د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

افغانستان کې د روژې میاشت کې د جګړې پای ته د جرمني استازي هیله‌مندي


افغانستان کې د جرمني استازی مارکوس پوتزل
افغانستان کې د جرمني استازی مارکوس پوتزل

په افغانستان کې د جرمني استازي، مارکُس پوتزل پرون د اپرېل په ۲۵مه، پر ټوېټر په یوه لنډ پیغام کې لیکلي چې هیله لري په افغانستان کې به د روژې مبارکه میاشت د دې هېواد پر خلکو په کرارۍ تېره شي او جګړه به پای ته ورسېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، په ناټو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې کې بېلي هاتچیسن وویل چې امریکا او د ناټو نور غړي په وروستیو ۱۸ کلونو کې د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو څنګ ته د دې لپاره درېدلي چې په دې هېواد کې سوله او امنیت ټینګ شي.

هاتچیسن ویلي چې تر دې مخکې، هېڅکله دې هدف ته دومره نه‌وو نږدې شوي لکه اوس، نو ټولو خواوو ته لازمه ده چې له دې موقع کار واخلي.

ناټو کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې
ناټو کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې

کې بېلي هاتچیسن په یوه وېډیويي پيغام کې چې د اپرېل په ۲۴مه پر ټویټر خپور شوی، ویلي: "موږ پر طالبانو غږ کوو چې د مذاکرو لپاره شرایط برابر کړي، تاوتریخوالی کم کړي، هغه شرط چې د دوامدارې سولې لپاره ضروري دي."

وسله‌والو طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه، له امریکا سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

په موافقه کې ویل شوي چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او له حکومت سره د سولې په خبرو کې به ګډون کوي.

خو د افغانستان ملي امنیت شورا پرون وویل چې طالبانو په وروستیو ۵۱ ورځو کې ۲۸۰۴ وسله‌والې حملې کړې دي.

د دې ادارې ویاند، جاوېد فیصل پرون خبریالانو ته وویل چې یوازې په وروستۍ یوه اوونۍ کې ۳۴ ملکي وګړي د وسله‌والو طالبانو په حملو کې وژل شوي او ۶۲ تنه زخمیان شوي دي.

  • حکومت ثبوت لري؟

په قطر کې طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین پرون په دې اړه په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دې ادعا د اثبات لپاره شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

قطر کې د طالبان ویاند سهیل شاهین
قطر کې د طالبان ویاند سهیل شاهین

سهیل شاهین د ازادي راډیو خبریال ته پر وټس اپ په یوه پيغام کې لیکلي: "حکومت ادعا کړې، خو ثبوت‌یې نه‌دی وړاندې کړی چې دا حملې چېرته شوې دي."

سهیل شاهین لیکلي چې د افغانستان حکومت د دوی د ۵۰۰۰ بندیانو په خوشې کولو کې د ځنډ له کبله د سولې خبرو ته خنډ پېښ کړی دی.

  • په روژه کې کراري او اوربند؟

په افغانستان کې د جرمني استازي پرون افغانانو ته د روژې مبارکې میاشتې د رابرېدو د مبارکۍ په پیغام کې لیکلي: "زه د خپلو ټولو افغانو همکارانو په اړه فکر کوم چې په خپل هېواد کې سولې ته تږي دي."

د افغانستان جمهور رئیس د پنجشنبې په ماښام د روژې په مناسبت په پیغام کې طالبانو ته وویل چې حکومت او خلک په روژه کې کراري او اوربند غواړي.

خو په قطر کې د طالبانو دفتر یې دا غوښتنه رد کړه.

قطر کې د طالبانو دفتر
قطر کې د طالبانو دفتر

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وویل چې د افغانستان حکومت د دوی د بندیانو په خوشې کېدو کې ځنډ کوي، د سولې د خبرو پيل ته خنډ دی او له دې کبله د ولسمشر د اوربند غوښتنه غیر معقوله ګڼي.

XS
SM
MD
LG