د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د ګرځ‌بندیز نه‌مراعتېدل؛ افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېد


ارشیف
ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېد.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار د دوشنې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۱» په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل: "په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې په کابل کې ۱۵، هرات کې ۶، لغمان کې ۴، کونړ ۴ او یوه پېښه په ننګرهار کې ثبت شوې ده چې له دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته رسېږي."

ښاغلی مایار وايي، تر اوسه ۱۱۰ طبي پرسونل په کرونا ویروس اخته شوي چې ۹۰ تنه‌یې مېرمنې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار

په همدې حال کې عامې روغتیا وزارت کابل کې د کرونا ویروس له امله د شینوزاده روغتون د مشر مړینه تأیيد کړه.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه د کرونا ویروس ۶۶۱۲ مشکوکې نمونې اخیستل شوي دي چې ۱۰۲۶ مثبتې دي، ۳۶ کسان مړه شوي او ۱۳۵ تنه بېرته روغ شوي دي.

عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې په هېواد په ځانګړي توګه کابل کې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو لامل د ګرځ‌بندیز نه‌مراعتول دي.

که څه هم د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره په کابل ښار کې کلک ګرځ‌بندیز لګېدلی او د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د تګ راتګ لارې تړل شوي، خو لاهم یو شمېر خلک دغه ګرځ‌بندیز ته پام نه‌کوي.

یو شمېر کابل اوسېدونکي وايي، اړ دي څو ښار ته راووځي او ورځنۍ چارې مخ ته یوسي.

کابل ښار د ګرځ‌بندیز پر مهال
کابل ښار د ګرځ‌بندیز پر مهال

د دغه ښار یوه اوسېدونکي حمید ازادي راډيو ته وویل چې د ویروس د پراختیا مخنیوي لپاره ګرځ‌بندیز ښه ګام دی، خو حکومت د خلکو پر بې‌وزلۍ هم سترګې پټي کړي.

حمید زیاتوي: "له تېرې نږدې یوې میاشتې چې کابل ښار کې کاروبار درېدلی، دکانونه تړل شوي او خلک نه‌راوځي د خلکو اقتصاد هم په ټپه ولاړ دی، ډېر خلک پېژنم چې د سهار او ماښام ډوډۍ نه‌لري."

که له یوې خوا په ګرځ‌بندیز کې انتقادونه موجود دي، له بل لوري خلک هم په دې برخه کې د قرنطین او ځان ساتنې ته ډېر پام نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG