د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د ولسمشر غني او لومړۍ مېرمن د کرونا ویروس ازمیښتونو پایلې منفي دي


ولسمشر غني او لومړۍ مېرمن رولا غني
ولسمشر غني او لومړۍ مېرمن رولا غني

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ولسمشر غني او لومړۍ مېرمې بي‌بي ګل غني د کرونا د ازمایښتونو پایلې منفي دي.

جمهوري ریاست وايي، ولسمشر غني او مېرمن‌یې په خپله خوښه د کرونا ټسټ ورکړی و چې نتیجه منفي ده او هغوی پر کرونا نه‌دي اخته شوي.

دا خبره د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي په ټویټرپاڼه کې کړې ده.

تر دې وړاندې د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت یوې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي وو چې په جمهوري ریاست او چارو اداره کې څه باندې ۲۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې د دې پېښو په ثبت سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۹۲ ته ورسېد.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۲» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې به نویو ثبت شویو شمېرو کې ډېرې پېښې په پلازمېنه کابل کې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۱ مشکوکې نمونې واخیستل شوې چې ۶۶یې مثبتې دي، له دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۹۲ ته ورسېد، له دې ۵۲ پېښې په کابل، ۵ په لغمان، ۴ ننګرهار، ۴ بغلان، ۱ په پکتیا کې ثبت شوي او په همدې موده کې بیا ۱۵ تنه روغ شوي دي."

نوموړي وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ویروس له کبله د مړینې هېڅ کومه پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو له دې وړاندې بیا ۳۶ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، ملګري ملتونو ۵۰۰۰ بستې یا کېټونه دغه وزارت ته ورسپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کندهار او بلخ روغتیايي چارواکو په دغو ولایتونو کې د دغو طبي بستو د تمامېدو خبره کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ټرانسپورت وزارت سرپرست محمد یما شمس د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د لا مخنیوي او د سیمې له هېوادونو سره د تړون پر بنسټ ټول وسایط ضد عفوني کېږي.

نوموړي وویل، د قرنطین سختو شرایطو سره سره په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۸ زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

له پاکستان څخه راغلي افغانان
له پاکستان څخه راغلي افغانان

خو نوموړي وویل، دغه مسافرین د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو او د کرونا ویروس سره د مبارزې د ځانګړې کمېټې تر څار لاندې راوستل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د کرونا د ویروس لپاره د ځانګړې شوې کمېټې د لارښوونو په اساس له هند څخه ۶۷۳۹ مسافر، اماراتو څخه ۸۶۷۷، ترکیې څخه ۲۹۶۱ چې په مجموع کې ۱۸ زره او ۳۸۱ تنه چې په بهر کې د اقتصادي او صحي لحاظه بند پاتې وو بېرته هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ به دوام وکړي."

نوموړي وویل، په راتلونکې اوونۍ کې ۲۰ پروازونه په پام کې دي، خو په وینا یې د دغو مسافرینو راتګ د صحي شرایطو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.

له دې ټولو سره د افغانستان عامې روغتیا وزارت له خلکو په ځانګړي ډول کابل ښاریانو غواړي چې د ګرځ‌بندیز شرایط په جدي ډول په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG