د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

د افغانستان مشرانو جرګې عمومي غونډې نور نه‌کېږي


ارشیف، د افغانستان مشرانو جرګې یو شمېر غړي
ارشیف، د افغانستان مشرانو جرګې یو شمېر غړي

د افغانستان مشرانو جرګې خپلې عمومي ناستې په بشپړه توګه وځنډولې.

په افغانستان کې ورځ تر بلې د کرونا ویروس چټک خپرېدو، مشرانو جرګه دې ته اړ کړه چې خپلې عمومي ناستې وځنډوي.

د دغې جرګې یو شمېر غړو د جرګې د یکشنبې ورځې «۱۳۹۹ کال د وري ۳۱» په عمومي ناسته کې وویل، د کرونا ویروس د لا خپرېدو په حال کې ده او باید د مخنیوي لپاره‌یې د قرنطین سپارښتنو ته پام وشي.

د مشرانو جرګې عمومي رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د جرګې د غړو له بحثونو وروسته د رأی‌ګیرۍ نتيحه اعلان کړه او ويې‌ویل، له دې وروسته به د قرنطین نېټې تر پای ته رسېدو د مشرانو جرګې عمومي ناستې نه‌جوړېږي.

د مشرانو جرګې عمومي رئیس فضل‌الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې عمومي رئیس فضل‌الهادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه: "قرنطین منو او ولسي جرګې ته هم سپارښتنه کوئ که نه؟ که کوئ یې شین کارت او که‌یې نه‌کوئ سور کارت پورته کړئ، د قرنطین رعایت تأیید شو، لطفاً په کورونو کې پاتې شئ او په خپلو بچیانو رحم وکړئ، موږ ډېر بې‌وزله یو له بې‌وزلو سره مرسته وکړئ."

مشرانو جرګه همدا شان ټینګار کوي چې له ولسي جرګې به هم وغواړي چې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي په هدف خپلې عمومي ناستې وځنډوي.

له دې وړاندې دواړو جرګو په اوونۍ کې یو ځل عمومي غونډې جوړولې.

د افغانستان مشرانو جرګې د يکشنبې په ورځ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان د روان امنیتي وضعیت په اړه د توضیحاتو لپاره عمومي ناستې ته وربللي و، خو مسؤلينو په یو لیک کې جرګې ته ویلي، د کابینې د پرېکړې د عملي کولو او د قرنطین د رعایت له امله نه‌شي کولای د جرګې عمومي ناسته کې ګډون وکړي.

بل‌خوا هم د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې قرنطین ښه نه‌دى مراعات شوى چې دې موضوع د کرونا ویروس د لاخپرېدو وېره نوره هم زیاته کړې.

د افغانستان مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار
د افغانستان مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار

د دغې جرګې غړې انارکلي هنریار وايي: "هغه ظرفیتونه چې موږ یې د تشخیص مرکزونو کې لرو، د متقاضیانو په پرتله کافي نه‌دي، هغه شمېر ټیسټونه چې ترسره کېږي، کافي نه‌دي چې په رښتیا هم دا جدي اندېښنه ده، دا ستونزه کولای شي، په کورنیو او ټولنه کې د کرونا ویروس خپرېدل زیات کړي."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدل پراخېږي، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ د يکشنې د ورځې تر سهاره په افغانستان کې ۹۹۶ کسان په کرونا ویروس اخته او له دې شمېر ۳۳ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG