د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۵

بلخ کې د 'کووېډ-۱۹' پېښو د تثبیت ازموینې په ټپه درېدلي


بلخ روغتونو کې د کرونا ناروغانو لپاره خونې
بلخ روغتونو کې د کرونا ناروغانو لپاره خونې

په بلخ کې د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د کرونا ویروس خپرېدا چټکه شوې ده او په 'کووېډ-۱۹' د خلکو اخته کېدل مخه په زیاتېدو دي.

د بلخ د عامې روغتیا ادارې مشر خلیل حکمتي ازادي راډیو ته وویل چې دغه ولایت کې د ټول شمال په سطح تر ټولو ډېر د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي او تر دې دمه ۴۲ تنه په بلخ کې په 'کووېډ-۱۹' اخته دي.

هغه وویل چې د تېرو ۲۰ ورځو په جریان کې په کرونا ویروس څلور تنه اخته کسان مړه شوي او یوازې د ۲ تنو روغتیايي حالت بېرته ښه شوی دی.

د بلخ د عامې روغتیا ادارې مشر خلیل‌الله حکمتي
د بلخ د عامې روغتیا ادارې مشر خلیل‌الله حکمتي

په ټوله‌ییز ډول بلخ کې پر ۳۵۰ تنو د کرونا ویروس د تثبیت ازموینې ترسره شوې دي.

د بلخ د عامې روغتیا ادارې مشر وايي چې په کرونا د اخته کسانو د درملنې او قرنطین لپاره د ۲۲۰ بسترونو په ظرفیت دوه روغتیايي مرکزونه ځانګړي شوي دي چې ورځ تر بلې زیاتېدونکو پېښو ته په کتلو سره بسنه نه‌کوي.

هغه همداراز وویل چې په مزار شریف کې یوازې د کرونا ویروس د ازموینو لپاره د 'PCR' یو ماشین شته چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۵ پېښو د ټسټ وړتیا لري او اوس مهال د لابراتواري کېټونو د نشتوالي په دلیل فعالیت نه‌کوي.

هغه زیاته کړه: "اوس‌مهال د کرونا ویروس ازموینې بندې شوې دي. زموږ ظرفیت د دوهم ماشین په فعال کېدو سره تر ۲۰۰ ازموینو ته رسېږي، خو شته امکاناتو ته په کتو سره دا هر څه کفایت نه‌کوي."

د چارواکو په خبره چې روغتیايي سپارښتنو او د حکومت له‌خوا لګېدلو بندیزونو ته د خلکو بې‌پامي دغه ولایت کې د کرونا ویروس خپرېدل چټک کړي دي.

په بلخ کې د کرونا د تشخیص لابراتوار
په بلخ کې د کرونا د تشخیص لابراتوار

په همدې حال کې له بلخ څخه په ولسي جرګه کې د خلکو استازي د عامې روغتیا له وزارت څخه غواړي چې دغه ولایت کې د کرونا ویروس د پېښو د تثبیت مرکز ته لا زیات امکانات برابر کړي.

په ولسي جرګه د بلخ استازی ګل‌الرحمن همدرد وايي چې دغه ولایت کې په 'کووېډ-۱۹' د ډېرو اخته کسانو روغتیايي ازموینې نه‌دي ترسره شوي او یا هم ورته دا امکانات نه‌دي مساعد شوي چې خپل ټسټ ترسره کړي.

هغه زیاته کړه: "دولت هم مسئولیت لري چې محدودیت وضع کړي، خو خلک باید په دې پوه شي چې کرونا جدي ګواښ دی او په کورونو کې پاتې شي په غیر صورت کې پېښې لا نورې زیاتېږي."

تر دې دمه په ټول افغانستان کې څه باندې ۱۰۲۶ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې جملې ۳۶ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG