د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

د افغانستان هنرسالار انځورګرانو د عامه پوهاوي په هدف نقاشۍ ایستلي


د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په اړه د هنرسالار انځورګري
د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په اړه د هنرسالار انځورګري

د افغانستان د هنرسالار انځورګرانو د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي په هدف نقاشۍ ایستلي.

د هنرسالار مشر امېد شریفي وویل د انځورونو او خاصو لیکنو په مټ د خلکو نظر جلبېږي څو له کرونا ځان وساتي.

هغه زیاته کړه: "په پنځو ولایتونو کندهار، هلمند، هرات، کابل او ننګرهار کې په هر ولایت کې پنځه نقاشۍ شوې دي. دا مهم موضوعات چې د لاسونو وینځل، د فاصلې رعایتول او د نظافت ساتل دي په دې اړه دا نقاشۍ ځانګړې شوي."

هنرسالار د انځورګرانو شبکه له شپږو کلونو راهیسې په افغانستان کې په دېوالونو او لویو ډبرینو موانعو باندې د اداري فساد، د ښار د پاکوالي، د پوځیانو د ملاتړ، بشري حقونو او نورو بېلابېلو موضوع‌ګانو په اړه شااوخوا ۱۸ لویې نقاشۍ کاږلي دي.

XS
SM
MD
LG