د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د افغانستان حج او اوقافو وزارت د لمونځونو په اړه 'شرعي فتوا' ورکړه


ارشیف، په هرات کې لمونځ کوونکي د لمانځه پر مهال
ارشیف، په هرات کې لمونځ کوونکي د لمانځه پر مهال

د افغانستان حج او اوقافو وزارت د یوې "شرعي فتوا" به صادرولو سره له ټولو خلکو غوښتي چې خپل عبادتونه په کورونو کې ترسره او جوماتونو ته دې له تک څخه ډډه وکړي.

د دې فتوا په یوه برخه کې ویل شوي، هغه سیمې چې قرنطین دي او د خلکو پر ګرځېدو بندیز دی، اړتیا نه‌شته چې د هغو سیمو اوسېدوتکي د خپلو عبادتونو لپاره جوماتونو ته لاړ شي.

د دې وزارت سرپرست وزیر عبدالحیکم منیب د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۲» د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي او ځانونو ساتنې په هدف هغه کسان چې عمرونه‌یې ډېر دي او ناروغۍ لري د روژې په میاشت کې کولای شي روژه ونه‌نیسي.

د ده په خبره، هرکله چې وضعیت عادي شو بیا دې د خپلو روژو قضا رواګرځوي.

ښاغلی منیب زیاتوي: "هغه کسان چې غواړي جوماتونو ته لاړ شي بنديز پرې نه‌شته، خو زموږ وړاندیز ورته دا دی چې د خپلو امکاناتو څخه د ځان ساتنې لپاره کار واخلي، جوماتونه باید دوا پاشي شي، اودس باید په کور کې وکړي، د لمونځ په وخت کې باید فاصله په نظر کې ونیسي او دغه‌شان بايد له ماسک څخه هم استفاده وکړي."

ارشیف، د کابل شاه دو شمشېره مخ ته د اختر لمونځ
ارشیف، د کابل شاه دو شمشېره مخ ته د اختر لمونځ

د ښاغلي منیب په خبره، د ډاکترانو او علماوو خبره یوه ده او ټول باید روغتیايي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د حکومت له دې اقدام هرکلی کوي.

د کابل ښار دوه تنه اوسیدونکي خالد او صدیق وايي: "د حکومت له دې اقدام څخه هرکلی کوو، په هغه ځای کې چې د دې ویروس د انتقال زمینه زیاته مساعده وي باید له ورتګ څخه ډډه وشي."

"ښه خو به دا وی چې لمونځونه مو په جوماتونو کې کړي وی، خو اوس چې داسې یو وضعیت راغلى، نو چاره نه‌لرو او دا یو ښه ګام دی."

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له دې وړاندې هم د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په ټولو دیني مراسمو لکه د فاتحې او دستار بندیو په غونډو بندیز لګولی و.

XS
SM
MD
LG