د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

ملت ته د ولسمشر غني پيغام: ډېر ژر به له بې‌وزلو او فقیرانو سره مرستې پیل شي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ډېر ژر به د هېواد بې‌وزلو او فقیرانو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شي.

ولسمشر غني، ورځ تر بلې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره سم، د وضعیت د مدیریت په اړه د خپل حکومت له هڅو خبر ورکوي.

ولسمشر غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۲» کرونا سره د‌ مبارزې او له بې‌وزلو سره د مرستو لپاره د دولت د پروژو په اړه ملت ته په خپل پیغام کې وویل، ډېر ژر به د هېواد له بې‌وزلو او فقیرانو سره د بېلابېلو لارو د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شي.

ښاغلی غني وايي: "تمه ده ډېر ژر د هېواد بې‌وزلو ته د ښارونو له نانوایانو، په ولسوالیو کې د جوماتونو، د کلیو د پراختیايي شوراګانو او نورو بنسټونو له لارې د ډوډۍ، خوراکي توکو او د ژوند د نورو لومړنیو او اساسي توکو د وېش زمینه برابره کړو."

د افغانستان ولسمشر همدا ډول ډېر ژر د کار موندنې په برخه کې د یو شمېر پروژو د پیل خبر ورکړ، خو له خلکو یې هم وغوښتل چې له دې ویروس سره د مبارزې په برخه کې له خپل حکومت سره مرسته وکړي او په خپل کور کې پاتې شي.

ولسمشر غني که څه هم وايي، کرونا ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې، خو د ده په مشرۍ یې حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې د دې ویروس له کبله د اوښتونکو زیانونو کچه کمه او د فلاکت مخه ونیسي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "زموږ هڅه دا ده چې په واقعي او بنسټیز تدبیر دغه حالت وساتوو او درېیمې مرحلې یعنې فلاکت ته له تلو مخنیوی وکړو، ستاسې د هر یو فرد مرستې ته اړتیا لرو."

ولسمشر محمد اشرف غني همدا ډول له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیايي سکټور د هلو ځلو او د خلکو د چوپړ له کبله هرکلی وکړ او همدا ډول‌یې له سوداګرو د نرخونو د کنټرول په برخه کې هم مننه وکړه.

د افغانستان ولسمشر داسې مهال له کرونا ویروس سره د جدي مبارزې او بې‌وزلو ته د مرستو رسولو د بهیر له پیل خبر ورکوي چې نن ویاند یې صدیق صدیقي وویل، د ولسمشر محمد اشرف غني او د لومړۍ مېرمنې رولا غني د کرونا ویروس ازمېښت منفي پایله لرلې ده.

ښاغلي صدیقي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ولسمشر روغ دی او هره برخه کې د حکومتوالۍ چارې پر مخ بیایي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې یو شمېر راپورونو کې ویل شوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ نږدۍ ۴۰ کارکوونکي په کرونا ویروس اخته دي، خو ارګ بیا یوازې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۰ تنه ښيي.

XS
SM
MD
LG