام دی چې د واک ترلاسه کولو هدف ته د رسېدو لپاره یې کاروي او ښایې په تدریج دا کار په بشپړ تسلط بدل شي.

XS
SM
MD
LG